دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۳ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۱
د مطلب کود : 152027
کابل برید په وړاندی حکومت سرانو دوه ګونۍ غبرګون

 

 

ملی وحدت حکومت مشران د بیل بیانیو په لړ کی د مارشال فهیم پوهنتون کارمندانو موټر باندی برید غندلو ترڅنګ، دا برید په وړاندی بیلابیل غبرګونونه وښوده.

ولسمشر غنی په خپل بیانیه کی وویل: تروریستان او ملاتړ کوونکی یی چی د هر وخت څخه په انزوا کی قرار نیولی دی او جنګ ډګر ټول برخو کی ماته خوړلی دی، په اخیرو ورځو کی د رعب او وحشت فضا رامنځته کولو په مقصد، په هیواد کی ملکی کسان او مساجد د هیواد په بیلابیلو برخو کی تر هدف لاندی نیولی دی.

ولسمشر وویل چی حکومت او افغانستان خلګ د دومره لږ تروریستی ډلو اقدامونو څخه به ونه بیریږی او سولی، ثبات، پراختیا او انکشاف ته رسیدو لاری ته به ادامه ورکړی.

 

هغه وویل: افغانستان به هیڅ وخت د افراط ګرایانو تاریک فکرونو لپاره امن ځای نه سی، د افغانستان خلګ او حګومت به دا جریانونه له منځه یوسی.

عبدالله عبدالله؛ اجرایه رییس په بیل غبرګون او معنا دار غبرګون کی ویلی: تروریزم ښه او بد مرز او راضی او ناراضه مرز نه لری!

کارپوهانو ارزونی شکاره کوی چی ولسمشر غنی او اجرایی رییس معنادار بیلوالی او توپیر د کابل تیری ورځی برید په نسبت، شتون لری؛ هغه غبرګونونه چی د عملی پیامدونو او تبعاتو په اساس ورته وکتل سی، بیله شکه، ژور توپیر پکښی لیدل کیږی.

ریاست جمهوری، د کابل برید غندنی سربیره، همدارنګه د سولی او ثبات او پراختیا او انکشاف لاری باندی ټینګار وکړ.

دا همغه څه وو چی د اجراریی رییس په غبرګون کی نفی سو. ښاغلی عبدالله ویول چی تروریستان حد او مرز، ښه او بد او راضی او ناراضی نه لری؛ ډیر زهرداره او درانده طعنه د کرزی وخت ګټه اخیستنی ادبیتو د تروریستانو په وړاندی او هم اشرف غنی ټیم سولی سیاستونو په وړانی سخت نیوکی وو.

د پوهانو په باور، دا بیلوالی، د عبدالله او اشرف غنی په نظرونو کی په هیواد کی د تروریزم سره مبارزی په برخه کی دی.

د ښاغلی غنی په نظر، سوله هغه لاره ده چی باید ادامه پیدا کړی؛ حتی که نه راضی کیدونکی تروریستان، ددی هڅو ځواب په ښارونو او مساجدو او ځواکونو پایګاوو او سیمه ایز اداراتو کی بمب او راکت او انتحاری سره ورکړی.

د ښاغلی غنی اخیر غبرګون په دی معنی وو چی د سولی او ثبات او پراختیا او انکشاف لپاره به باید ډیر قربانی ورکړل سی، ډیر پایګاوی باید له منځه ولاړ سی، ډیر سرتیری شهیدان سی او ډیر لمونځ کوونکی په مساجدونو کی په شهادت ورسیږی ترڅو د ښاغلی غنی سولی خوب حقیقت ته واوړی.

په بل تعبیر سره، هغه څه چی اوس په هیواد کی روان دی، د ولسمشر د نظر وړ سولی نتیجه ده!

خو د ښاغلی عبدالله په نظر؛ دا ډول نه دی. تروریستان د نابودی وړ دی. هغوی باید خپل ډار اچونی او جنایتونو نتیجه ووینی او له منځه ولاړ سی.

په ټول هیواد کی پایګاوی یی بیله کوم ملاحظه تر برید لاندی راسی، د هغوی امنیت او مصونیت له منځه ولاړ سی او د نظام دننی خیانت کوونکی مزدوران افشا او رسوا او بدنامه سی او د تروریزم په وړاندی قربانی خلګو په وړاندی، عدالت محکمو کی حضور پیدا کړی.

ددی توپیرونو شتون سربیره، بیله شکه هغه څه چی غلبه لری ادامه به پیدا کړی، هغه نظر چی اشرف غنی هغه تائیدوی.

بنا پردی تروریستان همدارنګه ترور او وینی تویونی او خلګ وژنو ته به ادامه ورکړی؛ خو په دی حال کی، خو په عین حال کی، د سولی بی رمق قطار به همداسی، خپل بی هدف لاری ته ادامه ورکړی.

دا چی ددی پروسی نتیجه به څه وی، هیڅوک نه پوهیږی؛ شاید یو ورځ سوله رامنځته سی، هغه ورځ پوری به ډیر امنیتی سرتیری او خلګ وژل سوی وی او نور د ژوند ادامه پیدا کولو لپاره هیڅ هیله پاته نه وی.

په هغه وخت کی، که سوله هم رامنځته سی، یواځی به یو اړخیزه او تروریستانو په ګټه به وی؛ لکه چی د ګلبدین حکمتیار سره سولی په برخه کی ترسره سره.

https://avapress.com/vdcciiqsm2bqpx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته