دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۳
د مطلب کود : 152487
پاکستان او تروریزم څخه ملاتړ لګښت

 

 

یو حکومتی سرچینه ویلی دی چی ملی وحدت حکومت مشران د سازمان ملل امنیت شورا تحریمونو کمیتی مشر خیریت عمروف سره په لیدنه کی ددی سازمان تورلیست کی ځینی پاکستانی جنرالانو نومونو درجیدو غوښتونکی سوی دی.

دا سرچینه زیاته کړی: دوه ورځی مخکی لیدنه کی افغان چارواکی په روشانه توګه د پاکستانی جنرالانو نومونه چی تروریستی ډلو ملاتړ کوونکی دی امنیت شورا تعزیراتو کمیتی ته سپارلی دی.

ددی سرچینی معلومات په اساس، حکومت مشران ددی لیست سپارلو ترڅنګ، هغه اسناد او مدارک چی تروریستی ډلو څخه پاکستانی جنرالانو ملاتړ ثبوتوی هم د سازمان ملل امنیت شورا تحریمونو کمیته مشر سره شریک کړی دی.

تراوسه افغانستان حکومت رسمی سرچینی په دی اړه څه نه دی ویلی.

اشرف غنی؛ ولسمشر د خیریت عمروف سره په لیدنه کی وغوښتل چی د تروریزم تجهیز او تمویل سرچینو له منځه وړلو لپاره عملی ګامونه پورته سی.

په هغه صورت کی چی کابل اقدام د سازمان ملل امنیت شورا له لوری تائید سی، دا کار کولای سی ددواړو ګاونډیانو اړیکی نور هم خرابوی او ددواړو هیوادونو سیاسی او امنیتی مخامخ کیدنی نوی فصل رامنځته کیږی.

بناپردی، کارپوهان وایی چی که اسلام آباد خپل تګلاره کی د افغانستان په وړاندی بدلون رانه ولی، کابل ناچاره دی چی هغه هیواد باندی تروریزم څخه ملاتړ لپاره لګښتونه تحمیل لاری پیدا کړی. یو ددی لارو څخه، بین المللی فشارونو رامنځته کول دی.

هغه وخت چی افغانستان استخباراتی او کشفی ځواکونه ډیر ځلی داسی شواهدو ته لاسرسی پیدا کړی دی چی ښیی پاکستانی ارشد درجه لرونکی جنرالان په هلمند او قندوز او هیواد نورو سیمو کی د جنګ قوماندی او مدیریت په راس کی دی او هغه وخت چی یو پاکستانی تابعت لرونکی چاودیدونکی توکو سره کراچی حخه کابل ته راځی او ټولو شواهدو او مدارکو سره، نیول کیږی، نور څوک دا شک درلودلای سی چی اسلام آباد دولت دننه پیاوړۍ حلقه او هم د هغه هیواد جاسوسی سازمان په افغانستان کی د تروریزم حخه ملاتړ کوی؟

د بین المللی قوانینو په اساس، پاکستان باید د تروریزم ملاتړ په وړاندی، ډیر لګښتونه ورکړی؛ هغه څه چی تراوسه تروریزم ضد اصطلاع ائتلاف کی غړیتوب او هم واشنګتن او اسلام آباد اړیکی مخته یی خنډ ګرځیدلی دی.

دا مانع او خنډ په دومره اندازی سره پیاوړۍ دی چی حتی سازمان ملل امنیت شورا د اسلام آباد تګلارو او تروریزم ملاتړ څخه سترګی پټی کړی دی او د کابل مکرر غوښتنو سربیره په آسانه توګه ورڅخه تیرسوی دی.

اوس د واشنګتن اصولی سیاستونه د اسلام آباد په وړاندی لږ ترلږه په ظاهر کی د بدلیدو په حال کی دی او دا هیله سته چی پاکستان د تروریزم څخه ملاتړ دوام باندی، تنبیه او مجازات سی او لګښت ورکړی، سازمان ملل بالخصوص امنیت شورا هم باید افغانستان مشرانو صریح غوښتنو ته اعتنا وکړی او خپل اصولی دندی باندی عمل وکړی.

پاکستان باید په داسی توګه خپل کړنی لګښت ورکړی چی کابل دولت د اسلام آباد څخه شکایت په دلیل د تیرو وختونو په شان کی مجازات ونه وینی او دا یو بل دنده دی چی د نړۍ په غاړه دی.

https://avapress.com/vdcc4iqsm2bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته