دخپریدو نیټه :جمعه ۱۲ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۵
د مطلب کود : 152488
تروریستی برید محکوم خو د ناچارۍ نه په آمریکا کی!

 

د ازبکستان یو تبعه او آمریکا کی اوسیدونکی شخص خپل موټر سره په یو لاره کی بایسکل سواران په موټر وهلی دی، حداقل اته تنه وژلی او ۱۱ تنه نور ټپیان کړی دی.

د رسنیو څخه په نقل سره، دا ۲۹ کلن سړۍ چی ظاهرآ اسلحی هم په لاس کی درلود ددی موټر څخه پیاده سوی دی. پولیس هغه د ډزو په کولو سره ټپی او وروسته نیولی دی.

آمریکایی رسنۍ مهاجم سیف الله سایپف معرفی کړی دی چی په ۲۰۱۰ کی آمریکا ته مهاجرت کړی وو.

ددی ګزارشونو په اساس هغه په فلوریدا کی ژوند کوله. یو سرچینه سی بی اس شکبه ته ویلی چی یو یادداشت په موټر کی پیدا سو چی داعش تروریستی ډلی ته اشاره کوله.

فدرال پولیس دا برید یو تروریستی برید بللی او ګزارشونو په اساس اف بی آی هم د څیړنی هدایت په غاړه لری.

یاد برید په اړه څو نکتو ته اشاره کول ضروری دی.

لمړۍ دا چی تروریزم د مرزونو څخه وتلی او فرامللی فکر دی او لکه څنګه چی ویلی دی په حقیقت کی مرز نه پیژنی او هیڅ هیواد په وړاندی یی جانی او مالی تامین نه لری. اخیر برید په شان پيښی هغه هم د نړۍ په داسی ښار کی چی امنیت او امنیتی قدرت او قوت څخه عام او خاص خبری کوی، دا حقیقت ټولو ته وښوده چی تروریزم د غربی او شرقی او شمالی او جنوبی انسان ترمنځ توپیر نه کوی.

دوهم داچی، تروریزم مهار ناپذیره بیان دی او دا یو هیواد او یو محدوده باندی نه سی محصوریدلای او باید ددی سرطانی ریښی له منځه یوړل سی مخکی له دی چی نورو سیمو ته هم رسوخ وکړی.

تروریستی بریدونه په آمریکا او هم نورو غربی هیوادونو کی ډیر قربانیان کړل او قطعآ په راتلوکی کی به هم وکړی، او دا په ټول نړۍ کی د تروریزم مهار ناپذیره حقیقت ښودونکی دی چی حتی ملاتړ کوونکو په واسطه په پیاوړو هیوادونو کی هم زیانونه اړوی.

د ځینو پوهانو په باور، ددی نه کنترول راز هم په دی کی دی چی نړیوال تروریزم ملاتړ او هدایت کوونکی، یواځی په ځینو هیوادونو کی د تروریزم مشران او سران تر کنترول لاندی لری او دا کنترول نه سی کولای تروریزم هر یو غړۍ باندی اعمال کړی او د مثال په توګه د هغوی مشرانو څخه وغواړی چی فلان مسجد کی په کابل کی چاودنه وکړی خو آمریکا نیویارک ایالت کی بایسکل چلوونکو باندی کار ونه لری.

ځینی پوهان هم په دی باور دی چی غربی دولتونو استعماری سیاست کی یوځای ځان وهنی لپاره هم شتون لری؛ هغه ځایونه چی سیاستګزاران بالخصوص خارجی سیاست طراحان، هغه څه چی لوی ځان وهنی لکه دوه ګونۍ برجونو باندی برید او کوچنی ځان وهنی لکه همدا اخیر برید په شان، لازم ووینی او مقصد یی شاید داوی چی نړۍ ته شکاره کړی چی تروریزم آمریکا دولت او ملت سره هم دشمن دی او عوام خطا باسی.

دریم نکته دادی چی د اخیر برید تروریست نه بللو سره لکه څنګه چی ترامپ هم ادعا کوی، داسی په نظر رسیږی چی غربی دولتونو اسلام ستیزی سیاست کی هم مشکل سته او همدا غلط سیاست د اسلام نړۍ په وړاندی، امریکا او دولتمردان د نړۍ مسلمانانو په وړاندی مقصر او منفور کړی دی؛ په داسی توګه چی هر وخت یو مسلمان په هغه دیار کی ځانته حق ورکوی چی آمریکا او هم اروپایی ملاتړ کوونکو ګټو په وړاندی برید باندی اقدام وکړی او کینی او خشم څخه حتی غربی ملل په وړاندی برید ترسره کړی؛ چی خپله د اسلام نړۍ په وړاندی آمریکا او اروپایی مغرضانه سیاستونو له امله دی؛ ځکه چی مسلمانانو احساسات جریحه داره کوی او ددی لامل ګرځی چی ځینی یی بریدونو باندی اقدام وکړی او په عینی حال کی ځینی بی ګناه کسان هم قربان سی.

په آخر کی څلورم نکته دا چی بشری ضد عملیاتونه او بریدونه بالخصوص بی ګناه کسانو په وړاندی په هره سیمه کی، ددی ترڅنګ چی د اسلام نړیوال انسان سازه دین له نظره محکوم دی، خو له بل لوری د غربی دولتونو مغرضانه او بیمار سیاستونو له امله اجتناب پذیره هم دی؛ ځکه چی په هر حال کی، ځینی خشمګین مسلمانان د دینی اوامرو ته په نه کتو سره، د غربی ملل او دولت ګټو په وړاندی برید باندی اقدام کوی او ترڅنګ یی بی ګناه کسانو ته هم زیان رسیږی. البته ددی ترڅنګ د نیویارک برید داعشی کیدنه هم باید له نظره لیری نه سی او هغه هم یو احتمال په شان په نظر کی ونیول سی.

https://avapress.com/vdcdjx0fjyt0ko6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته