دخپریدو نیټه :شنبه ۶ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۱۳
د مطلب کود : 152159

 

حامد کرزی؛ په افغانستان کی داعش ورځ په ورځ ډیردو څخه اندیښنه ښودلی دی او تهران او کابل مشترک همکاریو غوښتونکی سوی دی.

ښاغلی کرزی چی ایران ته سفر کړی وو، د ایران اعتماد ورځپاڼه سره په خبرو کی ویلی چی په افغانستان کی د داعش نفوذ ډیر سوی ددی. دا ډله په خپلو فعالیتونو سره په افغانستان کی د ډیرو خلګو وژل کیدو او آزار لامل سوی دی.

هغه ټینګار وکړ چی د داعش جریان سره د مبارزی لپاره مشترک همکاری باید د ایران او افغانستان ترمنځ شکل ونیسی. دواړه هیوادونه داعش افراطی جریان څخه متضرر سوی دی.

هغه دی ته په ځواب کی چی آیا آمریکا ددی همکاریو مانع ونه ګرځی، وویل: آمریکا که مانع هم وی ددواړوړ هیوادونو ملی تصمیم مهم دی. موږ باید آمریکا ته اجازه ورنه کړو چی افغانستان او ګاونډیو همکاریو مخه ونیسی. موږ باید آمریکا ته اجازه ورنه کړو چی هیواد کی امنیت راوستلو په وړاندی خنډ وګرځی. موږ باید هغه اقدام ترسره کړو چی په هیواد کی امنیت رامنځته کوی.

ښاغلی کرزی اظهارات د افغانستان او ایران مشترک همکاری لپاره د داعش په وړاندی، په داسی حال کی صورت نیسی چی سیمه ایز مسایلو کارپوهان هم په دی باور دی چی ایران د هغه هیوادونو څخه دی چی داعش ځان په وړاندی یو حقیقی خطر په شان وینی او په همدی دلیل، تراوسه د ډیرو هیوادونو سره چی ددی تروریستی خطر سره مستقیمآ مبارزه کوی، د بیلابیلو لارو ګډون کړی دی چی د ځینی صاحب نظرانو به تعبیر سره، د همغه هیوادونو په راتلونکی کی دی ته مجبوره نه وی چی ددی تروریستی ځواکونو سره خپل هیواد مرزونو دننه وجنګیږی.

داسی ویل کیږی چی د داعش یو اصلی اهدافو څخه ناامنی او بی ثباتی او تکفیر ایدئولوژیک وړل ددی هیواد قلمرو دننی ته دی او دا نکته د لمړیو سیمو څخه چی داعش خپل تروریستی پراختیا لپاره په عراق او سوریه کی ټاکلی وو هم په پوره توګه شکاره وو.

د همدی ارزونی په اساس دی چی ایرانیان تراوسه ایران په عراق او سوریه کی، د نظامی او اطلاعاتو همکاریو له لاری ددی هیوادونو مسلح ځواکونو او ملی دولتونو سره یو ځای حضور لری او په حقیقت کی، او په حقیقت کی خپل مرزونو دننی ته د جنګ او ناامنی مخه نیولو استراتژی یی ساتلی دی او داعش په رهبری د تروریزم پراختیا مخه نیولی دی.

په دی منځ کی، په افغانستان کی د اعش فعالیتونو ډیریدو خبرونو خپریدل، زیاتره پردی چی د ګاونډی او سیمه ایز هیوادونو لکه روسیه، مرکزی آسیا جمهوری دولتونه او تر یو اندازی پوری هند او چین اندیښمند کړی دی، د ایران توچه هم ځانته جلب کړی دی او دا هیواد ددی خطرناک پدیدی قدرت نیونی او پراختیا مخنیوی لپاره، تدبیر او تکاپو ته مجبور کړی دی.

ایران او افغانستان ډیر پراخ ځمکنۍ مرزونه لری، هغه مرزونه چی مخکی له دی هم د انسان قاچاق او مخدره توکو قاچاق له امله د ناامنی شاهد دی، خو په آخیرو کلونو کی په افغانستان کی د داعش فعالیتونو ډیریدو او نفوذ خبرونو خپریدو سره، لویدیځ سیمو څخه چی ایران مرزونو ته نږدی دی هم ګزارشونه رسول کیږی چی په دی سیمو کی داعش خپل جنګی تمریناتو او جلب او جذب باندی مصروفه دی.

اسماعیل خان، جهادی قومانده او هرات پخوانۍ والی، د هغه کسانو څخه وو چی داعش فعالیتونو څخه د هیواد په لویدیځ ولایتونو کی اندیښنه ښودلی دی.

په دی حساب سره، داسی په نظر رسیږی چی ایرانیان د لوړ دلایلو په اساس، په دی برخه کی بدلونونه سخت تر نظر لاندی لری او د همدی لپاره افغانستان امنیتی نهادونو او اطلاعاتی نهادونو سره نږدی همکاری هڅی په لاره اچولی دی. په دی حال کی، نظامی مسایلو کارپوهان وایی چی په نورو هیوادونو کی د داعش په وړاندی مبارزی تجربو له امله او له بل لوری، افغانستان امنیتی ځواکونو استقلال د هر ډول تروریستی خطر په وړاندی په راتلونکی کی، دا خبره هیڅ وخت باید د نظر څخه لیری نه کړو چی هر ډول همکاری باید په رسمی، دیپلماتیک عرف، استقلال حد او مرز رعایت، ملی حاکمیت او ددواړو لورو امنیتی حریم حساسیتونو ته په کتو سره وی.

https://avapress.com/vdciwraz3t1awz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته