دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۴
د مطلب کود : 151882
افغانستان د داعش جولانګاه؛ حکومت تورن دی

 

 

مجلس نمایندګان، حکومت د اخیرو بریدونو نه مهار لپاره په کوتاهی باندی تورن کړ.

د مجلس ځینی نمایندګان دا بریدونه د پنځم پایی کار وبلل او ځینی نور هم ټینګار درلود چی امنیتی ځواکونو استخباراتی او مدیریتی ضعف، د دشمن بریدونو د ډیریدو سبب ګرځیدلی دی.

ظاهر قدیر؛ د مجلس غړۍ وویل چی اخیر تروریستی بریدونه بالخصوص پر مساجدو باندی بریدونه، د پنځم پایو کار دی او طالبان داسی بریدونه نه سی ترسره کولای.

ښاغلی قدیر ځینی حلقات د ریاست جمهوری په ماڼۍ کی تورن کړ چی د هغه په وینا، قصد لری د افغانستان خلګو په منځ تفرقه واچوی او دا ډول په افغانستان کی د امریکا داعش سازی پروژه پیاده کړی.

لالی حمیدزی؛ د مجلس بل غړۍ وویل: په هیواد کی خطرناک لوبی روان دی او حکومت په توطئو کی لاس لری.

ښاغلی حمیدزی، معصوم ستانکزی او یو خاص حلقه په ریاست جمهوری کی د مملکت همه کاره او خارجی اجنت وبلل چی د هغه په وینا، طالبان او داعش څخه ملاتړ کوی.

ځینی نمایندګان هم امریکا د امنیتی نهادونو سره د مرستی نه کولو باندی تورن کړ او د کابل او واشنګتن امنیتی توافقنامی لغوی غوښتونکی سو.

په دی منځ کی د مجلس نمایندګانو صریح هشدارونه په افغانستان کی د داعش ورځ په ورځ خطر ډیریدو لپاره، تراوسه مشخص نه دی چی د داعش خطر د غربی هیوادونو لپاره چی په افغانستان کی د تروریزم سره مبارزی په بهانی سره نظامی پایګاوی لری او همدارنګه خپله دولت او افغانستان امنیتی دستګاوی په کوم اندازی سره جدی دی.

که غربی هیوادونه د آمریکا په مشری په افغانستان کی تروریزم سره نظامی مبارزی مسئولیت په غاړه لری، ولی تروریستی بیلابیلو ډلو په منځ توپیر کوی او ددی ډلو څخه راولاړ خطرونه استراتژیک او غیری استراتژیک باندی ویښی؟

دا په داسی حال کی دی چی تجاربو په اساس په عراق او سوریه کی، په دی هیوادونو کی داعشی تروریزم خطر ته غیری استراتژیک او غیری جدی کتنه، څخه دخارجی نظامی ائتلافونو او څخه ملی دولتونو له لوری، په نتیجه کی ډیر درانده لګښتونه د تروریزم سره مبارزی مدعیانو په لاس کی ایښی دی؛ هغه دولتونو او ائتلافونه چی البته له بل لوری خپله په عراق او سوریه او شاید په افغانستان کی د داعش سره ملاتړ باندی تورن دی.

له بل لوری، هغه خدمت چی داعش په اصطلاح سره  تروریزم ضد جبهو د آمریکا په مشری، ته په افغانستان او خاورمیانه کی کوی هم دادی چی یو ځل بیا خاورمیانه کی ، نظامی حضور او سیاسی سلطی ساتنه او همدارنګه نفتی منابعو تاراج د هغه امریکایی مرګباره اسلحوپه وړاندی چی اعرابو ته او نورو هیوادونو ته د غرب ګټو او ارزښتونو په اساس نظام رامنځته کونی لپاره ورکول کیږی، زمینه رامنځته کړی دی.

د داعش سره مبارزی معادله هم په افغانستان او هم په نورو هیوادونو کی ډیر ساده دی او دا هغه څه نه دی چی تروریزم سره مبارزی ائتلاف د آمریکا په مشری د کولو توان څخه وتلی وی. دا معادله په دی اساس ولاړ دی چی داعش مشخص مراکزو او پایګاوو سخت بمباران سربیره، آمریکا هم پیمانه رژیمونه لکه ترکیه او سعودی عربستان او اردن او قطر او امارات او پاکستان او... هم د داعش مالی شاهرګونه ددی ډلی سلطی لاندی په برخه کی تولید کیدونکی تیل یا نفتو رانیول بندولو سره د هغوی تجاری لاسته راوړنه قطع کړی او له بل لوری خپل مرزونه د هغه زرهاوو تروریستانو په وړندی چی په آزادانه توګه د اروپا او آمریکا او ټول نړۍ څخه ترکیه او پاکستان او نورو هیوادونو ته چی داعش قلمرو سره هم مرزه دی او هلته د داعش سره یوځای کیږی، بند کړی.

په افغانستان کی هم همدا وضعیت ادامه لری. پاکستان سره هیواد مرزونه د تروریزم نفوذ لپاره اسان امکانات رامنځته کړی دی. بیله هغه په زرهاوو خارجی تروریستان څنګه خپل کورنیو سره د هیواد په بیلابیلو سیمو کی ځای پر ځای کیږی او وروسته سپین او تور بیرقونه پورته کوی او تروریستانو سره بیعت اعلانوی؟

آیا دا به عاقلانه خبره وی چی دا پیښی د آمرکیا اوآمریکا متحدانو جاسوسی سیستم څخه لیری په افغانستان او سیمه کی د هغوی اطلاع نه بغیر صورت نیسی؟

آیا خپله داعش تروریزم پراختیا تلوینی تاییدولو شکاره کوونکی نه دی؟

د تروریزم سره صادقانه مبارزی لمړیو لوازمو څخه یو همدا ساده څو پوښتنو ته ځواب ورکول دی؛ هغه څه چی نه دولت کولو ته زړه ښیی او نه خارجیان.

https://avapress.com/vdcaa6n6u49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته