دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۰۳
د مطلب کود : 154946
د قدس مصادره؛ کعبه په خطر کی دی؟



رجب طیب اردوغان؛ د ترکیه ولسمشر د یو اظهاراتو په لړ کی د امریکا ولسمشر اخیر اقدام په وړاندی چی قدس د اسراییل رژیم پایتخت په حیث وپیژندل، وویل چی ددی ښار له لاسه ورکول د مکه مکرمه او مدینه منوره د لاسه ورکولو په معنی دی.
اردوغان د جمعه ورځې په شپه د امریکا ددی اقدام په وړاندی وویل: که قدس له لاسه ورکړو، مدینه منوره به هم لاسه ورکړو او که مدینه له لاسه ورکړو، مکه به هم له لاسه ورکړو او که مکه مکرمه هم لاسه ووتل، کعبه به هم له لاسه ووځی.
هغه اظهار درلود چی د دونالد ترامپ اخیر تصمیم د بیت المقدس په اړه، د اسلام نړۍ په وړاندی یو نوی توطئه خطر ښودونکی دی.
اردوغان ادامه ورکړ: که مسلمانان ونه سی کړاي دا اقدام په وړاندی مناسب ځواب ورکړی، دا توطئه به هغوی باندی عملی سی.
دا چی د ترکیه ولسمشر باطنی نیت او انګیزه ددی خبرو څخه څه دی، د ارزښت دوهمه درجه کی قرار لری؛ خو د اسلام نړۍ ډیرو کارپوهانو په باور، د قدس اعلامول د اسراییل رژیم پایتخت په حیث، په سعودی عربستان کی د مسلمانانو دینی مراکزو او مقدس ترین اماکنو لپاره لوی خطر بلل کیږی.
دا اسلامی هیوادونو باندی اسراییل او امکریا هژمونیک قدرت په دلیل نه دی؛ بلکه د مسلمانانو ټولنو برخلیک باندی مسلط سیاسی رژیمونو سر سپارنې له امله دی.
په همدی اخیرو کی چی ترامپ دا تصمیم ونیوه نو سعودی عربستان او مصر او بحرین او امارات، تر ټولو بد او منفعلانه غبرګون ددی تصمیم په وړاندی وښوده.
دا په داسی شرایطو کی وو چی دا هیوادونه، په اسلامی هیوادونو کی د امریکا سره اقتصادی او نظامی پراخ همکاری لری او که وغواړی په سادګی سره کولای سی د همدی اهرمونو څخه په ګټه اخیستنې سره، ترامپ تنبیه کړی او هغه ددی تصمیم څخه پشیمان کړی.
د مثال په توګه، دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر د همغه سره سعودی عربستان ته یو شیدی ورکوونکی غوا په حیث کتله، ریاض ته خپل څو ورځو مخکی سفر کی، د ریاض رژیم شاهزادګانو څخه نږدی ۵۰۰ میلیاردو دالره لاسته راوړه او امریکا ته بیرته په ډک لاس وګرځید.
اضافه پردی، د سعودی شاهزادګانو لوی ثروت څخه په سلهاوو میلیارده دالره په بانکونو، بورس بازارونو، مالی موسساتو، تجاری مراکزو او امریکا رسنیزه مراکزو کی سرمایه ګذاری سوی دی چی که یو ورځ هغوی تصمیم ونیسی چی خپل سرمایه د امریکا څخه خارج کړی، د امریکا ټول اقتصادی سیستم به فلج سی.
دا مسایلو ته په کتو سره، د پوهانو په باور، د قدس مصادره، هیڅ وخت د ترامپ لپاره یو سخت تصمیم نه وو. د سعودی رژیم سرانو مخکنۍ خبرتیا هم ددی تصمیم څخه نه سی کولای حیرانوونکی وی؛ څه وروسته ددی د اسراییل اطلاعاتو وزیر، د سعودی ایلاف ورځپاڼې سره بی ساری مصاحبه کی د سعودی ولیعهد ته توصیه وکړ چی تل آویو ته سفر وکړی او هم نتانیاهو څخه وغواړی ترڅو ریاض ته ته سفر وکړی.
بناپردی، سعودیان نه یواځی دا چی حاضر نه دی د قدس څخه د صهیونیستانو غاصبانه اشغالګری څخه دفاع وکړی؛ بلکه شاید امریکایانو او صهیونیستانو ته دا لوی امتیاز ورکړی وی چی ریاض سره خپل اړیکو ته پراختیا ورکړی!
په داسی شرایطو کی، حق د اردوغان سره دی چی د مدینه منوره او مکه معظمه او کعبه شریفه څخه اندیښمند وی؛ ځکه د هغه لاری نتیجه ده چی د ریاض سران د امریکا او اسراییل سره په ملګرتیا کی مخته نیولی دی او د هغوی لپاره هیڅ ارزښت نه لری چی ددی ذلت بار او حقارت لرونکی ملګرتیا ترڅنګ، کوم بلا د اسلام او اسلامی مراکزو باندی راوړی.
بناپردی، نور اسلامی دولتونه او ملتونه، باید د سعودی- صهیونیستی ددی ننګین قمار په وړاندی د مسلمانانو مقدس اماکنو برخلیک باندی محکم ولاړ وی او اجازه ورنه کړی چی اسلام او مسلمانان، په شکاره توګه د څو خود پرسته او شهوت پرسته شاهزادګانو فکرونو قربانی سی.
په لمړۍ ګام په دی لړ کی، مسلمان هیوادونه باید د دینی مقدس اماکنو مدیریت په مکه او مدینه کی د یو مشترک هیات په غاړه واچوی چی د اسلامی هیوادونو نمایندګانو څخه تشکیل سوی وی او په دی اساس، ددی مراکزو حریم مصونیت او امنیت د سعودیانو او صهیونیستانو لاس غځونو څخه تامین کړی.

https://avapress.com/vdceee8zpjh8noi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته