دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۱ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۴۵
د مطلب کود : 152458
امنیتی ځواکونو تلفاتو آمار پټونه؛ خیانت که مصلحت؟

په افغانستان بیا جوړونی لپاره امریکا خاص څیړونکی دفتر(سیګار) وایی، واشنګتن توافق کړی دی چی د افغانستان امنیتی ځواکونو تلفاتو په اړه معلومات پټ وساتی.

جان ساپکو؛ د آمریکا خاص څیړونکی د افغانستان بیا جوړونی لپاره د دوشنبه په ورځ وویل، د افغانستان امنیتی ځواکونو تلفاتو په اړه اطلاعاتو نه شریکول، کولای سی دا ځواکونو باندی نظارت لپاره خنډ وګرځی.

هغه وویل: آمریکا نظامی ځواکونه هغه ته ویلی دی چی افغان امنیتی ځواکونو تلفات افغانستان حکومت پوری اړه لری او حکومت دا غوښتنه کړی دی چی دا آمار دی پټ وساتل سی.

ساپکو وایی، دا اقدام کولای سی چی سیګار اداری توان د پرمختیا او ناکامی په اړه ګزارش ارائه کولو لپاره خنډ وی.

سیګار وویل چی د آمریکا ۱۲۱ میلیارد دالر ۶۰ سلنه چی د ۲۰۰۲ څخه تراوسه په افغانستان کی په مصرف رسیدلی دی، افغان امنیتی ځواکونو ته ورکول سوی دی.

هغه وویل، د ۲۰۱۵ کال څخه راهیسی دا دوهم ځل دی چی آمریکایی ځواکونه د امنیتی قواوو تلفاتو په اړه معلومات نه علنی کوی.

امنیتی مسایلو کارپوهان ددا امریکایی مقام ادعا تائیدوی او وایی چی امنیتی ځواکونو شهیدانو آمار او ددی ځواکونو کی شته او حضور سرتیرو آمار، یو مبهم مساله او پوښتنه منځته راوړونکی دی او د افغانستان جنګ معما او ابهام ابعاد شکاره کوی.

امنیتی نهادونه د افغانستان نظامی ځواکونو تلفاتو په اړه چی تروریستانو سره په جنګ ګی شهید کیږی، یو ګمراه کوونکی ځواب لری؛ هغوی وایی چی هر امنیتی اداره، خپل ځواکونو ورځنۍ تلفاتو شمیر د هر امنیتی پيښی وروسته، رسنیو سره شریکوی.

دا ځواب په ظاهر کی شکاره کوی چی امنیتی ادارات خپل امنیتی سرتیرو تلفاتو په اړه دقیق ګزارش ارائه کولو څخه، کوم بیره او هراس نه لری؛ خو حقیقت دادی چی دا کار، ټول حقیقت نه شکاره کوی.

مثلآ هغه وخت چی د ټولو امنیتی ځواکونو تلفاتو په اړه په یو معین وخت یعنی شپږ میاشتی یا هم یو کال کی پوښتنه وسی، بی لکه شکه، کوم روشانه ځواب نه لری؛ ځکه چی یا نه پوهیږی چی څومره سرتیری تردی وخت پوری ژوند له لاسه ورکړی دی او یا هم پوهیږی او نه غواړی چی علنی کړی؛ همغه څه چی جان ساپکو هم ورباندی ټینګار کوی.

هغه وخت چی داخلی امنیتی ادارات داسی وی، روشانه دی چی ناتو او امریکایان، هیڅ مسؤولیت په دی برخه کی په غاړه نه اخلی.

په داسی حال کی چی سیګار استدلال په اساس امریکایی ځواکونه باید امنیتی ځواکونو دقیق سرشمیرنی څخه چی مالی او تسلیحاتی ملاتړ یی کوی خبر وی؛ خو ددی پوهی سربیره، د یو حقیقی آمارو ارائه کولو کی خودداری کوی، روشانه دی چی مخکی په دی برخه کی افغانستان دولت او امنیتی نهادونو سره توافق کړی دی.

په دی حساب، امنیتی مسایلو ناظران پوښتنه کوی چی کوم دلیل د آمارو پټولو لپاره شتون لری؟ آیا دا اقدام خیانت دی یا که مصلحت؟

ځینی کارپوهان وایی چی افغانستان دولت، ددی سیاست په سیوری کی، د دشمن سره جنګ کی امنیتی ځواکونو روحیه ساتلو په لټه کی دی؛ ځکه چی نور ځواکونه که چیری د تلفاتو په اړه خبر سی، شاید د هغوی ایمان او اراده کی تزلزل رامنځته سی او دا کار دولت کمزوری او دشمن پیاوړۍ کیدو سبب وګرځی.

په دی اساس، ددی ځواکونو تلفاتو آمارو کی پټونه، یو مصلحت حسابیږی.

په دی منځ کی، ځینی نور پوهان په دی باور دی چی تروریستی دشمن سره جنګ کی د امنیتی ځواکونو تلفاتو دقیق شمیر نه خپریدل، امنیتی نهادونو ناکارآمدی او فساد شکاره کوونکی او په دی برخه کی د یو مشخص راهبردی نه شتون شکاره کوونکی دی.

د هغوی په باور، دا نهادونه په دومره اندازی سره ناکارآمده او بی برنامه دی چی حتی د امنیتی ځواکونو تلفاتو شمیر ګزارش ارائه کولو لپاره هم ناتوانه دی.

که دا اخذ صحیح وی، ددی ځواکونو تلفاتو کی پټونه، نه یواځی مصلحت نه دی؛ بلکه خیانت دی؛ ځکه افغانستان خلګو دقیق پوهی مخه نیولی دی او له بل لوری، جنګ لپاره دفاعی او امنیتی راهبردی او تروریزم سره مبارزی او په دی برخه کی احتمالی کمیو شتون ته رسیدګی باندی منفی اثر کوی او د دشمن په ګټه تمامیږی.

حقیقت هرڅه وی، هغه څه چی اوس جریان لری چی امنیتی ځواکونه هر کال ډیر تلفات ورکوی او وضعیت د هغوی په ګټه نه دی؛ بناپردی، د تروریستی دشمن په وړاندی د هغوی بریالیتوب، باید کارآمد او موثر زړه سواند، مسؤولانه او تمهیدات او تدابیر ته فکر وسی او مهم د هرڅه څخه چی همدا اوس څخه هر امنیتی سرتیری ته د قربانی په سترګه ونه کتل سی.

https://avapress.com/vdcamun6a49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته