دخپریدو نیټه :جمعه ۱۷ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۰۵:۲۸
د مطلب کود : 154456
د سولې پروسی اساسی خنډونو ته کتنه



کریم خلیلی؛ د سولې عالی شورا مشر اعلان کړ چی د سولې په پروسه کی دولت مقابل لوری طالبانو ډله ده نه داعش.
هغه وویل چی که قراروی داعش او طالبان یوشان وبولو، زه باور لرم چی یو بیلاریتوب ته ځو او بالخصوص امنیتی مسئولینو څخه غواړم چی داسی اظهارات ترسره نه کړی چی سوله پروسه زیان ووینی.
د ښاغلی خلیلی په وینا طالبان په ۱۳۹۴ کال کی په یو نظامی عملیات کی هزاره خلګو پوری اړوند غیری نظامیان د داعش څخه وژغورل.
ښاغلی خلیلی وویل د افغانستان لپاره سوله د یو جدی غوښتنې او ضرورت په حیث مطرح دی.
د ښاغلی خلیلی په وینا د مقابل لوری سره تماس او اړیکی زمینه برابره سوی ده.
اکرم اخپلواک؛ د سولې عالی شورا مشر هم وویل چی حکومت بیله هیڅ شرط د طالبانو سره خبرو ته حاضر دی او طالبانو غوښتنې په هغه کنفرانس کی چی یو میاشت وروسته به جوړ سی، وڅیړل سی.
د ښاغلی خلیلی تازه اظهارات د سولې په اړه طالبانو سره او داعش جنګ لپاره، شاید وکولای سی د ځینو ناظرانو لپاره ددی مبهم پروسی وضعیت یو څخه شفاف او روشانه کړی او په دی برخه کی ځینی پوښتنو ته ځواب ورکړی؛ خو پوهان وایی چی دا اقدام، نه سی کولای چی د سولې پروسې جدی مشکلاتو ته ځواب ورکړی.
د پوهانو په باور، مذاکره د طالبانو سره بیله کوم مخکی شرط، خپله پوښتنه منځته راوړونکی دی؛ ځکه دا کار، د طالبانو هغه قوماندانان او مشران او غړۍ چی عملا د خارجی قدرتونو مقاصدو او ګټو لپاره کار کوی، د سولې ګټو او نورو جانبی مزایاوو څخه نه برحذروی.
دا په داسی حال کی دی چی د ډیرو کارپوهانو په باور، طالبان طالبان ټول یو افغانی ډله نه ده چی د نظام څخه نارضایتی سره، مسلحانه شورش ته لاس اچولی وی. دا ډله ډیر ځلی شکاره کړی دی چی مخکی د هر څه، دا ډله د خارجی قدرتونو راهبردی اهدافو لپاره کار کوی او ورته لمړیتوب لری او ترڅو دا ګټې او مقاصد د جنګ یا سولې خبرو اترو په نتیجه کی تضمین او تامین نه سی، هغوی نه یواځی د سولې قبلولو لپاره حاضر نه سی؛ بلکه خپل جنګ او وژنو او تاوتریخوالی او ترور او انتحار ته ادامه ورکوی.
بل مهم خبره، د خارجی او بین المللی تروریستی سازمانونو سره طالبانو مستحکم او مستمر همکاری دی. همدا دوه ورځی مخکی رسنۍ د عمر خطاب؛ د القاعده لوړپوړۍ قوماندی د وژل کیدو څخه په افغانستان کی خبر ورکړ.
له بل لوری، د ښاغلی خلیلی د اظهاراتو سره تقریبآ همزمانه د نورستان جنګ وهلی ولایت والی اعلان کړ چی القاعده تروریستې ډله په نورستان کی، د طالبانو څخه مالی او تاکتیکی ملاتړ کوی.
ددی مخکی هم ډیر خبری د خارجی تروریستانو او طالبانو ترمنځ د پراخ همکاریو خبری خپور سوی وو. ښاغلی خلیلی او د سولې عالی شورا د هغه په مشری سره، ددی مواردو لپاره څه ځواب لری؟
څنګه کولای سو چی د هغه طالبانو سره سوله وکړو چی عملآ د بین المللی او خارجی بدنام تروریستی ډلو سره متحد دی؟
او بل نکته دا چی ښاغلی خلیلی او ټیم یی، نه دی مشخص کړی چی د طالبانو سره بیله کوم شرط او قید مذاکرات، د کوم ځایه او د څه په اساس مشروعیت لاسته راوړی دی؟
آیا هغوی د افغانستان خلګو یا لږ ترلږه هغه زرهاوو کورنیو نمایندګان دی چی د طالبانو له لوری تروریزم قربانی سوی دی؟
ښاغلی خپلواک، دا فوق العاده صلاحیت د کوم ځای نه لاسته راوړی دی چی د طالبانو له لوری عام قتل او نورو تاوتریخوالو دوسیی په نادیده نیولو سره، د تیرو ۲۰ کالو په نظر کی نیولو سره، د هغوی څخه دعوت کوی چی په کابل کی دفتر خلاص کړی؟!
دا مسایلو او پوښتنو ته په کتو سره، کوم توپیر د طالبانو او داعش ترمنځ شتون لری؛ په داسی حال کی چی دواړه ډله، د داخلی او خارجی تروریستانو څخه تشکیل سوی دی، دواړه د بیګانګانو مقاصدو او ګټو لپاره جنګیږی، دواړه ډلې جنګی او بشری ضد جنایتونو باندی اقدام کوی او دواړه ډلی د افغانستان بین ګناه او بی دفاع خلګو وینی باندی لاسونه یی وینی دی؟
دا ټوله هغه مشکلات دی چی په ټول هیواد کی سولې پروسه د افغانستان دولت په مشری خنډ سره مخ کړی دی او داسی په نظر نه رسیږی چی نادیده نیول یی آسان او بیله کوم مشکله وی.

https://avapress.com/vdcamyn6i49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته