کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قدرت ته بیرته ګرځیدني لپاره د حامد کرزی بخت آزموینه!

21 عقرب 1396 ساعت 19:06


حامد کرزی، آمریکا په افغانستان کی د داعش په همکاری باندی تورن کړ چی او وویل چی آمریکا دا ډلې ته په افغانستان کی د رشد اجازه ورکړی دی. حامد کرزی؛ د افغانستان پخوانۍ ولسمشر د الجزیره تلویزیون سره په خبرو کی وویل: زما په نظر، داعش د پوره نظامی، سیاسی او اطلاعاتی نظارت لاندی ظهور کړی دی. هغه وویل: د افغانستان خلګ په ۲۰۰۱ کال کی د آمریکا نظامی حضور د سولی او ثبات رامنځته کیدو لپاره قبول کړی خو بیرته تروریزم او ناامنی ډیر سوی دی او د آمریکا حضور په افغانستان کی د اوسنۍ وضعیت سبب دی. ښاغلی کرزی ډیروی چی آمریکا په افغانستان کی ماته خوړلی دی، ځکه هغوی د تروریزم تمویل او زده کړی مرکزونه او سرچینی تر برید لاندی رانه وړ. هغه اسلام اباد باندی اخیر فشارونو ته په اشاره سره وویل: دا فشارونه پرپاکستان باندی د لویو مسایلو لپاره اعمال سوی دی چی افغانستان پوری اړه نه لری او افغانستان په دی منځ کی د نورو ګټو لپاره استعمالیږی. ښاغلی کرزی په ادامه کی وویل چی امریکا د اپریل په میاشت کی د داعش یو تونل له منځه وړلو په بهانه د ننګرهار اچین ولسوالی کی، د بومونو مور وتوغوله خو یو ورځ وروسته، داعش د افغانستان یو بل ولسوالی تصرف کړل. دا موږ ته ثابتوی چی ددی کارونو ترشا یو لاس دی او دا لاس بیله امریکا بل څوک نه سی کیدلای. د ځینی پوهانو په نظر، کوم شک نسته چی افغانستان پخوانۍ ولسمشر غواړی په افغانستان کی احتمالی بدلونو او تحولاتو په لړ کی، خپل قدرت بیاآزمویلو په هڅه کی وی او په دی شپی او ورځو کی غواړی عمومی افکار بالخصوص افغانستان قضیه کی دخیل قدرتونو او دولتونو سرانو افکار ځانته جلب کړی. حامد کرزی خپل حکومت په وخت کی هم د ځینی سیمه ایز دولتونو او افغانستان ګاونډیانو ملاتړ د ځان سره درلود. د هند، ایران او د کرزی حکومت اخیرو وختونو کی روسیه په شان دولتونه، په یو توګه د حامد کرزی ۱۰ کلنه حکومت مرسته کوونکی او ملاتړ کوونکی وو او البته د رورسیه نقش د آمریکا په ملاتړ په افغانستان کی د اشرف غنی ټیم مستقیم بریالی کیدنه کی نور هم د نورو وختونو څخه ډیر سوی دی. په هر حال، روسیه خپل سیاسی او نظامی او اقتصادی وضعیت سمولو وروسته او البته په افغانستان او سیمه کی د امریکا په مشری د غرب بلوک فاجعه باره او خطرناکه حضور باندی پوهیدو سره، خپل امنیت په وړاندی روشانه موضع اخیستلو باندی تصمیم ونیوه او د افغانستان په اوضاع کی دخالت باندی شروع وکړه. په حاضر حال کی هم دا هیله سته چی افغانستان معضل حل لپاره د امرکیا او چین او پاکستان او ایران او روسیه او هند او افغانستان دولت ناستی په رامنځته کیدو سره په اندونیزیا کی، د افغانستان بحران سوله ایز حل لپاره یو سیمه ایز اجماع رامنځته سی. د ډیرو پوهانو په باور، افغانستان مطرح رجالونو ترمنځ، حامد کرزی حامد کرزی د نورو څخه دا توان لری ترڅو ددی هیواد راتلونکی زعیم په حیث د افغانستان قضیه که راګیر اطرافو له لوری تر نظر لاندی ونیول سی؛ ځکه چی هغه یواځنۍ شخص دی چی د افغانستان موضوع کی راګیر ټولو اطرافو رضایت جلب کړی او هغه خپل حکومت په وخت کی په دی کار باندی ډیر هم بریالی وو او تجربه هم شکاره کړی دی چی د حامد کرزی په شان نور هیڅ یو د تساهل او تسامح سیاستونو په اتخاذ کی افغانستان لپاره ښه نه دی بریښې. نو د همدی لپاره وړاندوینی پردا ددی چی سربیره پردی چی حامد کرزی خپل اخیر اظهارات نسبت آمریکا ملاتړ داعش سره په افغانستان کی رشد لپاره، دقیق نکتی ته اشاره کړی دی، له بل لوری دا اظهارات د ځان ګټې لپاره هم دی؛ ځکه پوهیږو چی آمریکا رقیبان د افغانستان په قضیه کی، هیڅ وخت به داسی څه ته رای ورنه کړی چی آمریکا سیاستونو تابع په دا هیواد کی وی او برعکس، آمریکا او متحدان یی هم همداسی ملاحظه د نورو په وړاندی لری خو حامد کرزی؛ همغه شخص دی چی ثابت کړی دی کولای سی ټوله راضی وساتی او افغانستان اداره او صلاحیت توان ولری.


د مطلب کود: 152931

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/152931/قدرت-ته-بیرته-ګرځیدني-لپاره-د-حامد-کرزی-بخت-آزموینه

آوا
  https://www.avapress.com