دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۴
د مطلب کود : 154204
دینی مراجع، یوالی رامنځته کوونکی

د اسلام مقدس دین د ظهور وروسته، تر اوسه چی ۱۴۰۰ کاله تیریږی، د اسلامی امت دعوا بالخصوص دینی علماوو دعوا د مسلمانانو ترمنځ یووالی او همبستګی باندی دی او ډیر یی په دی لاره کی ډیر هڅې کړی دی چی تر یو حده پوری کامیابه هم وو او توانیدلی دی چی په ځینو ټولنو کی یووالی د یو اساسی بنیاد په حیث رامنځته کړی.

البته ددی کلونو به لړ کی شرق او غرب استعمار هم بیکار نه دی ناست او تر هغه چی توانیدلی د اسلام نړۍ علماوو ددی هڅو په وړاندی دریدلی دی او هر وخت کی د نړۍ په هر برخه کی د اسلامی امت ترمنځ تفرقه رامنځته کړی دی او متاسفانه تریو اندازی پوری کامیابه هم پاته سوی دی.

د سید جمال او امام خمینی ره په شان ارزښتناکه او زړه سوانده کسانو ظهور په آخرو دورو کی د هغوی وروسته د اسلام په صدر کی، د اسلام ګران پیغمبر او نور امامان او ددی امر ځای پرځای کونه، ډیر هڅی او قربانیان ورکړی دی او د هغوی مکتب شاګردان هم هر یو خپل په نوبت سره، ددی ارزښتناکه امر څخه غافل نه دی پاته سوی او مادی او معنوی توان تر حده د اسلام امت یوځای کولو او یوالی لپاره کار کړی دی.

په اوسنۍ پیړۍ کی د اسلامی ټولنو ترمنځ د نفاق رامنځته کولو لپاره د دشمنانو هڅې کړی او هڅه کوی چی د تفرقی د اور شعلی همداسی پاته سی او په دی برخه کی یو بل شخص مسلمانان د یووالی لوری ته وبلل.

د وحدت مبارک اونۍ چی د اسلام نړۍ عالیقدر مشر او رهبر؛ حضرت امام خمینی ره ابتکار سره په ایران کی رامنځته سوه، په ډیر سرعت سره د اسلام په نړۍ کی خپور سو او هغه آزاده او پوه مسلمانان چی یووالی قدر باندی پوهیده او اړتیا یی په ټوله شتون سره درک کړی وو، د مام زادګانو پیغام قبول کړی او په دی لړ کی خپل هیوادونو کی هڅې ترسره کړی دی او مبارک لاسته راوړنی هم درلودلی دی.

خو په دی منځ کی ځینی داسی کسان سته چی نه یواځی په برخه کی هڅه نه کوی؛ بلکه په اساس کی دا حرکتونه او فعالیتونه خپل په زیان بلله او په سخته توګه ددی یووالی رامنځته کولو په وړاندی مبارزه کوله.

دا دولتونه او ډلی سربیره پردی چی مسلمان وو او په ظاهر کی اسلام او قرآن کوله، خو په باطن کی د اسلام او اسلامی امت په وړاندی دریدلی وو او هغه څه چی د مسلمانانو د عزت او سرلوړۍ سبب کیدله، ورته بد ښکاریده او برعکس هرڅه چی اسلام ته زیان رسوله، هغوی ته د قبول وړ دی.

په آخیرو کلونو کی، ددی په ظاهر اسلام غوښتونکی هیوادونه داسی ځای ته رسیدلی دی او اسلام نړۍ کی داسی تروریستی ډلو رامنځته کولو باندی اقدام کړی دی چی بیله خپل، نور ټول کافر بولی او نورو وینه تویونه او مال چورول مباح بولی.

د توجه وړ نکته دادی چی دا دولتونه او تروریستی ډلو رامنځته کولو ملاتړ کوونکی قدرتونه، د استعماری هیوادونو کله امریکا او اسراییل سره نږدی اړیکی لری او په تاسف سره په یو مشتکر لوری چی د مسلمانانو په منځ کی تفرقه رامنځته کونه ده، فکر او عمل کوی چی په دی برخه کی بریالی هم پاته سوی دی.

د داعش تروریستی ډلی رامنځته کونه د امریکایی چارواکو په اعتراف سره، د واشنګتن او اسلام آباد او ریاض مشترک کار وو، ددی ډلی مقصد د مسلمانانو ترمنځ بی اتفاقی رامنځته کونه ده او ترڅنګ یی، اسلام بدنامه کول ددی ډلی مقاصدو څخه دی؛ چی په دی برخه ددی دوو اساسی مقاصدو په اساس اسلام او مسلمانانو سره دشمنی لپاره راوتلی دی او په دی لاره کی جنایتونه رامنځته کړی دی.

خو په نتیجه کی مسلمانان، ددی استعمار مخالف لوری او مسلمانانو غیور دولتونه او ملتونه بالخصوص عراق او سوریه او ایران کی دینی مرجع ګان وو چی داعش او هغوی ملاتړ کوونکو په وړاندی بریالی سوی دی او اسلامی ټولنه د جدی خطر څخه ژغورلی دی.

https://avapress.com/vdcbgab8arhbs5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته