کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تروریستانو اعدام، د ټولو ژوندی پاته کیدو سره مساوی دی

4 عقرب 1396 ساعت 21:30


سنا مجلس مشر وایی: حکومت باید هغه طالب بندیان چی په دریو محکمو کی اعدام باندی محکوم سوی دی، اعدام کړی.

فضل الهادی مسلمیار؛ د مشرانو جرګه مشر د انس حقانی او طالبانو نورو غړیو اعدام غوښتونکی دی.

مسلمیار ددی جرګی عمومی ناستی په جریان کی وویل: دا کسان باید د بی ګناه خلګو وینی تویولو په خاطر خپل اعمالو سزا ته ورسیږی او حکومت باید دا کار د بی ګناه خلګو وینی لپاره ترسره کړی.

ښاغلی مسلمیار زیاته کړه: زما پیغام و افغانستان حکومت ته دادی چی انس حقانی په شمول طالبانو ټول غړۍ چی هغوی ته د اعدام فیصله راوتلی دی، د خلګو وینی تویولو په خاطر دی اعدام کړی، دا ښه توب او د شریعت حکم دی او خدای حکم دی هغه څوک چی دری محکمی ورباندی د اعدام فیصله کوی، باید اعدام سی.

د حقوقی او اخلاقی او هم تربیتی مسائلو پوهانو په نظر، د هیواد سنا مجلس مشر، انسانی فطرت په اساس خبری کړی دی. لکه څنګه چی پوهیږو انسانی فطرت په انسانی ژوند کی د عدل او انصاف برقراره کولو څخه ملاتړ کوی او داسی نظام او سیستم ته د نړۍ په هر ګوټ کی مثبت رای ورکوی.

د افغانستان ملت هم د هغه ځایه چی هر یو انسان دی او بشری عدالت غوښتنی فطرت څخه برخه لری، هغوی لوی غوښتنه په هیواد کی، یو عادلانه نظام برقراره کیدل دی چی په اساس یی، حق و حق دار ته ورسیږی او داخلی او خارجی تروریستان چی امن یی له منځه وړی دی او نږدی کسان یی ورڅخه اخیستی دی، خپل غیری انسانی اعمالو سزا ته ورسیږی.

دینی تربیتی مسائلو پوهان په دا اړه یعنی د عدالت اجرا پر تروریست مجرمانو باندی، په اصل کی قرآنی اصل دی چی انسانی متعالی او پاک فطرت څخه اخیستل سوی دی.

هغه اصل چی د وحی په کتاب کی قصاص یاد سوی دی او ددی قانون حکمت او اصل هم د فرمان او حکم سره یو ځای بیان سوی دی؛ په هغه ځای کی حکیم خدای په خپل قرآن کی انسانانو ته بالخصوص مسلمانانو ته وایی چی: ستاسو لپاره دی د قصاص، ژوند او حیات حکم اجرا او تطبیق. په دی معنی چی که الهی حکم ته د مجرمانو په اړه غاړه کیږدی او عدالت اجرا کولو لپاره هغوی خپل اعمالو سزا ته ورسوی، په حقیقت کی د نورو انسانانو ژوند ادامه مو تضمین کړی دی.

د طالب تروریستانو او جنایت کارانو اعدام قضیه کی په افغانستان کی هم همدا موضوع دی؛ یعنی دا چی مماشاتو پروسه د افغانستان دشمنانو یعنی داخلی او خارجی تروریستانو لپاره، همداسی ادامه پیدا کړی او د ځینو تبارګرایانه او نژادی ایدیولوژیک مصالح په اساس، همدارنګه د تروریست طالب او هغوی ټولو اعدام سره مخالفت وسی، باید مطئمنه وسو چی دا به خپله د همغی ډلی او طایفی په زیان تمام سی.

داسی په نظر رسیږی چی که د افغانستان دولتمردان حتی که همدی الهی حکم یعنی قصاص ته جدی توجه وکړی او په صادقانه توګه بیله کوم تبعیض سره عملی کړی، د طالب تروریستانو ظالمانه چلند به ډیر کم سی او ددی الهی قانون په عملی کولو کی، دا بحران وهلی هیواد ته امنیت او آرامتیا وګرځی.

له هغه ځایه چی قصاص یو عقلی او انسانی فطرت اصل دی، حتی یو دینی ټولنی پوره منحصر نه دی او هر دولت چی عملی کړی، یو مثبت نتیجی ته رسیږی؛ هغه څه چی په دی انسان محور ټولنه کی هیر سوی دی او موجود انسانان هم زیان یی لیدلی دی او په راتلونکی کی هم به ووینی چی شکاره نمونه یی جنون آمیز او وحشیانه جنایت او تاوتریخوالی په متمدن او مدرن هیوادونو کی هم لیدل کیږی.

په هر حال که زموږ دولتمردان حتی یو ځل دا و آزمویی او د طالب او داعش تروریستانو جنایتونو په وړاندی قصاص عملی کړی، هغه وخت به خپله ددی الهی موثر او استوار قانون معجزه ووینی.


د مطلب کود: 152080

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/152080/د-تروریستانو-اعدام-ټولو-ژوندی-پاته-کیدو-سره-مساوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com