دخپریدو نیټه :جمعه ۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۳۵
د مطلب کود : 155182
نړۍ ته د ترامپ ذلت نه ډک نظر



دونالد ترامپ؛ د امریکا ولسمشر، اخطار ورکړی چی هغه هیوادونه چی امریکا ورسره مالی مرسته کوی، که په سازمان ملل کی د امریکا پرضد بیت المقدس ته د امریکا سفارت لیږد لپاره رای ورکړی ددی امکان شتون لری چی امریکا ددی هیوادونو سره مرسته قطع کړی.
ښاغلی ترامپ ویلی دی چی پریږدی زموږ په وړاندی رای ورکړی. موږ لپاره ارزښت نه لری. خو نور داسی نه دی چی زموږ په وړاندی رای ورکړی او وروسته په سلهاوو میلیونه دالره هم ورسره مرسته وکړو.
قرار دی چی د پنجشنبه په ورځ په عمومی مجمع کی مخکی لیکل سوی قطعنامه رای ورکولو لپاره پریږدی چی په هغه کی ترامپ به ژور تاسف وکړی.
نیکی هیلی؛ د امریکا سفیر په سازمان ملل کی اخطار ورکړ چی هغه هیوادونه چی دغه قطعنامه ته مثبت رای ورکړی، د احتمالی تنبیهی لپاره به ترامپ ته ګزارش کړی.
ترامپ د مالی مرستو قطع په اخطار سره نورو هیوادونو ته ویلی دی: موږ نور ددی اجازه نه ورکوو چی زموږ څخه ناسمه ګټه پورته کړی.
دا یواځی یو ګواښ نه دی؛ بلکه ترامپ هیوادونو ته د مالی مرسته قطع کیدو اخطار سره هغوی ژور توګه تحقیر او بی عزته کړی دی.
د امکریکا اوسنۍ ولسمشر چی خپله د نفرت او حقارت یو مجسمه ده، دا سخیف او سطحی ادبیاتو په استعمالولو سره، د نړۍ ټولو مشرانو سره خپل تر لاس لاندی کوچنیانو په شان چلند وکړ.
خو دا مخکی له دی چی د ترامپ شخصیت شکاره کوونکی وی، د امریکا تاریخ او کلتور شکاره کوونکی دی؛ هغه هیواد چی ځینو پرمختګونو په درلودلو سره ځان د تمدن او کلتور نماینده بولی او په دی ترتیب سره، د نړۍ ټول لوی هیوادونه چی افتخار څخه ډک کلتور او تمدن او تاریخ لری، داسی تحقیر او بی عزته کړی.
په دی ترتیب، ترامپ، یو امکریکایی بی نقصه او کامل نماد دی چی د سره باید وپیژندل سی.
زموږ وخت کی د امکریا نظامی قدرت، سیاسی سلطه، اقتصادی پرمختګ او صنعتی لاسته راوړنې او همدارنګه غیری انکاری رسنیزه ځواک پر نړۍ باندی تحمیل کړی دی.
ترمپ یو مهم نکته ته اشاره وکړه: پیسی٬ دا یعنی امریکا د پیسو په مرسته نړۍ خپل په ګټه څرخوی؛ داسی چی که یو بی اخلاق او هر ډول انسانی خاصیتونو څخه لیری شخص هر ډول چی اراده وکړی، د یو هیواد یو برخه د بل هیواد دایمی پایتخت په حیث په رسمیت پیژنی، د نړۍ ټول ملتونه ددی غاصبناکه او مریض ولسمشر تصمیم تبعیت او ملزم او مجبور دی؛ ولی؟ ځکه که داسی ونه کړی نو آمریکا به هغوی ته نور پیسی ورنه کړی.
په دی ترتیب سره، لکه څنګه چی مخکی هم د سازمان ملل شورا ټولو غړیو تصمیم او هڅې د امریکا یو منفی رای سره بی اثره او په صفر کی ضرب سو، د سازمان ملل عمومی مجمع ناسته هم د امریکا قدرت او اراده په ګټه لوری ته بدلون ورکوی او داسی، دالر د اکثریت دموکراتیک پر اراده باندی غلبه پیدا کوی!
د ترامپ او امریکا لپاره البته هیڅ ارزښت نه لری چی امنیت شورا او سازمان ملل عمومی مجمع په دی دلیل چی د نړیوال ټولنز اکثر غړیو هیوادونو عصاره دی، د کوم سیاسی او حقوقی او اخلاقی ځای او مرتبی درلودونکی دی او امکریا باید د اکثریت اراده په اساس، د هغو غړیو تصمی رای ته احترام وکړی. هغه څه چی هغوی لپاره ارزښت لری، امریکا، قدرت او هغه هیواد ګټې دی؛ حتی که دا کار، د غربی لیبرال دموکراسی اصل هم نقض کړی او د نړۍ ملتونو په تحقیر پای ته ورسیږی.
کوم شک نسته چی ډیر هیوادونه بالخصوص اسلامی هیوادونو مسلط لاس کښینول سوی او سر سپارلی دولتونه، ددی ګواښ او اخطار څخه به وبیریږی او د رای ورکوونی په وخت کی، د ترامپ امریکا په ګټه به تصمیم ونیسی.

https://avapress.com/vdch6mnzi23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته