دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 152601
د پاکستان د سولې غوښتنې نوې مانور

 

 

 

جاری اونۍ په لمړیو کی، ددرو خبرو خپریدل د خلګو فکرونه ځانته اړولی دی. لمړۍ خبل د اسلام آباد سولې غوښتنې خبر دی.

د پاکستان دفاع وزیر وایی چی هیواد یی په افغانستان کی دسولې او ثبات غوښتونکې دی او په دی لاره کی د هر ډول همکارۍ کولو ته آماده دی.

د رسنیو څخه په نقل سره، خرم دستګیر ویلی دی، د افغانستان مسئله باید د خبرو اترو په واسطه حل سی او اسلام آباد ددی خبرو اترو د آسانې لپاره همکاری کوی.

دوهم خبر کابل ته د اندونیزیا هیواد خارجه چارو وزیر سفر د افغانستان سولې لپاره دی.

د خارجه وزارت چارواکی وایی: د اندونیزیا خارجه وزیر د دوشنبه په ورځ کابل ته راځی او قرار دی د افغانسان چارواکو سره د سولې په اړه خبری وکړی.

ویل کیږی چی اندونیزیا یا پاکستان ښه ملګری دی او د افغانستان سولی خبرو اترو لپاره نږدی اړیکی یی د پاکستان سره اغیزناکه دی.

ارماناتا نصیر؛ د اندونیزیا خارجه وزارت ویاند وویل: په اوسنۍ حال کی موږ افغانستان ته د خارجه وزیر سفیر ترتیبوو، تر امکان پوری، هغه افغانستان څخه د سولې هڅو ملاتړ لپاره هلته لیدنه کوی.

هغه زیاته کړه: اندونیزیا دولت په افغانستان کی سولی پراختیا او مصالحی روند څخه ملاتړ نقش باندی متعهد دی.

او په اخیر کی دریم خبر، طالبانو ته د انګلستان هیواد سفیر پیغام دی چی هغوی د جنګ ادامه څخه ناهیله کوی.

نیکولاس کی، د بریتانیا سفیر په کابل کی د بی بی سی سره په خبرو کی ویلی دی چی آمریکا نوی استراتژی او افغانستان په وړاندی ناتو تعهد طالبانو لپاره دیر شکاره پیغام لری او طالبان په هیڅ صورت سره د نظامی لاری څخه بریالیتوب ته ونه رسیږی.

نیکولاس کی وویل: طالبان کولای سی سل کاره نور هم جنګ ته ادامه ورکړی خو بریالې به نه سی.

هغه وویل: ددی موضوع تشخیص، باید طالبان په دی فکر باندی اړ کړی چی که ددی هیواد لپاره کوم مقصد لری، که غواړی نظر یی ددی هیواد په ادارو کی واوریدل سی، که افغانستان لپاره سیاسی فکر او نظر لری او دا لازم بولی چی دا موضوع د افغانستان لپاره تر نظر لاندی ونیول سی، دا کار کولای سی یو سیاسی پروسی او نورو افغانانو لپاره یو سیاسی حال لاری په شان ترسره کړی.

د پوهانو په باور یاد دری خبری یو دبل سره اړیکه لری او هغه دادی چی اندونیزیا دولت غواړی د افغانستان سولی منګړیتوب کی خپل بخت او چانس وآزمایی او له هغه ځایه چی دا هیواد د پاکستان نږدی ملګری دی، ځینی نظریی ددی منګړیتوب ګټه مند توب باندی دلالت کوی.

په دی منځ کی پاکستان دولت هم پاکستان هم خپل هر ډول آمادګی څخه خبر ورکوی او لکه څنګه چی په خبر کی راغلی دی، خبری اتری د افغانستان ثبات او جنګ ختمیدو لپاره یواځنۍ حل لاره بولی.

خو بریتانیا چی ډیرو کلونو راهیسی د اسلام آباد سره ښه اړیکې درلودلی دی او خپله افغانستان په وړاندی د پاکستان سیاستونو  ملاتړ کوونکو څخه دی، دا ځل لاس په کار کیږی او ډیر تند بیانیه ددی هیواد سفیر له لوری په افغانستان کی د طالبانو په وړاندی صادریږی، هغوی په افغانستان کی جنګ ادامه څخه ناهیله کوی او هغوی ته سولی او مذاکری لارې وړاندیز کوی.

په ظاهر سره دری واړه خبری او اخبار په افغانستان کی سولی غوښتې ته دلالت لری او ګویا دا دری واړه هیوادونه تصمیم نیولی دی چی افغانستان سره سولی او ثبات ته رسیدو لپاره مرسته وکړی.

خو آیا یاد هیوادونه لکه څنګه چی وایی عمل به وکړی؟

پوهان پاکستان دولت په وړاندی په سر کی هم ښه نظر نه لری او ډیرۍ یی په دی باور دی چی پاکستانیان د افغانستان سولی او ثبات کی هغه هم د روسی او آمریکایی رقیبانو شتون کی، ځانته کوم ګټه نه وینی او ددی لپاره هیڅ تمایل هم په دی برخه کی نه لری؛ خو د هغه ځایه چی آمریکایان پاکستانی دولتمردان د تروریستی ډلو څخه ملاتړ قطع کیدو باندی مجبور کړی دی، او له دی لوری ډیر ترفشار لاندی دی، پاکستان که په ظاهر سره هم کولای سی دا هڅه کوی چی آمریکا او هغه اروپایی شرکاوو ته دا وښیی چی په افغانستان کی سولې پروسی سره د هغوی سره هم نظره دی.

د کارپوهانو په نظر، امکان لری د اندونیزیا دولت افغانستان سولی لپاره ښه نیت ولری او په دی برخه کی صادقانه هم ګام پورته کړی، خو پوهان وایی چی د افغانستان په پیچلی قضیه کی د اندونیزیا دولت غوښتنه او اراده هیڅ وخت نه سی کیدلای چی ټاکونکی وی.

د پوهانو په باور، افغانستان قضیه کی راګیر لوری لکه آمریکا او پاکستان او روسیه او آمریکا ځینی متحدان هیڅ یو په افغانستان کی د سولی رامنځته کیدو غوښتونکی نه دی او هر یو په دی هیواد کی خپل استعماری ګټو په لټه کی دی؛ که بغیر ددی خبری څخه وی، د هغوی ۱۶ کلونو حضور په دی هیواد کی، اوس به ۱۶ ځلی سوله او آرامتیا په دی هیواد کی برقراره کړۍ وای.

بناپردی، راګیر لوری د افغانستان په قضیه کی، یو بل تیرایستلو قصد لری او د یو بل څخه مخته کیدو او امتیاز لاسته راوړلو لپاره، هر وخت یو ناسته جوړوی او د سولې خبری او مذاکری بحث راپورته کوی.

 

https://avapress.com/vdcawun6649nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته