دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۲۶
د مطلب کود : 154399
طالبان؛ سوله که له منځه وړنه؟



د ناتو عمومی منشی طالبانو ته په خطاب کی وویل چی باید سولې مذاکراتو ته وارد سی او بیله هغه به په شدت سره وټکول سی.
ینس استولتنبرګ؛ د ناتو عمومی منشی تیره ورځ د بلژیک پایتخت بروکسل کی، د طالبانو څخه وغوښتل ترڅو سولې ته وارد سی، بیله هغه، افغان ځواکونه د ناتو ملاتړ ځواکونو په مرسته د هغوی له منځه وړلو لپاره به اقدام وکړی.
د ناتو دا لوړ پوړۍ چارواک ویلی دی چی د طالبانو لپاره یواځنۍ لاره، د سولې مذاکرات دی او که ددی ډلی کسان سولې سره یوځای نه سی، افغان او خارجی ځواکونو بریدونه د هغوی په وړاندی پراخیږی.
دا په داسی حال کی دی چی د امریکا نوی تګلاره اعلان وروسته د افغانستان په اړه، د طالبانو په وړاندی خارجی او داخلی امنیتی ځواکونو بریدونه پراخیږی.
له بل لوری ولسمشر غنی او نور حکومتی چارواکی، ډیر ځلی د طالبانو څخه وغوښته ترڅو د جنګ څخه لاس واخلی او سولې پروسه مبارزات د مدنی لارو څخه مخته یوسی.
بناپردی، د افغانستان مسایلو کارپوهانو په باور، د ینس استولتنبګر اخیر موضع، طالبانو په وړاندی لمړۍ اخطاریه نه دی او نه به آخر وی. مخکی له دی هم ډیر اخطاریه د خارجی چارواکو او افغانستان دولت له لوری ددی ډلی په وړاندی خپور سوی دی چی هیڅ ګټه یی نه دی درلودلی.
پوهان په دی باور دی چی طالبانو معضل، د هغه څه څخه بنیادی دی چی ناتو یا افغانستان دولت یی تصور کوی. دا یواځی د داخلی ناراضی ډلی مساله نه دی.
طالبان د سیمه ایزو قدرتونو نماینده، په افغانستان نیابتی جنګونو کی دی؛ هغه جنګ چی تاریخی پیچلی نا حل سوی مسایلو کی ریشه لری او حل او فصل یی د یو ډلی یا کوم ائتلاف تر وس لاندی نه دی.
په روشانه بیان سره، د طالبانو له منځه ووړنه پاکستان قناعت ته اړتیا لری.
افغانستان اتمی تسلیحاتو باندی مجهز قدرتمند ګاونډۍ باید مطمئن سی چی د کابل سنتی سیاست اسلام آباد خصمانه نظر په اساس، د اساسه بدلون کړی دی. ددی کار لمړیو اړتیاوو څخه، د افغانستان او هند ترمنځ جاری راهبردی اړیکو باندی تجدید نظر دی.
دا هغه څه نه دی چی په آسانۍ سره د اسلام آباد لپاره قبول وړنه وی. پاکستانی ارشد چارواکی په افغانستان کی دولتی ضد تروریستی ډلو څخه هر اړخیزه ملاتړ څخه انکار سربیره ډیر ځلی دا موضوع په صراحت سره اعلان کړی دی چی هند اوسنۍ نقش د افغانستان په مساله کی، د هغوی لپاره د قبول وړنه دی او اسلام آباد د خپلو ټولو ظرفیتونو څخه په ګټه اخیستنې سره غواړی ددواړو هیوادونو ترمنځ استراتژیک اړیکو پراختیا مخه ونیسی.
خو پرافغانستان باندی اوسنۍ حاکم شرایط په دومره اندازی سره بحرانی دی چی اجازه نه ورکوی پاکستان رفتار او چلند د بین المللی رایج نورمونو په اساس، ورته رسیدګی وسی. د تروریزم جنون مهار چی پاکستان ورڅخه خپل استراتژیک مقاصدو ته رسیدو لپاره د هند په وړاندی په افغانستان کی ګټه اخلی، د حل لاری پیدا کولو اړتیا لری.
بل موضوع چی په افغانستان کی د امنیت او ثبات په وړاندی قرار لری، د اوسنۍ نیابتی جنګ کی تازه طرفونو زیاتیدنه دی. د امریکا او پاکستان اړیکو سمیدو سره د ترامپ پاکستانی ضد رهبردی عملیاتی اعلان په لړ کی، اسلام آباد په شکاره توګه شرق محور ته مخه کړی او روسیه، ترکیه او ایران ته تمایل شکاره کړی دی.
دا استراتژیک تګلاره کولای سی په افغانستان کی سولې او جنګ معادلات هم پیچلی کړی او د حل لاری یی هم پیچلی کړی.
په دی منځ کی، د ناتو او امریکا نظامی ګری او میلیتاریزم یو اړخیزه اتکا په افغانستان کی جاری بحران پای ته رسولو لپاره، کولای سی وضعیت نور هم پیچلی کړی.
طالبانو قرار ورکول د سولی یا هم له منځه تلنې په وړاندی، د همدی ډولونو تګلارو څخه دی؛ ځکه چی طالبان سولی او مذاکری ته بلل د افغانستان امنیت او سیاست برخه کی لوبه کوونکی قدرتونو پوری اړه لری؛ هغه څه چی داسی په نظر نه رسیږی چی د ناتو او امریکا سخت او انعطاف ناپذیر سیاست امکان او ظرفیت یی ولری.
ددی سیاست ادامه په صورت کی، طالبان نه به سولې ته مخه کړی او نه به هم له منځه یوړل سی.

https://avapress.com/vdcgyt9qyak9nw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته