دخپریدو نیټه :يکشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۵
د مطلب کود : 152203
په نړۍ کی، د تروریزم په خدمت

د سنا مجلس ځینی غړۍ وایی چی هغه ملایان چی د امنیتی سرتیرو شهیدانو جنازه لمونځ نه وایی باید د طالبانو او القاعده په ټولنه کی حساب سی.

حمد علم ایزدیار؛ د سنا مجلس لمړۍ معاون اخیرآ ټینګار وکړ چی دولت باید هغه ملا امامانو باندی چی د امنیتی سرتیرو شهیدانو جنازه لمونځ څخه خودداری کوی، مکث وکړی او مساله جدی ونیسی.

ښاغلی ایزدیار ټینګار وکړ چی امنیتی سرتیری د اسلام دین د اصولو په اساس د تروریزم په وړاندی د وطن خاوری څخه دفاع کوی او دولت د هغه کسانو سره چی د هغوی جنازی لمونځ نه کوی باید جدی چلند وکړی.

زلنی زلبلی؛ د سنا مجلس بل غړۍ وویلة ملا نه دی حاضر سوی چی د یو افغانستانی جنرال جنازی لمونځ چی په پکتیا کی د طالبانو انتحاری برید په نتیجه کی شهید سوی وو، ووایی؛ دا خپله یو دسیسه ده او ترڅو چی افغانستان خلګ د دولت څخه ملاتړ ونه کړی د هیواد امنیتی وضعیت به ښه والی ونه مومی.

ویل کیږی چی د کابل عیدګاه مسجد ملا امام د ولسمشر غنی په حضور کی نه دی حاضر سوی، ترڅو د پکتیا پولیس قوماندی پرجنازی باندی لمونځ ووایی او دهغه جنازه لمونځ یو امنیتی افسر ویلی دی.

د کارپوهانو په باور، دا پیښه شاید له دوو نظره کم ساری وی او یو تکان ورکوونکی خبر په حساب راسی.

که داسی اخذ صحیح وی چی علما د امنیتی سرتیرو شهیدانو جنازی لمونځ څخه ډډه وکړی، د افغانستان امنیتی سرتیرو اجسادو باندی جنازی لمونځ د شرعی لحاظه حرام بولی، دا کار کولای سی چی افغانستان کی جنګ ابعاد د نظری اختلاف څخه برسیره پراختیا ورکړی.

دا عمل د عالمانو له لوری ددی ښکاره کوونکی دی چی دا ډله هم یو حقیقی افراطی جریان باندی بدل سوی دی او ددی ډلی خطرناک افراطی ایدئولوژی نفوذ، ددی توان لری چی سولی پروسه او حتی په افغانستان کی کلتوری همزیستی او سیاسی ثبات راتلونکی د جدی مشکلاتو سره مخ کړی.

له بل لوری د دینی عالمانو دا چلند شکاره کوی چی تکفیری تروریزم عقیدتی-سیاسی ایدئولوژی، د علما په منځ کی نفوذ کړی دی او ددی ډلی چلند د اسلام څخه افراطی او وهابیت قرائت په اساس اخذ کیږی.

د پوهانو په باور، که دا اخذ صحیح وی، د هر ډول تروریستی افراطی ډلو سره سوله نه یواځی چی غیری ممکن دی؛ بلکه له بل لوری، حتی هغوی سره جنګ نور هم تشدیدلای سی او دا هغه څه دی چی د بحران موج تردی نور هم خطرناک کوی.

دولت ددی ترڅنګ چی سوله د اوسنۍ وضعیت څخه وتلو لاره بولی، له بل لوری، د خلګو، عمومی افکار، رسنۍ، مدنی ټولنی او بین المللی ټولنۍ مجاب لپاره که کیږی هم، هر وخت ټینګار کړی دی چی طالبانو سره مصالحه، د اخیرو لاسته راوړنو ساتنه، هغه اساسی قانون ته احترام شتون او القاعدی شبکه سره د اړیکو پری کیدل دی؛ خو اخیر پیښی شکاره کوی چی مشکل یواځی طالبان نه دی بلکه تروریستان او د هغوی اعمال د هغه علمانوو په شان چی د فکری لحاظه تروریستی نظر لری، د افغانستان دولت او خلګو سره ایدئولوژیک مشکل لری او هغوی اړیکی نه یواځی د تروریزم څخه نه دی پری سوی؛ بلکه د تروریستانو سیاسی او عقیدتی تګلاره او هغوی په منځ کی تندرو سلفی او افراطی جریانونه، نافذ او ژور سوی دی.

له بل لوری، که څه هم د افغانستان دولت سولی استراتژی کی هغه طالبانو لپاره چی سولی پروسی سره یوځای سوی دی معلوم نه دی چی کوم امتیازات په نظر کی نیول سوی دی؛ خو د طالبانو فکری منظومه کی افراط ایدئولوژی ځای پرځای کول د هغوی سره هملاری علماوو په شان د نورو څیزونو سره، ډیر سخت کار دی؛ خو اخیر پیښو په کتو سره، د هر کار څخه سخت، د اسلام او شریعت څخه هغوی انحرافی قرائت څخه د تروریستانو او هغوی همفکرانو بیلول دی.

په دی حساب ایا د سولی راتلونکی ته به هیله مند یو؟

https://avapress.com/vdciurazpt1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته