دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۰۴
د مطلب کود : 153917
ابوبکر بغدادی د امریکایانو په لاس!
د عراق حشد شعبی مشرانو څخه یو په دی بیان سره چی ابوبکر بغدادی د آمریکایانو په لاس کی دی، وویل: واشنګتن یواځی هغه وخت د هغه وژل کیدو باندی اقدام کوی چی نور شتون یی ددی هیواد لپاره ګټه ونه لری. جبارالمعموری د عراق حشد شعبی مشرانو څخه وویل: نړۍ ددی موضوع په اړه اتفاق نظر لری چی ټوله تندروه او تروریستی ډلی چی تیرو کی رامنځته سوی دی او د اسلام په نامه دا کارونه ترسره کوی، د آمریکا اطلاعاتو سازمان د هغوی په رامنځته کولو کی پوره نقش درلود او متاسفانه دا کار د ځینی عربی هیوادونو مالی ملاتړ سره صورت نیسی. المعموری وویل: ابوبکر بغدادی، د داعش مشر د آمریکایانو په لاس کی دی او آمریکا یواځی هغه وخت بغدادی له منځه وړی چی نور یی شتون ورته ګټه ونه لری او د قتل عملیات یی د یو هالیوودی فیلم په شان ډیر ښه رامنځهت کیږی ترڅو نړۍ د خپل کیسی حقیقت منلو باندی مجبوره کړی. کوم شک نسته چی دا ادعا صحیح دی؛ ځکه چی آمریکایان د داعش رامنځته کیدو څخه تر اوسه پوری ددی ډلی سره وو او بالخصوص ددی ډلی مشر ترخپل ملاتړ لاندی نیولی دی. لکه څنګه چی بیلابیل امریکایی چارواکی ډیر ځلی اعلان کړی دی چی د داعش رامنځته کولو کی امریکا د ځینو سیمه ایز دولتونو سره، اساسی نقش درلود؛ خو ددی هیواد تروریزم پرور چلند ددی ډلی حاکمیت په لړ کی په سوریه او عراق کی، واضح او شکاره دلیل دی. د داعش پروژه اسرائیلی او امریکایی کیدنه، د امریکایی بیلابیل چارواکو په اعتراف سره، ډیر تګلاریزه شواهد د آمریکا او صهیونیستی رژیم له لوری ددی خبری تثبیت کوونکی دی؛ لکه د اسرائیل په روغتونونو کی د داعش قوماندانانو معالجه کیدنه او د سوریه او عراق ځینو سیمو کی د جنګی تجهیزاتو غورځونه چی داعش اختیار ته رسیدلی دی او امریکایی الوتکی د محاسباتی غلطیو ترنامه لاندی، د تجهیزاتو او اړتیا وړ وسایلو سیل د داعش جنګ ډګرونو او قرارګاوو کی غورځولی دی. ددی څخه بغیر، هغه وخت چی امریکایان ددی احساس وکړی چی په عراق او سوریه کی د داعش سقوط د رارسیدو په حال کی دی، دا پټونه به پریږدی او په شکاره توګه د تروریستی ډلو مرستې ته په سوریه کی ورسیږی او تروریستان چی لاسونه یی د عراق او سوریه بی ګناه خلګو وینو باندی رنګ دی، د خلګو بدلی څخه وژغورل او هغوی امن سیمی ته ولیږل او جالب داچی دا کار د ټوله نړۍ سترګو په وړاندی ترسره کړ او تراوسه هم ترسره کوی او د تروریستانو سره شکاره ملاتړ سره ګویا غواړی خلګو ته وښیی چی امریکا او ملاتړ کوونکی یی د دیکتاتوری او زور قاقون پیروان دی او نړۍ ملتونو او دولتونو ته کوم ارزښت نه ورکوی. بنا پردی، هغه څه چی په خبر کی راغلی دی، د ذهن څخه لیری نه دی چی ابوبکر بغدادی د امریکا په لاس کی دی؛ ځکه لمړۍ دا چی د انګلیس او اسرائیل او امریکا په شان استعماری نظامونو روزل سوی کس دی او طبیعی خبره دی چی په داسی حالت کی چی خپل ماموریت کی ناکام پاته سوی دی او امکان لری د امریکایی او انګلیسی او اسرائیلی اربابانو څخه بیری لا امله، هغه رقیب هیوادونو دولتونو لوری ته پناه یوسی، د امریکایی استعمارګرانو له لوری دستګیر او نیول سوی دی. خو پوهان په دی باور دی چی دا ځل ابوبکر البغدادی، یو قربانی دی او د خپل پخوانیو ملاتړ کوونکو څخه د وژل کیدو نه بغیر بل چاره نه لری. د څیړونکو او تحلیلګرانو په باور ددوو دلیلونو له امله د بغدادی وینه تویوی. لمړۍ دلیل د هغه بدلیدل یو سوځلۍ مهری باندی دی او سوځلۍ مهری د استعماری نظامونو په عرف کی، مرګ نه بغیر بل برخلیک نه لری. د امریکایانو په نظر بغدادی د مصرف تاریخ تیر سوی دی او باید د هغه مرګ څخه هم د آمریکا په ګټه باید ګټه واخیستل سی او په داسی توګه باید ووژل سی چی هالیوود غواړی؛ یعنی باید دیوی یا خراب کس معرفی سی او په نتیجه کی د انسان دوسته ځواکونو او امریکایی قهرمانانانو له لوری ووژل سی او انسانیت د هغه شر څخه وژغورل سی.! دوهم دلیل، امریکایانو مخدوش مخ ترمیم په سیمه کی د داعش او هغه ډلی په شان تروریزم څخه ملاتړ لپاره دی. امریکا پوهیږی چی د سوریه او عراق او هم افغانستان په قضایاوو کی هغوی نړیوالو ته معلوم سوی دی او ټوله هغوی د تروریزم ملاتړ کوونکی په حیث پیژنی؛ نو د همدی لپاره د خپل ځان زیان لیدلی ځای لپاره، باید سوځیدلی مهره یعنی ابوبکر بغدادی هرڅه ژیر باید اعدام کړی. په هر حال کی، امریکایان د نوی تګلوری په اساس، بغدادی وژنی خو د تازه تګلوری په اساس، د هغه پرځای بل مهره ځای پرځای کوی؛ ترڅو دا تروریستی ډله، د غرب استعماری مقاصدو لپاره په خدمت کی پاته سی او خپل بی ارزښته ژوند د امریکا او امریکا متحدانو ګټو لپاره قربانی کړی.
https://avapress.com/vdcb8fb8zrhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته