دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۲۱
د مطلب کود : 151931
په افغانستان کی د غرب ۱۶ کاله خونړیزه حضور

 

 

د یو څه وخت او موقت آرامتیا وروسته بیا هم د انتحار او چاودنو تور بادونه راغله او د څوهم ځل لپاره زموږ بیګناه خلګ د ماتم پر اور کښینول. د هیواد اخیرو چاودنو په اړه بیلابیل نظریی شتون لری.

په نظریو کی یو نظر ډیر د نورو څخه توجه ټولوی او شاید په وړاندی سوی نظریو کی د ټولو نه سمه وی.

یاد نظر، دا ضد بشری فعالیتونه د داعش تروریستی ډلی کار بولی او په دی باور دی چی داعش په عراق او سوریه کی د سخت ماتی په دلیل، په خشم راغلی او خپل خشم د افغانستان بی ګناه خلګو باندی خالی کوی بالخصوص ددی هیواد شیعیانو باندی.

د پوهانو دا ډله، په افغانستان کی جاری جنګ د سیمه ایزو قدرتونو یو نیابتی جنګ بولی چی دا سیمه ایز متخاصم دولتونه، د لوړ امنیت او اطلاعاتی تواناییو له امله، د یو جغرافیایی قلمرو ته د نفوذ توان نه لری، نو د همدی لپاره د سیمه ایزو ملتونو باندی سرمایه ګذاری کوی او د افغانستان په شان کمزوره او ضعیف هیوادونه خپل نیابتی جنګ ډګر ګرځوی.

په دی منځ کی د افغانستان اوسنۍ دولت موضع ګیری د ډیرو صاحب نظرانو په باور، ډیر ضعیف او د ملی او خلګو ګټو څخه لیری په نظر رسیږی؛ ځکه چی دا دولت د ټولو ضعفتیا او ناتوانیو سره سره، نه دی غوښتی ترڅو خپل بی طرفی په سیمه ایز او نړیوال جاری تعاملاتو کی وساتی او همدا د افغانستان په نیابتی جنګ کی د یولوری نیونه، د افغانستان خلګو او حکومت په زیان تمام سوی دی.

د ولسمشر غنی اظهارات د آمریکا سره امنیتی پيمان امضا په وخت کی ټوله په یاد لرو چی هغه په څه شوق او شور سره د افغانستان بی طرفی څخه په سیمه ایز او نړیوال جاری وضعیت کی نیوکی کولی او په څه قاطعیت او صلابت سره د آمریکا او ځینی سیمه ایز دولتونو لکه عربستان سعودی سره خپل د یو متحد افغانستان په حیث خپل ملاتړ اعلان کړ.

د ډیرو پوهانو په باور، شاید ولسمشر په همغه وخت کی تود وو او ناتو او آمرکیا سره استراتژیک پیمان امضا کی ذوق وهلی سوی وو او افغانستان دولت او خلګو ته د یاد پیمان پیامدونو او نتیجی ته توجه نه درلود.

لابد ولسمشر او شاید نور خوش باوران ګمان کوله چی آمریکا او متحدان یی خپل عهد او پیمان باندی پایبندی لری او افغانستان ملت او دولت سره دهغوی خبرو په اساس، د دشمنانو او رقیبانو په وړاندی مرسته او یاری کوی.

د پوهانو په باور، ولسمشر او هغه سره ټیم همدا آمریکا باندی هیله مندتوب او باور له امله په قاطعانه توګه بی طرفی څخه کرکه درلود او د غرب بلوک آو ځینی سیمه ایز هیوادونو لکه سعودی عربستان څخه دفاع کوله او د افغانستان بی طرفی یو عجیب او بی ګټی پدیده بلله.

خو اوس چی امنیتی پیمان امضا سوی دی او د آمریکا او متحدانو مرکب هم د اوبو څخه اوښتی دی او امریکا او اروپایی متحدان یی خپل هیڅ عهد باندی عمل ونه کړ او برعکس خپل استعماری ګټو په اساس، افغانستان د اور او وینی په بیغوله باندی بدل کړ، هم ولسمشر او هم هغه کسان چی په افغانستان کی په آمریکا او اروپایی متحدانو حضور باندی زړه خوښ کړی کړی وو، په ښه توګه پوهیدلی دی چی د غرب بلوک سره تعاملاتو کی څخه لوی او جبران ناپذیره خطا ترسره کړی دی.

اوس چی په افغانستان کی د غرب حضور څخه ۱۷ کاله تیریږی بالخصوص د ملی وحدت حکومت دا څوکاله، د افغانستان خلګ د یوسخت ناامنه او بی ثباتی اقتصادی او نظامی او ټولنیز وضعیت شاهدان دی؛ هغه هیواد چی انتحار او چاودنی پکښی بی حده اود آسمان څخه یی اور او تباهی اوری؛ په افغانستان کی د آمریکا او متحدانو زورګویانه او غیری مسئولانه حضور یواځی یو ګوښه دی.

پوهان په دی باور دی چی ددی وضعیت څخه د خلاصون یواځنۍ لاره خارجیانو ته شا اړول او خپل خلګو او خلګو توانیو او دا هیواد ته توان ته بیرته ګرځیدنه ده.

د پوهانو په باور، د افغانستان خلګ او دولت د بیګانه ځواب ورکولو سره خپل هیواد د اور په جهنم باندی بدل کړی دی، کولای سی خپل ملی ګټی د یو مردم سالار نظام شالوده په حیث طرحه ریزی کړی او د ډیرو دولتونو او دولتمردانو په شان چی خپل هیواد او خلګو ګټی په راس کی قرار ورکړی دی او د نورو هیوادونو ګټو څخه ترجیح ورکوی، خپل دولت او حکومت بیرته جوړونی او اصلاح باندی همت وکړی او د ډیرو هیوادونو په شان د همدی بیمار او منفعل دولت دننی څخه، یو حکومت او دولت پر کار راولی ترڅو د افغانستان او افغانستان خلګو ګټو په اساس کا روکړی.

ولی که افغانستان خلګ او دولتمردان توجه ونه کړی او همدا وضعیت ته همداسی ادامه ورکړی، هیڅ شک شتون نه لری چی وضعیت به سخت خرابی لوری ته ولاړ سی او هیڅ هیواد زړه به افغانستان لپاره ونه سوځی او رحم به ونه کړی.

https://avapress.com/vdcfmydyyw6dt1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته