کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

که نور ولاړ سی، داعش راځی؟

1 جدی 1396 ساعت 23:33




د بلخ والی عطامحمد نور په اړه د ارګ ماڼۍ د تصمیم اعلانیدو وروسته ځینی سیاسی او جهادی او دینی علما او بلخ خلګ د عطامحمد نور سره لیدنه وکړه.
په دی لیدنه کی، د ملی شورا خلګ، د ولایتی شورا مشر او ځینی نور غړۍ، سیاسی ګوندونو نمایندګان، سیاسی شخصیتونه، قوماندانان، دینی علما، سپین ږیری او د بلخ ولایت ځینی خلګ حضور درلود.
ګډون کوونکی د ارګ ماڼۍ د تصمیم سره مخالفت ښودلو سربیره د بلخ والی څخه هر ډول ملاتړ اعلان وکړ چی د خپل حق دفاع لپاره د هر ډول مبارزه لپاره آماده دی.
ګډون کوونکی په دی لیدنه کی د ملی وحدت حکومت رهبرانو ته اخطار ورکړ چی د بلخ برخلیک سره لوبه کول پریږدی او د عطامحمد نور د دندی ګوښه کولو په بهانه سره، د شمال او بلخ داعشی کیدو چانس برابر نه کړی.
په همدی حال کی ځینی نور سیاسی فعالین هم د ارګ ماڼۍ دا تصمیم محکوم کړ او ټینګار یی وکړ چی د ښاغلی نور برکناره کیدنه د هیواد د بی ثباتی لامل به وګرځی.
د ښاغلی نور څخه پراخ سیاسی ملاتړ نه بغیر، شمال ته د داعش لیږد لپاره زمینه برابرول، په حقیقت کی، د هغه لویو او لمړیو ګمانونو څخه دی دی چی د خلګو، ټولنیز شبکو، د وضعیت څیړونکو له لوری مطرح سو.
په دی وصف سره، حقیقت دادی چی د جنرال دوستم په تللو سره، ښاغلی نور، د هغه لږ پیداکیدونکو څیرو څخه دی چی کولای سی د افغانستان په شمال کی د داعش تروریستانو نفوذ او حضور په وړاندی حساب سی.
دا چی د بلخ ولایت، د ښاغلی نور ۱۵ کاله حاکمیت کی، د یو نسبتآ پایدار امنیت څخه برخمن وو هم د همدی ادعا روشانه دلیل دی او شکاره کوی چی ښاغلی نور اجازه نه ورکوی چی بین المللی تروریزم لکه څنګه چی په جنوب، ختیځ او د مکز ځینی برخو او د هیواد شمال ځینو ولایتونو کی چی د ښاغلی نور سلطه څخه خارج دی، قدرت نمایی کوی، په بلخ کی لمن وغځوی.
له بل لوری، ناظران باور لری چی ددی څخه مخکی، مشابه لاری څخه په ګټه اخیستنې سره، جنرال دوستم باندی تور لګولو سره، ځینی مخالف حلقات او قدرت دستګاه غوښته چی د ریاست جمهوری لمړۍ معاون مجبور سی چی د فاریاب او جوزجان او سرپل په شاوخوا کی د تروریستانو ضد نظامی جنګ قومانده پریږدی او ترکیه ته تبعیدی لپاره ولاړ سی، داعش او طالبان، د ښاغلی دوستم تر نفوذ لاندی سیمو کی د هغه وروسته لمړۍ ځای پرځای کیدونکی وو او په دی ترتیب، لکه څنګه چی وړاندوینه کیږی، بین المللی تروریستان د دوستم د غیبت څخه په ګټه اخیستنې سره د هیواد په شمال کی خپل سلطه او نفوذ پراخ کړی؛ ترڅو اوس ویل کیږی چی داعش د جوزجان ولایت درزاب ولسوالی کی، عملا د خلګو څخه باج اخلی، خپل خارجی ځواکونه د چچن څخه تر فرانسه پوری د خپلو کورنیو سره دا ولسوالی ته لیږدوی، په سلهاوو کوچنیان خپل نظامی زده کړو لاندی قرار ورکوی او مساجد ملایانو څخه، خپل ایدئولوژی خپرولو لپاره، اجباری او وسله ایز ګټه پورته کوی.
دا مسایلو ته په کتو سره، د همدی امله دی چی خلګ دا فکر کوی چی د بلخ څخه د عطامحمد نور د دندی برکناره کیدو سره به، په شمال کی د داعش استقرار او سلطه ډیر سی؛ البته دا نتیجه، لزوما په دی معنی نه دی چی د ریاست جمهوری اصلی مقصد د داعش نفوذ پراختیا سره مرسته وی، هغه څه چی په دی ورځو کی په د عطامحمد نور پلویانو او ارګ ماڼۍ تصمیماتو په وړاندی مطرح کیږی.
دا اندیښنې ته په کتو سره، ارګ ماڼۍ، باید د ښاغلی نور د برکناره کیدو لپاره یو مناسب لامل پیدا کړی چی په لړ کی یی، د عمومی افکارو د غلط تللو مخه ونیسی او د ښاغلی نور برکناره کیدنه یواځی ریاست جمهوری یو عادی صلاحیتونو څخه وبلل سی.


د مطلب کود: 155181

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/155181/نور-ولاړ-سی-داعش-راځی

آوا
  https://www.avapress.com