دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۹
د مطلب کود : 154205
د ترامپ نقش د روسیه او امریکا په اړیکو کی

 

 

دمیتری مدودف؛ د روسیه لمړۍ وزیر ویلی دی چی د امریکا سره اړیکی د سړه جنګ راهیسی خپل خراب وضعیت ته رسیدلی دی.

د روسیه لمړۍ وزیر ویلی دی چی دونالد ترامپ ددی اړیکو خرابیدو اصلی لامل نه دی او هغه د اړیکو برقراره کولو لپاره صمیمی بللی دی.

ښاغلی مدودف په عینی حال کی د امریکا کنګره نمایندګانو څخه نیوکه کوی او هغوی تورنوی چی د روسیه کارت څخه په ګټه اخیستنی سره غواړی پرښاغلی ترامپ باندی نفوذ ولری.

دمیتری پسکوف؛ د کرملین ویاند هم امریکا تورن کړی دی چی د تحریمونو څخه په ګته اخیستنې سره غواړی د روسیه تجاری قشر د ولادیمیر پوتین په وړاندی راپورته کړی.

په همدی حال کی سرګئی لاوروف؛ د روسیه خارجه وزیر امریکا تورن کړی دی چی د شمالی کوریا تحریک په هڅه کی چی خپل موشکی فعالیتونه ډیر کړی.

ښاغلی لاوروف، د شمالی کوریا هیوادونو سره د اړیکو پریع کولو د امریکا نمایندګانو غوښتنه چی په سازمان ملل کی مطرح سو، رد کړی او ویلی دی چی روسیه معتقد دی چی تحریمونه د بحران حل لاره نه دی او مذاکره غوښتونکی سوی دی.

همدی پیښو ته په کتو سره، د ډیرو تحلیلګرانو په باور، ددی دوو لویو قدرتونو اړیکی هیڅ وخت دومره نه دی خراب سوی. امریکایی ناظران معتقد دی چی پوتین د روسیه شوروی مړ قدرت بیرته ژوندی کولو په هڅه کی دی او په لړ کی یی روسیه یو ځل بیا کمونیزم سلطه دوری ته چی نړۍ باندی حکومت کوله، ورسوی.

هغه په دی برخه کی ډیر لوړ او اغیزمنده ګامونه اخیستي دی. په داسی توګه چی روسیه نن په هیڅ وجه سره د ګورباچف یا یلتسین ریاست جمهوری سره د مقایسی وړ نه دی.

هغه همدی مقصد لپاره روسیه داخلی سیاستونه روند او پروسی هم په دقت او حساسیت سره مدیریت کوی. ددی کار نشانی، د مدودف ریاست جمهوری په دوره کی په پوره توګه شکاره دی؛ هغه دوران چی په هغه کی، پوتین لمړۍ وزیر وو؛ خو عملا د هیواد ټوله چاری مدیریت کوله. د هغه وروسته چی پوتین ریاست جمهوری مقام ته ورسیدل مدودف خودکار توګه، لمړۍ وزیر سو؛ هغه شخص چی سیاسی نګاه څخه، د پوتین نږدی کسانو څخه دی.

هغه د پوتین خارجی سیاستونو په لړ کی هڅې ترسره کړی دی ترڅو د روسیه سنتی نفوذ او سلطی ډګر بیرته راوګرځوی.

منځنۍ آسیا جمهوریو ته نږدی سوی دی، د قفقاز حوزه هیوادونو په لړ کی عملا د نظامی سلطه تعمیم په هڅه کی دی، اروپایی شرقی هیوادونه ډیر ځلی د روسیی سره وفادار جناح او غربګرا جریان ملاتړ کوونکو ترمنځ د جنګ قدرت نیولو شاهدان پاته سوی دی.

د روسیه او چین نفوذ حوزه څخه د لیبی وتلو وروسته، د سوریه نوبت وو؛ خو د روسیه او ایران استراتژیک ملاتړ او یووالی، ددی خاوری د سقوط څخه مخنیوی وکړ او دا هم د پوتین هڅو څخه شمیرل کیږی.

امریکا هم په ښه توګه په دی برخه کی د نیتونو څخه خبر دی. امریکا ددی د ختیځ یا شرقی اتوریته بیرته ژوندی کولو څخه ډیر په اندیښنه کی دی چی اصلی مغز یی پوتین دی.

له همدی امله، د امریکا او روسیه اړیکې اوس د سړه جنګ په فضا کی جریان لری او یو بل ته د بدبین او اطمینان نه شتون سره روان دی.

په دی منځ کی، ترامپ نقش، تقریبآ صفر دی. هغه چی د روسیه سره اړیکو او حتی قدرت ته رسیدلو لپاره د مسکو ملاتړ باندی تورن دی، د شخصی نظره، د دشمن زړه کی د پوتین لپاره یو مطلوب عنصر بلل کیږی؛ خو په عمل کی، دداسی شخص حضور، په امریکا کی د روسیه ځواکمند مخالفان د هر وخت څخه د هغه هیواد په وړاندی تحریک کړی او هغه د روسیه په وړاندی حساسیت راپورته کړ.

https://avapress.com/vdccx0qsp2bqpi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته