کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کی د داعش سره د ناتو مبارزه!

1 قوس 1396 ساعت 19:41


جان نیکلسون، د ناتو ماموریت کل قومانده د افغانستان لوی درستیز سره په مشترک خبری ناسته کی اظهار درلود: د پاکستانی نظامیانو سره خبری اتری د یو ستوری جنرال څخه تر دریو ستوری جنرالانو پوری صورت نیولی دی او د هغوی څخه غوښتل سوی دی چی خپل موشک غورځونه ودروی. هغه وویل: په هغه صورت کی چی پاکستان په افغانستان کی د تروریستی ډلو فعالیتونو په اړه اندیښنه لری، باید دا موضوع افغانستانی چارواکو او خارجی چارواکو سره شریک کړی ترڅو په وړاندی یی لازم اقدامات صورت ونیول سی، نه دا چی پاکستان د دیورند هغه لوری څخه موشک توغونه وکړی. دا نظامی قومانده همدارنګه داعش ډله یو غیرافغان ډله بللی او زیاته کړه چی ددی ډلی له منځه وړنه، په افغانستان کی د خارجی ځواکونو لمړۍ مقصد دی. ددی احتمال سته چی جنرال دنفورد راتلونکی اونۍ په لمړیو کی او جیمز متیس هم د دسامبر میاشتی په لمړیو کی د اسلام آباد چارواکو سره لیدنه وکړی. د ناتو ماموریت کل قومانده تازه اظهارات، په ظاهر کی تازه معلومیږی، هغه څه چی د کارپوهانو په باور، امریکایان تراوسه حتی د خبرو په برخه کی د پاکستان راکت غورځونو څخه ډډه کوله. پوهان په دی باور دی چی ددی امریکایی مقام موضع ګیری د پاکستانیانو راکت غورځونو په وړاندی نه سی کیدلای چی جدی او حقیقی وی او خپله ښاغلی جان نیکلسون لحن دا ادعا تائیدوی؛ځکه چی په احتیاط او وسواس سره په دی اړه خبری کوی او په دی برخه کی د اخلاق استادانو په شان خبری کوی چی که دا راکت غورځونی د پاکستان له لوری قطع سی، ښه دی که نه سی، څه هم نه کیږی او نه سی کولای د پاکستان او امریکا په دوستانه اړیکو کی کوم مشکل رامنځته کړی. د همدی لپاره د صاحب نظرانو په باور داسی اظهاراتو ته نه سو کولای چی زړه خوشحاله کړو او کوم باور ورباندی وکړو. بل موضوع چی دا جنرال ورته اشاره کړی دی، په افغانستان کی د داعش سره د ناتو مبارزه ده او دا چی په دی هیواد کی د داعش سره مبارزه د هغوی لمړۍ مقصد دی. د هر ډول طنز او مخسری څخه په صرف نظر سره، د ناتو قومانده دا ادعا یو فکاهی او جوک ته مشابهت لری. نن په افغانستان کی ټوله پوهیږی چی آمریکا او هغه اروپایی متحدان د داعش او داعش په شان تروریستی ډلو سره مبارزی لپاره حضور نه لری. د پوهانو په باور، امریکا او متحدان یی په دوه دلیله افغانستان ته د داعش او نورو تروریستی ډلو سره مبارزی لپاره نه دی راغلی. لمړۍ دلیل دادی چی داعش ځواکونه په حاضر حال کی دومره نه دی چی خارجی ځواکونه افغانستان ته اعزام سی او په یو لوی جنګ کی، لشکر لکه داعش څو زره کسان نابود کړی. د کارپوهانو په باور په افغانستان کی دداعش ټوله سرتیری وشمیرل سی، په مشکل سره لسو زرو کسانو ته رسیږی او شاید ددی مقدار نیمایی ته هم ونه رسیږی او دا شمیر دومره نه دی چی افغانستان دری سوه زره اردو ورسره مقابله ونه سی کړای؛ نو د داعش سره ناتو مبارزی ته کوم اړتیا نه لیدل کیږی. بل دلیل چی د لمړۍ دلیل څخه هم مهم دی، دادی چی د دوو او درو کالو مخکی، په افغانستان کی کوم داعش شتون نه درلود او همدا امریکایان او اروپایی ملګری یی وو چی په پراخ رسنیزی تبلیغاتو سره چی ګویا په افغانستان کی داعش ظهور کړی دی، خلګو ته دا ذهنیت ورکړ او په دی جنګ وهلی هیواد کی ددی ډلی حضور زمینه برابر کړ او وروسته هم په افغانستان کی ددی ډلی رامنځته کولو باندی همت وکړ او ځینی شمیر هم د افغانستان مرز څخه دباندی افغانستان ته وارد کړ او ځینی هم د طالبانو څخه بیل او هر یو ته د فعالیت اجازه ورکړ؛ ترڅو په دی وتوانید چی په دی هیواد کی د داعش نوم رامنځته کړی. اوس دا چی ۱۷ کاله اوږد مهاله حضور، هیڅ ډول لاسته راوړنه د تروریزم سره مبارزی په برخه کی نه لری، هغوی ناچاره دی ترڅو خپل ځان دفاع لپاره، بل طرحه د داعش په نامه ترلاس لاندی ونیسی او په یو ډول سره په افغانستان کی داعش تروریزم سره جدی مبارزی سره ځان وښیی. پوهان په دی باور دی چی د امریکایانو دا طرحه هم د مخکنۍ طرحی په شان افغانستان ته لشکر کشیو لپاره په دی بهانی سره چی تروریزم سره مبارزه کوی، په ماتی باندی محکوم دی؛ ځکه چی امریکایانو او اروپایی شریکانو کارونه اوس ټولو ته معلوم دی او هیڅوک هم د هغوی دروغ ادعاوو باندی باور نه کوی.


د مطلب کود: 153579

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/153579/په-افغانستان-کی-د-داعش-سره-ناتو-مبارزه

آوا
  https://www.avapress.com