کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ۷ کالو کی د خارجی تروریستانو دری برابر ډیریدنه

24 میزان 1396 ساعت 1:36

حنیف اتمر؛ د ولسمشر ملی امنیت مشاور وایی چی د تروریستانو شمیر په افغانستان کی د تیرو اوو کالو راهیسی دری برابر ډیر سوی دی.


محمد حنیف اتمر، د پنج شنبه په ورځ وویل چی افغانستان یواځی د داخلی تروریستانو سره مخامخ نه دی؛ بلکه د هر څلور تروریستانو څخه یو تن یی خارجی تروریست دی.

د هغه په وینا خارجی تروریستان په افغانستان کی په القاعده او داعش باندی اړه لری او یا هم سیمه ایز تروریستی ډلو لکه اسلامی ازبکستان اسلامی جنبش، ختیځ ترکستان اسلامی جنبش او پاکستانی تروریستی ډلی لکه طیبه لشکر، جیش محمد او پاکستان طالبان تحریک باندی اړه لری.

ښاغلی اتمر وویل د افغانستان څخه خارجی ځواکونو وتل او افغان ځواکونو ته د مسئولیت لیږد او همدارنګه په افغانستان کی د هوایی ځواکونو کمیدنه، افغانستان او سیمه ایز هیوادونو ته د تروریستانو داخلیدو زمینه برابره کړه.

هغه وویل چی اوس تروریستی ځواکونه د میانه آسیا او ختیځی آسیا څخه هم د سرتیرو جلب او جذب شروع کړی دی.

هغوی په نظر کی لری د افغانستان د خاوری له طریقه منځنۍ آسیا هیوادونو ته داخل سی.

ددی امنیتی مهم چارواک اظهارات شکاره کوی چی د اوو کالو راهیسی د افغانستان امنیتی وضعیت نور هم خراب سوی دی او اوس د بحران اوج نقطه کی قرار لرو چی زموږ هیواد د بین المللی تروریستانو لپاره یو آسان مقصد باندی بدل کړی دی.

لمړۍ نکته چی په دی برخه کی وجود لری او د ولسمشر ملی امنیت مشاور خبرو څخه هم معلوم سو، په افغانستان کی د خارجی تروریستانو ژور اړیکه د بین المللی تروریزم او لوی شبکو او بانډونو سره دی. دا په دی معنی دی چی د بین المللی او سیمه ایز او داخلی تروریستانو یو ژور اړیکه شتون لری او دا نه سی کیدلای چی په سیمه او نړۍ کی د دولتی سیستماتیک قدرت او سازمان سوی ملاتړ بغیر صورت ونیسی.

په روشانه بیان سره، په افغانستان کی د ټول نړۍ تروریستانو اجماع، یو تصادفی پیښه نه سی کیدلای؛ بلکه دا کار، د امریکا او ناتو په مشری د تروریزم پر ضد حضور سره اړیکه لری.

د همدی لپاره دی چی په قطعی توګه ادعا نه کیږی چی د تروریزم پرضد جبهه په شکاره توګه د تروریزم څخه ملاتړ کوی؛ خو دا حقیقت هم د نظره لیری نه سو کولای چی د تروریزم پر ضد جبهی د آمریکا او ناتو په مشری، د یو تحریک کوونکی او پیاوړۍ مشوق په حیث، بین المللی تروریستان و افغانستان ته راوړی دی او زموږ هیواد د هغوی لپاره یو مهم او په زړه پوری مقصد باندی بدل کړی دی.

دوهم نکته دا چی د ښاغلی اتمر په نظریاتو کی، د خارجی ځواکونو څخه مسئولیت لیږد و امنیتی ځواکونو ته او همدارنګه د هوایی بریدونو کموالی د تروریستانو په وړاندی دی.

ددی آرزونی په اساس، امنیتی ځواکونه په کافی په اندازه، د هیواد امنیتی مسئولیت په غاړه نیولو توان نه درلود او ناتو او آمریکا دا کار ته په نه کتو سره، دا کار پرهغوی باندی تحمیل کړ. له بل لوری، بین المللی تروریستانو ډلو فعالیتونه او حضور ډیریدنه په افغانستان کی په حاضر حال کی هم ددی شکاره کوونکی دی چی د افغانستان امنیتی او دفاعی ځواکونه، د تروریستانو قدرت په وړاندی، د تروریزم سره مقابلی لپاره د کافی ظرفیتونو او آمادګیو څخه برخمن نه دی.

په دی منځ کی، یو بل نکته هم شتون لری چی د ملی امنیت په مواضعو کی په ظاهر سره مغفول پاته دی او هغه د نړیوال او خارجی ځواکونو مسؤولیت سم نه ترسره کونه په افغانستان کی د تروریزم له منځه وړلو لپاره دی چی په غاړه یی درلود.

هغوی بیله دی چی د تروریزم ټول خطر په پوره توګه له منځه یوسی، تروریستان د ښارونو څخه و غرونو ته وخیږول او یو ډول دروغجنه امنیت رامنځته کړ او له بل لوری، بیله دی چی د افغانستان دفاعی ځواکونه د تجیهزاتو، زده کړی او کشف او اطلاعاتو له مخی ویو مهم او توانمند مرحلی ته ورسوی، د هیواد امنیتی مسئولیتونه پرهغوی باندی تحمیل کړ.

او د ښاغلی اتمر آخری موضوع چی بین المللی تروریستان د افغانستان څخه د یو پل په حیث و منځنۍ آسیا ته رسیدو لپاره ګټه اخلی او همغه څه دی چی د روسانو ورځ په ورځ اندیښنی توجیه کوی چی داعش او... تروریستان ورځ په ورځ په افغانستان کی نفوذ او قدرت نیونی په حال کی دی.

دا مسایلو په کتو سره، اوس افغانستان د بل وخت څخه ډیر حساس وضعیت لری او دا د امنیتی چارو مسئولینو او دولتمردانو دنده ده چی په یو ښه تګلاری سره د خارجی قدرت نفوذ او سلطه نه بغیر، هیواد د هر ډول خطر څخه و امن ته ولیږدوی.


د مطلب کود: 151465

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/151465/په-۷-کالو-کی-د-خارجی-تروریستانو-دری-برابر-ډیریدنه

آوا
  https://www.avapress.com