دخپریدو نیټه :جمعه ۲۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۵۴
د مطلب کود : 154808
د اسراییل څخه هم لوی خطر



یسرائیل کاتس؛ د اسرائیل رژیم اطلاعاتو وزیر د محمد بن سلمان؛ عربستان ولیعهد څخه غوښتنه کړی ترڅو اسرائیل ته سفر وکړی.
هغه ویلی دی چی عربستان باید د امریکا سره د ایران سره مقابلی لپاره استراتژیک ائتلاف ولری.
د اسرائیل اطلاعاتو وزیر د عربستان ایلاف انترنیتی ورځپاڼې سره په مصاحبه کی د سعودی عربستان پادشاه څخه غوښتۍ دی ترڅو بنیامین نتانیاهو خپل هیواد ته وغواړی او خپل خپل ولیعهد اسرائیل ته واستوی.
د عربستان ولیعهد څخه دعوت برخه د ایلاف سایت څخه پاک سوی دی؛ خو اسرائیل اطلاعاتو وزیر د هاآرتص سره په مصاحبه کی هغه تائید کړی دی.
د اسرائیل رژیم اطلاعاتو وزیر په دی مصاحبه کی په سیمه کی د عربستان نقش پراختیا په اړه خبری کړی دی.
یسراییل کاتس د مصر ترڅنګ، د عرب نړۍ مشر بللی او ویلی دی چی اړین دی چی عربستان د سیمی سولې پروسه کی نقش ولری.
مخکنۍ میاشت کی هم دا سعودی ورځپاڼه د ګادی آیزنکوت؛ اسرائیل رژیم ځواک ستاد کل مشر سره مصاحبه وکړ چی په هغه کی هغه ایران د سیمی لپاره لوی ګواښ وبلل او وویل چی عربستان هیڅ وخت د اسرائیل دشمن نه وو.
کارپوهان وایی چی د اسراییل رژیم اطلاعاتو وزیر اخیر مصاحبه ددی سعودی ورځپاڼې سره، د تفسیر وړ دی او شکاره کوی چی سعودیان په مستمر توګه، په دی هڅه کی دی ترڅو د تل آویو رژیم سره خپل اړیکو عادی کولو لپاره، ذهنی زمینه سازی وکړی.
دا په داسی شرایطو کی دی چی دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر په یو تکان ورکوونکی اقدام سره قدس د اسراییل رژیم پایتخت او مرکز په حیث په رسمیت وپیژانده او سعودیان په ساده اندیښنه ښودلو سره اکتفا کړی دی.
په دی حساب سره، د پوهانو په باور، ټوله شیان د اسلامی ټولنې په منځ کی سیاسی خرابیو څخه حکایت لری؛ هغه خرابۍ چی د صهیونیستانو او سعودیانو ترمنځ اړیکو علنی کولو په لړ کی به رامنځته سی او په نتیجه کی یی، سعودی مشران چی تراوسه د خادم الحرمین په وروستاړۍ باندی پیژاندل کیده، عملآ د اسلام په نړۍ کی د صهونیزم په مزدوران باندی بدل سی او امریکایانو او صهیونیستانو په مرسته، د هغوی نقشی د اسلامی ځمکو او حاکمیتونو په وړاندی عملیاتی کړی.
دا د پوهانو په باور، د اسراییل څخه هم لوی خطر دی؛ ځکه د اسراییل دشمنی د مسلمانانو او اسلام سره په پوره توګه محرز او شکاره دی؛ خو سعودی عربستان د اسلام په نړۍ کی د لستونۍ مار په شان چی د قضا څخه د وحی پر ځمکه هم سلطه لری او د مسلمانانو دینی ترټولو مقدس مهم اماکن د هغوی ترحاکمیت او سلطه لاندی قرار نیولی دی، د دننې څخه د اسلام په وړاندی به توطئه جوړه کړی او په دی ترتیب، هغه کار چی اسراییل او امریکا مخکی له دی ونه سوای کړای، دا ځل به د سعودیانو په مرسته ترسره کړی.
دا لوی خطر د اسراییلی صهیونیزم او امریکایی امپریالیزم څخه دی. اسلام نړۍ ددی اتحاد په علنی کیدو سره د یو لوی آزموینی په وړاندی به قرار ولری؛ هغه آزموینه چی باید مشخص کړی چی د فلسطینیانو حق او احقاق لپاهر مبارزه، فلسطین لمن ته د قدس بیرته ګرځونه او اسراییل سرطانی غده ریشه کن کولو لپاره د مسلمان امت بدنه څخه، څنګه کولای سی د حرمین شریفین خادمانو او مسلمانانو لمړۍ قبله غارت کوونکو اتحاد سره، تازه او نوی برخلیک تجربه کړی.
سعودی او صهیونیستی رژیمونه، دواړه هڅه کوی ترڅو په خاور میانه کی د ایران نقش تور شکاره کولو سره، دا هیواد د اسلام نړۍ او مسلمانانو لوی دشمن معرفی کړی او په دی ترتیب، د اسلام نړۍ اصلی دشمن یعنی اسراییل څخه د ټولو مسلمانانو فکرونه واړوی.
دا انحرافی ایده حتی په افغانستان کی په ډیر قدرت سره د خپریدو په حال کی دی. د ګلبدین حکمتیار څو ورځی مخکی خبری په خوست کی، ایران مسلمانانو لوی دشمن معرفی کړ هم ریشه په همدی کار کی لری.
اسراییلی او امریکا او سعودی عوامل او صهیونیستان مزدوران، په انحرافی او خرافی القائاتو سره هڅه کوی ترڅو صهیونستانو او صعودیانو په وړاندی د مسلمانانو متحد کیدو او جمعی غبرګون مخه ونیسی؛ خو مسلمان ملتونه ویښ دی او پوهیږی چی څوک د اسلام نړۍ او مسلمانانو اصلی دشمن دی؛ هغه کسان چی د قدس غاصبین او یهودیانو لوری ته د ملګرتیا لاس اوږد کی دی یا هغه کسان چی په ټول توان سره، د فلسطین حق او لمړۍ قبلی څخه دفاع لپاره مبارزه کوی.

https://avapress.com/vdcbgab8wrhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته