دخپریدو نیټه :جمعه ۱۰ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۰
د مطلب کود : 154132
ترامپ او اسراییل آبدی پایتخت ناتمامه خوب
دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر ددی په څیړنه بوخت دی چی ددی هیواد سفارت د اسراییل تل آویو څخه بیت المقدس ته ولیږدوی. مایک پنس؛ د امریکا ولسمشریز ماڼۍ معاون ددی خبری په اعلان سره د ښاغلی ترامپ انتخاباتی وعدو کی یوته نوی ژوند ورکړ. ترامپ د خپل انتخاباتی مبارزاتو په جریان کی وعده ورکړ چی د خپل کار لمړۍ ورځ کی، امریکا سفارت بیت المقدس ته ولیږدوی ترڅو په دی توګه د اسراییل څخه د آمریکا ملاتړ وښیی. په دی حال کی سږ کال اوړۍ کی، د کنګره مصوبه اجرا شپږ میاشتی نور هم وځنډوله؛ خو وعده ورکړ چی سفارت به په آخر کی بیت المقدس ته ولیږدول سی. مایک پنس؛ د امریکا ولسمشریز ماڼۍ د سه شنبه په ورځ دا خبره په سازمان ملل کی د اسراییل رژیم نمانیدګی هیات کی ددی سازمان ۷۰ کلیزه ددی رژیم تاسیس په اړوند اعلان کړ. هغه قرار دی راتلونکی میاشت کی اسراییل ته سفر وکړی او د امریکا تعهد او قاطعیت پیغام د واشنګتن او تل آویو نږدی کولو لپاره اسراییل ته یوسی. مایک پنس؛ د ترامپ معاون په داسی حال کی ددی څخه خبر ورکوی چی دا کار، د اسراییل رژیم پخوانیو آرمانونو او هیلو څخه دی چی مخکی له دی هم د امریکایی سیاستمدارانو له لوری وعده ورکړ سوی وو خو عملیاتی سوی نه وو. د مثال په توګه، جورج دبلیو بوش؛ د امریکا افراطی ولسمشر هم خپل انتخاباتی کمپاین په وخت کی، بیت المقدس ته ددی هیواد سفارت لیږد وعده ورکړ؛ خو په نهایت کی، د امریکا ریاست جمهوری څلور کاله تیریدو سربیره، هیڅ وخت خپل دا وعده باندی عمل ونه کړ. ترامپ هم وعده ورکړی وو چی خپل کار شروع کیدو په لمړۍ ورځ به د امریکا ولسمشر په حیث، دا تصمیم عملی کړی خو تراوسه ددی کار ترسره کولو باندی نه دی توانیدلی. د کارپوهانو په وینا، که دا ځل هم خپل وهده ترسره نه کړی، باید دا اونۍ، د یو حکم په صادرولو سره، شپږ میاشتی نور هم دا کار وځنډوی. د مایک پنس اظهارات خوپه دی برخه کی نورو پیښو څخه خبر ورکوی. آیا دا خبری، په تیرو کی د امریکا نور مشرانو مواضعو په شان، یواځی سیاسی او تبلیغاتی مصرف دی او د اسراییل رژیم څخه ملاتړ لپاره د امریکا تاکید باندی تجدید تعهد دی یا نه ترامپ به د صهونیستانو ناتمامه خوب یا هیله چی بیت المقدس هغوی آبدی پایتخت باندی بدل سی، تحقق ورکړی؟ کارپوهان وایی چی دا امریکایی حکمرانان او سیاستمداران نه دی چی اسراییل رژیم دایمی او یکپارچه پایتخت په حیث د بیت المقدس پیژندلو لپاره تمایل نه لری؛ بلکه دا یو لوی خارجی موانع دی چی تراوسه ددی کار ترسره کیدو مخه نیولی دی. یو د مهمو موانعو څخه، ددی تصمیم سیاسی درانده لګښتونه او تبعات دی. په قوی احتمال سره، دا تصمیم، د فلسطینیانو سخت غبرګون به رامنځته کړی، عرب سیمه ایز هیوادونه هم به دامریکا او اسراییل په وړاندی قرار ونیسی او په فلسطین کی جاری بحران، د نورو کلونو لپاره به تمدید سی. له بل لوری، امریکایان پوهیږی چی دا تصمیم، په دی برخه کی د بین المللی تګلاری برخلاف دی چی په اساس یی، نړۍ د اسراییل رژیم اشغالګرانه حضور په بیت المقدس کی په رسمیت نه پیژنی او امریکا هم د کار په ظاهر کی، تراوسه ددی کار سره هملاریتوب ښولی دی. بناپردی، د امریکا لپاره به ډیر سخت وی چی د نورو ملاتړ نه بغیر دا سخت تصمیم واخلی او درانده لګښتونو څخه په آسانۍ ووځی. په دی وجود سره، ځینی نور پوهان وایی چی په دی لاره کی مهم موانع او خنډ، د ایسته کیدو او له منځه تللو په حال کی دی؛ ځکه د سعودی او صهیونیستی رژیمونو اتحاد شکاره او علنی کیدو سره به د د فلسطین ځمکو اشغالی تابو ب هم ماته سی او اسراییل رژیم، د یو مشروع او مستقل سیاسی واحد په حیث په خاورمیانه کی ملی حاکمیت حق، د ریاض او نور عرب رژیمونو له لوری به په رسمیت وپيژندل سی. په دی حساب سره، ترامپ هم غواړی په آسانی سره د سفارت لیږد تصمیم ونیسی او په دی ترتیب، د اسراییل ناتمامه خوب او امریکا کنګره ۲۰ کلنه مصوبه تمام او سرته ورسوی. په دی سره، د امریکایانو او صهیونیستانو او هم غرب مزدورانو کی په سیمه کی، دا بیره او اندیښنه شتون ولری چی عرب او مسلمان هیوادونو جمعی افکار غبرګون به په دی اړه څه وی او خبرو اترو لمن به یی ترکومه وغځیږی.
https://avapress.com/vdcbfab85rhbs8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته