خوښ ديک ۰

افغانستان؛ هم قدس، هم امریکا؟

افغانستان؛ هم قدس، هم امریکا؟



د دونالد ترامپ جنجالی تصمیم د قدس شریف په رسمیت پيژندلو سره د اسراییل پایتخت په حیث، د اعتراض او خشم پراخ موجونه په افغانستان او نورو اسلامی هیوادونو کی رامنځته کړی دی.
په افغانستان کی په زرهاوو کسان، د جمعی په ورځ د ترامپ ددی تصمیم په وړاندی، لاس په لاریون وهلی او د ترامپ دا اسلامی ضد اقدام سخت محکومیت سربیره، ټینګار وکړ چی د امریکا دا تصمیم د مسلمانانو لپاره د قبول وړنه دی.
په کابل کی، په زرهاوو لمونځ کوونکی د جمعه لمونځ اداء کولو وروسته، پراخ لاریون رامنځته کولو سره، د ترامپ دا تصمیم محکوم کړ.
لاریون کوونکی، د ( زنده باد اسلام ، مرګ پر امریکا ، مرګ بر اسراییل او مرګ امریکا ولسمشر باندی ) په شعارونو او الله اکبر په نعره سره په داسی حال کی چی د ( بیت المقدس سره خط ) شعار هم لیږدوله، د کابل او واشنګتن اړیکو پای ته رسولو غوښتونکی سو.
په نیمروز، پنجشیر، تخار او هرات کی هم پراخ لاریون رامنځته سو.
د افغانستان جمعی ورځ لاریونونه د امریکا ولسمشر تصمیم په وړاندی دا شکاره کړ چی مسلمان ملتونه باید بیدار او ویښ واوسی او اجازه ورنه کړی چی اسلامی مقدساتو کیان د د جهانخوار صهیونیزم او استکبار او استعمار له لوری، غصب او غارت او مصادره سی.
دا اعتراضونه په داسی شرایطو کی صورت نیسی چی ډیر، ریاست جمهوری هم د ترامپ دا تصمیم په وړاندی غبرګون ښودلی دی او هغه په خاور میانه کی د سولې په وړاندی خنډ بللی وو او د بیت المقدس برخلیک ټاکل د بین المللی قوانینو په چهارچوکاټ کی، غوښتونکی سوی وو.
بناپردی، د کارپوهانو په باور، د جمعی ورځی لاریونونه له یو نظره، د افغانستان ریاست جمهوری ارګ ماڼۍ منفی موضع په لړ کی د ترامپ تصمیم په وړاندی صورت ونیوله او په دی ترتیب، ارګ او خلګ د بین المللی حساس مسایلو کی هملاری او هم غږه سو.
خو په دی منځ کی، یو واضح توپیر د ارګ موضع او خلګو غبرګون په منځ کی شتون درلود.
ریاست جمهوری ارګ، آګاهانه د ترامپ تصمیم محکومیت څخه ډډه وکړه او یواځی یو یو خنثی بیانیه په صدور سره اکتفا وکړه.
دا په داسی حال کی وو چی خلګ د هرات څخه تر کابل پوری او دنیمروز څخه تخار او پنجشیر پوری، د ترامپ تصمیم نه یواځی دا چی محکوم کړ؛ بلکه د بیلابیلو شعارونو په ورکولو سره او د هغوی بیرق ته اور ورکولو سره، د کابل او واشنګتن اړیکو پری کیدو غوښتونکی سو.
په هرات کی، لاریون کوونکی حتی ددی څخه هم لوړ تللی او اخطار ورکړ چی که ترامپ، خپل تصمیم بیرته لغوه نه کړی، باید په افغانستان کی د امریکایی نظامیانو د تلفاتو ډیریدو شاهدان وی.
د دولت موضع د سیاسی نظره، د درک وړ دی. افغانستان دولت هر اړخیزه توګه، امریکا پوری تړلی دی؛ داسی چی تصور کیږی چی حتی که یو ورځ هم امریکا خپل ملاتړ د افغانستان څخه واخلی، سقوط به ددی تصمیم لمړۍ نتیجه وی.
کابل د واشنګتن سره، امنیتی او راهبردی پیمان امضا کړی دی او عملآ د امریکا او امریکا ملاتړ کوونکو نظامی ځواکونو څخه هر اړخیزی حضور څخه کوربه توب کوی.
دا ټوله د یو مسلمان دولت انقلابی غبرګون په وړاندی یو خنډ وو.
په دی منځ کی خو د خلګو غږ، بیله شکه نه یواځی د افغانستان دولت څخه لوړ ولاړل، حتی د ډیرو مسلمان ملتونو څخه هم په سیمه کی لوړ وو.
دا همغه تناقض دی چی امکان لری په ډیرو مواردو کی هم دولت په یو سخت دوه لاریتوب کی قرار ورکړی. لکه د یمن جنګ، سوریه بحران، داعش سره مبارزه او...
دا چی دا دوه ګونی توب د ملت او دولت ترمنځ، کوم اغیزه د دولت او ملت پر اړیکو باندی په افغانستان کی لری، هغه بحث دی چی بیل څیړنو ته اړتیا لری؛ خو هغه څه چی په حاضر حال شتون لری دادی چی داسی په نظر رسیږی چی افغانستان دولت، د امریکا سره پراخ وابستګی درلودلو سربیره، د نړۍ او سیمی مسایلو به اړه، باید خپل استقلال او مستقلانه اقتدار شکاره کړی.
افغانستان نه سی کولای چی د قدس یا سیمه ایز نزاع او جنګونو په شان مسایلو کی چی په هغه کی امریکا عملآ د یو استکباری قدرت په حیث نقش لوبوی، د واشنګتن سیاستونو او مواضعو څخه تبعیت وکړی؛ مګر داچی د سعودی عربستان، مصر، بحرین، امارات او... په شان اسلامی باورونه نادیده ونیسی.

دوشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۵۷
د مطلب کود: 154607 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *