دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۷:۰۳
د مطلب کود : 154377
اسلام نړۍ؛ بریالیتوب او یووالی لوری ته حرکت



د وحدت اونۍ او اسلام ګران پیغمبر (ص) د میلاد رارسیدو سره همزمانه، د مصطفی(ص) دوهم جشنواری لوی جایزه و پروفسور ایرول ګلنبه د ترکیه څخه او پروفسور محمد امین شکر اللهی ایران څخه، ورته ورکړل سو. هر دواړه پوهان، د مصطفی خاص نشان سربیره، د ۵۰۰ زور دالرو په اندازه مبلغ د مصطفی علم او فن آوری بنیاد له لوری ترلاسه کړل.
د رسنیو څخه په نقل سره په دی مراسم کی د نړۍ برجسته شخصیتونه، بالخصوص اسلام نړۍ برجسته شخصیتونه حضور درلود او دا مراسم د تهران وحدت تالا کی رامنځته سو، دا دوه اسلامی برجسته پوهان چی ابداعات او اختراعات یی نړیوال اثر درلود، خپل نشان او جایزه ترلاسه کړل. په دی مراسم کی د نړۍ علومو آکادمیمشر او همدارنګه د اسلام نړۍ علومو آکاډمی مشر هم شرکت درلود.
پروفسور ایرول ګلنبه د ترکیه څخه، د کامپیوتری شبکو عملکرد ښه والی او ارزونې لپاره د روشونو او مدلونو ارائه کوونکی دی چی ګلنبه شبکو په نامه مسمی سوی دی.
پروفسور محمد ایمن شکراللهی د ایران څخه هم چی البته ددی هیواد څخه دباندی علمی فعالیتونو باندی مصروف وو، د نړۍ کامپیوتری خطا کدونو تصحیح لپاره پرمختللی کد چی ربتور کد نومیږی، ابداع کوونکی دی.
په جاری کال کی چی ددی پیړۍ مهم پیښه یعنی د داعش امپراطوری سقوط د هغوی ملاتړ کوونکو میل برخلاف رامنځته سوه او اسلام نړۍ خوشحالی کی غرق کړه، اسلام نړۍ کی یو بل مبارک پیښه رامنځته سو.
هغه څرخیدنه او بدلون چی د ترکیه هیواد امنیت او ثبات منځته راوړه او هم د ترکیه دولت په مرسته داعش تروریستی ډله سقوط ته ډیر ژیر نږدی سو.
د اسلام په نړۍ کی زړه سواند پوهان باور لری چی ترکیه دولت خپل دا ډول تګلاری سره، کیدلای سی مناسب الګو وی د نورو سیمه ایزو دولتونو لپاره چی تراوسه د اسلام نړۍ او اسلامی امت ګټی او مصالحو باندی سم نه دی پوه سوی او همداسی د اسلام دشمنانو استکبار او استعمار سره لاس لری.
د اسلام نړۍ مسائلو تحلیل کوونکی په دی باور دی چی د مسلمانانو شوکت او قدرت تمدن اوج ورځې رارسیدلی دی او ګواه یی هم د ترکیه جمهوریت او ایران اسلامی جمهوریت دوه سیمه ایزو لویو قدرتونو نږدی کیدنه دی چی هغوی سران او مشران د اسلام نړۍ پيچلی او ظریف مسائلو باندی پوهیدو سره او هم د اسلام او اسلامی امت استعمار او استکبار په وړاندی خطرناک توطئو باندی پوهیدو سره، یو بل ترڅنګ قرار ونیولاو دا نږدی کیدنه کولای سی اسلام نړۍ نور هیوادونه هم دا ته وهڅوی ترڅو د سلیقه ای او جزئی مسائلو په پریښیدلو سره، د نړۍ په سطحه د دوو میلیاردو مسلمانانو ګټو ته فکر وکړی او لاس په لاس ورکولو سره، یو قدرت سی ترڅو ټول مستکبر دشمنان ورڅخه حساب یوسی.
یو د ښو او بریالیتوبونو څخه چی دمسلمانانو په اختیار کی قرار لری او په تاسف سره هغوی نه دی توانیدلی چی دهغه څخه د وحدت او دینی مشترکاتو عمده محور په حیث پوره ګټه پورته کړی، د اسلام ګران رسول(ص) میلاد او وحدت او یووالی اونۍ دی.
بیله کوم اغراقه ویلای سو چی د اسلام ګران پیغمبر ص مبارک میلاد په کلیزه کی شته پوتانسیل خپله یو بی بدیل جاذبه دی چی کولای نړۍ مسلمانان د یو محور او مرکز باندی راټول کړی، داسی چی هیڅ وخت متفرق او پراکنده نه سی او لکه څنګه چی اسلام نړۍ کی نوی بدلونونه شکاره کوی، دا مبارک لاره د عملی کیدو په حال کی دی او داسی په نظر رسیږی ددی لپاره چی لاره تردی هم سریع سی او مسلمانان نور هم ژیر یووالی او اتحاد ته ورسیږی، څو کار باید ترسره سی.
لمړۍ داچی د اسلام نړۍ زړه سوانده نوی علما د مسئولیت احساس وکړی او مسلمانانو امتونو یووالی لپاره ځان ته یو سخت تکان او بدلون ورکړی او خپل ټول هڅې په دی لاره کی وآزمایی او ټول مادی او معنوی امکاناتو سره ډګر ته راسی او خپل خبرو او عمل سره، اسلامی امت وحدت او یووالی ته وغواړی.
دولتونه هم باید علماوو سره باید په دی لاره کی مرسته وکړی او هغوی ته لازم او د اړتیا وړ امکانات رامنځته کړی.
مسلمان دولتونه په حقیقت کی د هر ډول سیاست څخه لیری، باید د مسلمانانو یووالی او همبستګی لپاره برنامه ولری او شپه او ورځ باید هڅه وکړی، صادقانه عمل وکړی او نفاق څخه پرهیز وکړی او اسلامی ټولنو په منځ کی وحدت او یووالی سره نصرت او یاری وکړی.
رسنۍ مخکی د ټولو څخه د اسلام نړۍ همبستګی او وحدت لپاره باید پلان او طرحه ولری او د ډیرو بی ځایه او پوج برنامو خپریدو پرځای، د وحدت ګرایانه مستندونو او سریالونو په جوړولو سره، په دی برخه کی د نړۍ ځوان سرمایه او انرژی مصرف کړی؛ ترڅو د خدای په مرسته په ټول اسلامی ټولنو کی اخوت او یووالی رامنځته سی او اسلامی امت د هر ډول اندیښنو او سرګردانیو څخه وژغورل سی.

https://avapress.com/vdccm0qsm2bqp18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته