دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 151593
د افغانستان مشکل، بیګانګان دی، نه لویه جرګه او نه شتون یی

د هیواد پخوانۍ ولسمشر د غوښتنی وروسته چی لویه جرګه د هیواد لوی مشکلاتو لپاره جوړه سی، ځینی سناتوران په دی بیان سره چی هیواد سخت وضعیت تیروی د لویی جرګی د جوړیدو څخه ملاتړ وکړ.

دا سناتوران باور لری ترڅو چی خلګ د هیواد په لویو تصمیم نیونو کی ګډون ونه لری، د هیواد په وضعیت کی به کوم بدلون رانه سی.

یو تن ددی سناتورانو څخه وایی: په دی وضعیت کی باید لویه جرګه جوړه سی، ځکه چی لویه جرګه په هیواد کی ډیر مشکلات حل کړی دی او بیله هغه د هیواد وضعیت به خراب سی.

په وړاندی ځینی نور سناتوران، لویه جرګه جوړیدنه د هیواد اوسنۍ وضعیت څخه برابر نه بولی او وایی: د دولت سره د حکومت تر پایه پوری همکاری وسی او لویه جرګه د قانون پیش بینی سره او د حکومت کار ختم وروسته جوړه سی.

دا مشکلات او کشمکشونه په داسی حال کی شتون لری چی د هیواد مسائلو پوهان اول خو د لویی جرګه سره کوم موافقت نه لری ځکه چی هغوی ادعا کوی چی یو دقیق او شفاف لویه جرګه چی د افغانستان ټولو خلګو اقشارو څخه نمایندګی وکړی، په اصل او اساس کی نه سی شتون درلودلای؛ ځکه چی تجربه شکاره کړی دی چی په هیواد کی څو جوړ سوی لویه جرګه تراوسه قوامانه وو، ټوله د دولتمردانو او زورمندانو او خارجی قدرتونو سره شورع او ادامه او د هغوی په برنامو سره وو او هیڅ یی لازم شفافیت چی د یو ملی او خلګو لویه جرګه څخه نمایندګی وکړی، نه درلودل.

دوهم خبره که ښه شفاف او افغانستان شمول لویه جرګه هم جوړ سی، دا لویه جرګه به د هیواد مشکلات حل نه کړی؛ ځکه چی د آمریکا غیری مسئولانه او زورګویانه حضور په افغانستان کی، لویه جرګه د بیګانه عوامول رسوخ او نفوذ څخه په امان کی نه سی پاته کیدلای، او ددی حضور نفوذ به د لویه جرګه فیصلو باندی حاکم وی.

د هیواد مسائلو پوهانو په باور، د لویه جرګه رامنځته کیدنه کی مشکل نسته او دا جرګی که د جرګی هر غړۍ باندی هم د بیګانه کوم سیوری او یا نفوذ وی، کوم مشکل نه سی حلولای.

د پوهانو په نظر، په یو هیواد کی چی د نورو استعماری قدرتونو حضور او سلطه وی نو کیدلای سی د هغه هیواد دولت او دولتمردانو لپاره ډیر اساسی مشکلات رامنځته کړی او افغانستان هم د ضعفونو سره، ددی قاعدی څخه مستثنی نه دی.

د کارپوهانو په باور، لکه څنګه چی بیګانګان په حاضر حال کی ټول څه تر کنترول لاندی لری نو کوم دلیل نه سته چی هغوی د لویی جرګه په تصامیمو کی دخالت ونه کړی او دولت او افغانستان ملت پریږدی ترڅو خپل خوښه باندی لویه جرګه جوړه او د هیواد او هیواد خلګو په ګټه په هغه کی تصامیم ونیسی.

بنا پردی د سناتورانو او نورو بحث د لویه جرګه رامنځته کولو لپاره کارګشا او کارسازه به نه وی؛ ځکه چی د نابسامانیو اصلی برخه په هیواد کی، همغه د غربی بیګانګانو غوښتنه دی او هغوی ددی وضعیت ادامه پیدا کیدو غوښتونکی دی؛ دا هم طبیعی ده چی په لویه جرګه کی نفوذ سره د وضعیت جریان خپل په ګټه لوری ورکوی؛ هغه کار چی تراوسه په افغانستان او نورو هیوادونو کی ترسره کړی دی او څوک هم څه دولتونه او څه ملتونه نه دی غوښتلی چی د هغوی اراده په وړاندی مقاومت وکړی.

نو د همدی لپاره د پوهانو په باور، که وغواړو چی یو شفاف او خلګنۍ لویه جرګه رامنځته کړو چی په حقیقت کی د افغانستان ټولو اقشارو اراده ممثل وی، دوه اساسی خنډونو له مخه ایسته کولو ته اړتیا لرو چی یو یی خارجیانو حضور په افغانستان کی دی او بل یی هم په افغانستان کی سیستماتیک او جدی تعصبات او تبعیضونه دی چی ددی خنډ اصلی لامل هم خارجیان دی او هڅه کړی دی چی په تفرقه اچولو سره پر اسلامی هیوادونو باندی سلطه ولری.

https://avapress.com/vdcjhvevtuqeiiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته