دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۲۵
د مطلب کود : 152078
کوم یو ګواښ دی؛ داعش یا که خلګو مسلح ډلی؟

 

 

د عراق لمړۍ وزیر حیدر عبادی مطبوعاتی دفتر، ښاغلی عبادی ته نږدی یو مقام څخه نقل سره د آمریکا خارجه وزیر اظهاراتو په اړه د شعبی حشد لپاره، حیرانی ښودلی دی.

ددی مقام څخه په نقل سره راغلی دی: هیڅوک د عراق داخلی چارو کی د مداخلی حق نه لری.

دا عراقی چارواک وایی چی حشد شعبی ځواکونه، هغه عراقیان دی چی د خپل هیواد دفاع لپاره ډیر لوی قرباني ورکړی دی.

رکس تیلرسون د یکشنبه په ورځ د خپل سعودی سیال عادل جبیر سره په مشترک خبری ناسته کی د عراق خلګو مسلح ډلو څخه وغوښتل چی خپل کورونو ته وګرځی!

ښاغلی تیلرسون، د ایران پاسدارانو سپاه تورن کړ چی سیمه د شبه نظامی ډلو څخه په ملاتړ سره نابودی لوری ته وړی دی.

مخکی محمد جواد ظریف د ایران خارجه وزیر هم په خپل غبرګون کی د آمریکا خارجی سیاست شرم آور بللی او ویلی دی: که د حرم څخه دفاع کوونکو فداکاری نه وای اوس به په دمشق، بغداد او اربیل کی د داعش دولت مستقر وای.

ښاغلی ظریف پوښتنه وکړه: هغه عراقیان چی د پل کور او کاشانه څخه دفاع لپاره د داعش په وړاندی دریدلی دی، دقیقآ کوم هیواد ته وګرځی؟

پوهان وایی چی د تیلرسون آخیر سفر ماموریت د عراق په اړه، د حشد شعبی راتلونکی په وړاندی توطئه وو.

امریکا ددی څخه اندیښنه لری چی دا ځواک د ایران په شان یو بل پاسدارانو سپاه ته په عراق کی بدل نه سی. دا حقیقت دی. امریکا اندیښمند دی؛ ددی لپاره اندیښمند دی چی عراق هم د ایران په شان، یو نظامی قدرتمنده ځواک سره ددی هیواد رسمی امنیتی نهادونو ترڅنګ راڅرګند سی.

ددی څخه د امریکا اندیښنه، دومره دی چی د په سیمه کی د داعش قدرت نیونی څخه واشنګتن اندیښنی تظاهر سره د مقایسی وړ نه دی.

په بل عبارت سره، آمریکا کولای سوای داعش کلونه کلونه په سیمه کی وزغمی او دا، د واشنګتن رهبردی استراتژیک مقاصدو څخه په خاورمیانه کی وو؛ خو د حشد شعبی په شان ځواکونو رامنځته کیدنه، دا امکان د هغوی څخه واخیسته.

څیړونکی په دی برخه کی یو ناهیریدونکی حقیقت ته اشاره کوی: هغه حقیقت چی د داعش په اړه د آمریکا پخوانۍ مواضعو کی نغښتۍ وو. هغوی په مکرر توګه پردی باندی ټینګار کوله چی د داعش له منځه وړنه، یو اوږد برنامه ده او امکان لری کلونه اوږد سی!

همدارنګه ځینی استراتژیستان امریکایی فکر خونو کی، د داعش رامنځته کیدنی وروسته په خاورمیانه او اسلام نړۍ کی، د مذهبی ۳۰ کلنی جنګونو څخه خبری کولی چی د کاتولیک او پروتستانت مسیحیانو منځ کی تجربه سوی وو.

دا په دی معنی وو چی داعش، په اسلامی هیوادونو کی د غربی هیوادونو استعماری قدرت دا نقشی اجرا کولو باندی مامور وو؛ خو د حشد الشعبی په شان ځواکونو منځته راتلنه دا امکان او فرصت د هغوی څخه واخیسته.

داعش په عراق کی، هغه وخت ماتی سره مخ سو چی آیت الله العظمی سید علی حسینی سیستانی دام ظله خپل تاریخی وینا ددی تروریستی ډلی په وړاندی جهاد لپاره صادر کړه او په زرهاوو هیواد پرسته عراقیان او مومنین هم دا بیانیی ته مثبت ځواب ورکړ او عراق ځواکونو ترڅنګ د داعش له منځه وړنی لپاره ودریده.

امریکا همغه وخت هم ددی تروریستی ضد ډلی باندی ډیر تورونه لګول ترڅو مخه یی ونیسی؛ خو په نتیجه کی تسلیم سو.

په سوریه کی د عموم پوهانو په باور، آمریکا د داعش له منځه وړنی لپاره آماده نه وو؛ خو هغه چی ولیدل داعش په وړاندی سوریه پیاوړۍ متحدان او حرم څخه دفاع کوونکی ځواکونه، د بریالیتوب په حال کی دی او داعش ماته خوری نو د مجبوری له لاسه، رقه د داعش څخه ونیوله ترڅو د سوریه په راتلونکی کی، د ویلو لپاره ولری او یو برخه د اخیستو لپاره ولری.

کارپوهان وایی چی امریکا اوس په عراق کی د حشد شعبی مقتدر ځواکونو انهدام په لټه کی دی؛ خو د عراق دولت دا قاطع او محکم ځواب دا غوښتی په وړاندی، آمریکا به ناهیلی کړی.

https://avapress.com/vdciyrazvt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته