دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۵۰
د مطلب کود : 153647
د داعش جنایت امپراتوری له منځه تلنه!
تقریبآ شپږ کال مخکی یو فتنه د امیرالمومنین حضرت علی (علیه السلام) د وخت فتنو په شان په اسلامی عالم کی رامنځته سوه چی د مسلمانانو څخه د محمدی(ص) ناب اسلامی حقیقت او حلاوت فرصت واخیسته. دا خطرناک فتنه د اسلام دشمنانو له لوری د مسلمانانو یو بل سره په جنګ بوخت کولو لپاره رامنځته سوه. همغه خبیثه حرکت چی د ( عراق او شام اسلامی حکومت ) ترنامه لاندی په همغه لمړیو کی په دی وتوانید چی په عراق او سوریه کی ډیر ځوانانو اغفال د بحران سره مخ کړی او په سلهاوو زره کیلومتره مربه ددی هیوادونو څخه بهر سیمی د کلیو او ښارونو او مراکزو سره خپل تصرف لاندی راوړه او په زرهاوو زیرمی ددی هیوادونه دا ددی خبیثه ډلی له لوری تخریب سو او هغوی تاریخی او ملی تمدن په ماین ایښونی سره له منځه یوړه. که څه هم منځته راغلی خسارات د احصاء وړ نه دی خو لمړنۍ څیړنی دا خسارات پنځه سوه میلیارده دالره بولی. داعش او البته خپل اربابانو په ملاتړ سره، په عراق او سوریه کی د کوم جنایت څخه مخ وانه ړاوه او هر جنایت او تاوتریخوالی چی په توان کی یی وو د عراق او سوریه مظلوم مسلمانانو په وړاندی ترسره کړه، هغه جنایت چی قلم یی په یادولو شرم لری او کاغذ لرزیږی، دا ټوله جنایتونه دا مزدور ډله د اسلام ترنامه لاندی ترسره کړه او هڅه کوله چی لکه څنګه چی اربابان یی غوښته، د اسلام انسانی او پویا دین څخه، یو خشن او غیری انسانی څیره انځور کړی او د نړۍ په سطحه نمایش ته کښیږدی. په هر حال، دا چی د ۶ کالو وروسته ددی خبیث ډلی امپراتوری لکه څنګه چی وړاندوینه یی کیدله، د عراق او سوریه دوو ملتونو او نړۍ نورو مسلمانانو په توان سره له منځه یوړل سوه او دا مبارک سقوط، تسلیت او خواشینی پیغام و ټولو غربی دولتونو او قدرتونو او په سرکی یی امریکا او مزدور سیمه ایز دولتونو ته واستوله. خو دا پیغام ټولو مسلمانانو او آزاده انسانانو ته یو شور او شادی پیغام دی چی ددی تروریستی او مزدور ډلی په عراق او سوریه کی شاهدان وو. کوم شک نسته چی د اسلامی یا همغه داعش دولت سقوط ددی پیړۍ د لویو پیښو څخه دی او د سوریه او عراق ملتونو او هغوی سیمه ایز متحدانو په لاسونو ترسره سو او سیمه ایز او د سیمی څخه لوړ استعمار ډیر ناهیلی کوی، خو ددی لوی بریا څخه په مسلمان ټولنو او رسنیو کی لکه څنګه چی حق یی وو، ښه راغلاست نه کیږی او ورڅخه تجلیل او تکریم نه کیږی او په دی منځ کی داسی په نظر رسیږی چی ځینی مسلمانان ناراضه دی او حتی ځینی افغان هیوادوال جنګ د داعش سره افغانستان او افغانستان خلګو پوری اړوند نه بولی او باور لری چی د افغان شجاع زامنو جنګ په سوریه کی د فاطمیون لشکر په قالب کی د داعش ستم او ظلم په وړاندی، د افغانستان خلګو او بالخصوص ددی هیواد شیعیانو په ګټه نه دی تمام سوی او دلیل یی هم په افغانستان کی د شیعیانو معتقداتو او ګټو په وړاندی اخیر یو کال داعش سخت بریدونه دی. شرقی او غربی استعمار هر وخت دا هڅه کړی دی چی مسلمانانو ته دا فکر او ذهنیت ورکړی چی د هر اسلامی هیواد او ملت یی خپل مشکلات لری او په هغوی باندی اړوند دی او په دی توګه مسلمانانو خپل چاپیر یو سره خط راچاپیر کړی دی چی د یو بل څخه د برخلیک د بیلتوب شکاره کوونکی وی؛ یعنی همغه عمل ترسره کړی دی چی استعمار د هغوی څخه غوښتی دی نه دهغوی دین او عقل او ټولنیز مصلحت. دا په داسی حال کی دی چی غربی استعماری دولتونه او قدرتونه، د ډیرو مسلمانانو دینی او سیاسی شعور نه شتون څخه په ګټه اخیستنی سره، خپل فکری او فیزیکی قلمرو کی متحد واحد ټولنه رامنځته کړی دی او فکری او جغرافیایی مرزونه د خپل هیوادونو په منځ کی له منځه وړی دی؛ اوس دا چی موږ مسلمانان د یو متمدن او پراخ دین په درلودلو سره، اتحاد او یو واحد نړیوال ملت حقداره یو او لازم دی چی د اتحاد او یوځای توب په لاره کی ګام کیږدو، نه دا چی یو له بل څخه په واټن نیولو سره، استعمار آسیاب کی اوبه واچوو او هغه څه چی اسلام دشمنان غوښته، قبول کړو.
https://avapress.com/vdcbafb8zrhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته