دخپریدو نیټه :جمعه ۲۸ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۵
د مطلب کود : 151710
د ماتی تجربو څخه د بریالیتوب راتلونکی پوری

 

 

 

د افغانستان لپاره د اروپا اتحادیه نوی استراتژی ددی اتحادیی ۲۸ غړیو هیوادونو د خارجه وزیرانو په واسطه تصویب سو.

د سولی پروسی پیاوړۍ کونه، په سیمه کی امن او ثبات منځته راوړنه، دموکراسی تامین، قانون تنفیذ، حقوق بشر وضعیت ښه توب، حکومتداری ښه کیدنه، د ښځو رشد او پیاوړۍ کیدنه، بشری او اقتصادی رشد څخه ملاتړ او مهاجرات آزموینو ته رسیدګی د افغانستان لپاره د اروپا اتحادیی استراتژی د لومړیتوبونو څخه عنوان سو.

اروپایی اتحادیی خارجه وزیران په افغانستان کی د خراب اقتصادی او امنیتی وضعیت په درک سره او د هغه هیواد حکومت شکاره اراده د ارزښتناکو اصلاحاتو راوستلو لپاره پر افغانستان باندی د نړیوال ټولنی توجه او عطف باندی ټینګار وکړ.

فدریکا موګرینی؛ د اروپا اتحادیی خارجی سیاست مسؤول وویل: افغانستان خلګ د سولی او رفاه مستحق دی او زیاته کړه چی دا پروسه باید د افغانانو له لوری رهبری سی او د افغانانو مالکیت لاندی وی.

هغی ټینګار وکړ: د نړۍ او سیمی فعال ملاتړ ددی پروسی څخه حیاتی دی.

د افغانستان خلګ د سولی په پروسه کی هم کولای سی د اروپا پر اتحادیی باندی حساب کړی.

دا استراتژی په داسی حالت کی تصویبیږی چی د ناظرانو په باور، دا اتحادیه هم بیله شکه د اروپا او آمریکا او ناتو او بین المللی او سیمه ایز ملاتړ کوونکو د استراتژیو د ماتو څخه اغیزمند سوی دی او په ځینو برخو کی شاید مستقیمآ مسؤول وپیژندل سی.

داسی په نظر نه رسیږی چی د اروپا اتحادیی نوی استراتژی د افغانستان لپاره، ددی اتحادیی پخوانۍ تګلاره کی کوم بدلون راغلی وی. په نوی استراتژی کی تعریف سوی لمړیتوبونه، د تیرو کلونو څخه، په افغانستان کی ددی اتحادیی سیاستونو اصلی ارکانو څخه دی.

خو آیا اروپا اتحادیه کولای سی ددی استراتژی په تصویب سره افغانستان په وړاندی نوی لاره جوړه کړی او جاری وضعیت ښې لوری ته بوځی؟

دا کلیدی پوښتنه ده او که د اروپا اتحادیه غړۍ هیوادونه  دهغه لپاره، مشخص ځواب ونه لری او آمریکا په شان، خطا او آزمویل سوی تګلاره باندی، ددی استراتژی منفی او مثبت پیښو ته په صبر پاته سی، ناهیله کوونکی وضعیت بدلون لپاره به هیڅ هیله شتون ونه لری.

که څه هم تصور نه کیږی چی دا نوی استراتژی، د افغانستان په وړاندی د اروپا اتحادیی سیاستونو کی نوی بدلونونو څخه وی؛ خو ددی نهاد ټینګار پردی دوو موضوع باندی چی د سولی پروسه څخه باید ملاتړ وسی او افغانانو په مالکیت مخته یوړل سی او اساسی اصلاحات هم د افغانستان دولت له لوری، ددی شکاره کوونکی دی چی دا دوه موضوع، ددی استراتژی دوه اصلی رکن دی.

دا په داسی حال کی دی چی د کارپوهانو په باور، د اروپا اتحادیه د هغه مرجع په حیث چی لوی او دروند سرمایه ګذاری د افغانستان سولی پروسی باندی کړی او بیله شکه، لوی هیلی هم ورڅخه لری، که یو معتقد او متعهد صادقانه و یو افغانستانی سولی پروسی سره او د افغانانانو مالکیت لاندی دی، ددی مقصد تحقق په منظور او افغانستان مشخص هیلو پوره کیدو لپاره ددی پروسی څخه، باید د کابل سیاستونو سره په دی برخه کی مرسته او هملاریتوب وکړی. د کابل مهم غوښتنه په حاضر حال کی دادی چی پاکستان د تروریزم اصلی ملاتړ کوونکی او په افغانستان کی جاری بدبختیو اصلی لوی عامل په حیث، خپل تګلاری ته بدلون ورکړی او د تروریزم ملاتړ څخه لاس واخلی او په افغانستان کی ناامنی رامنځته کولو څخه هم لاس واخلی.

بیله شکه، د اروپا اتحادیه هم د آمریکا په شان د پراخ او اغیزمندو امکاناتو څخه برخمن دی چی د هغه څخه په ګټه اخیستنی سره کولای سی اسلام آباد مجبور کړی چی د افغانستان په وړاندی خپل تګلاری ته بدلون ورکړی او په دی ترتیب، په افغانستان کی سولی پخوانی ایده تحقق کړی.

د افغانستان له لوری داخلی اصلاحاتو په برخه کی هم د اروپایی اتحادیی څخه لوی هیلی شتون لری.

دا اتحادیه او ۲۸ غړۍ هیوادونه یی، د افغانستان دولت سره لوی مرسته کوونکو څخه دی. ځینی ددی هیوادونو څخه، زموږ په هیواد کی سلونه نظامی ځواکونه لری او کابل دولت سره په میلیاردونو دالر مرسته کړی دی.

بناپردی، دا اتحادیه او هر یو پیاوړۍ غړۍ یی که اراده وکړی کولای سی کابل دولت تر فشار لاندی راوړی ترڅو خپل تعهداتو ته د اساسی اصلاحاتو، فساد سره مبارزی، ښه حکومتداری، قانون حاکمیت او دموکراتیک چلند باندی تعهد په برخه کی خپل تعهداتو په ښه او صادقانه توګه عمل وکړی.

یواځی په دی صورت کی دی چی په افغانستان کی د اروپا اتحادیی نوی استراتژی دوه اصلی رکن یعنی سولی او داخلی اصلاحات منځته راسی او جاری خراب وضعیت، ځای یو بریالیتوب او ښه وضعیت ته پریږدی.

https://avapress.com/vdca66n6w49nm01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته