دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۸
د مطلب کود : 151975
رکس ټېلرسن په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغلی او محمد اشرف غني سره کتلی دي
رکس ټېلرسن د ولسمشر اشرف غني، له اجرائیه رئیس عبدالله او د ملي امنیت له سلاکار خنیف اتمر سره په لیدنو کې د افغانستان لپاره د امریکا د اعلان شوې ستراتیژۍ پر تطبیق ټینګار کړی دی.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، له د افغانستان جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی، رکس ټېلرسن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له لوړ پوړو افغان چارواکو سره کتلي دي.
 خبر پانه زیاتیوی، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ښار ته د خپل سفر پرمهال وویل، چې امریکا به د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې ستراتیژۍ د عملي کولو لپاره له ټول قوت څخه کار واخلي.
سرچینو وایی، چې رکس ټېلرسن د دوشنبي پروځ له غرمې مخکې د ولسمشر غني په ګډون، له لوړ پوړو افغان چارواکو سره په کتنه کې دغه موضوع مطرح کړې ده.
خبر پانه ویلی، یاد ناسته په ارګ کې ترسره شوه چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او نور چارواکي پکې حاضر وو.
خبرپاڼه زیاتیوی، چې ولسمشر محمد اشرف غني د افغانانو په استازیتوب رکس ټېلرسن ته د ستراتیژۍ د عملي کېدو په برخه کې هر اړخیز ډاډ ورکړ.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سیمې او په ځانګړې توګه، د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو د ستراتیژۍ د تطبیق په برخه کې د عملي ګامونو د اخېستلو غوښتنه مطرح کړه.
@avapress_ps

https://avapress.com/vdcd5f0fkyt0kn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته