دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۴۸
د مطلب کود : 155290
د پاکستان د مخه نیولو لپاره د امریکا وسیلې



مایک پنس؛ د امریکا ولسمشر معاون د افغانستان څخه د لیدنی څخه، پاکسستان ته اخطار ورکړی دی چی د هغه ډلو پناه ورکولو څخه ډډه وکړی چی په افغانستان کی جنګیږی.
هغه ټینګار وکړ چی امریکا په افغانستان کی د تروریستانو له منځه وړلو لپاره تر آخره دمه ادامه ورکوی.
ښاغلی پنس همدارنګه وویل چی امریکا سره د پاکستان مرسته د پاکستان په ګټه ده او زیاته کړه: پاکستان د ډیرو کلونو راهیسی طالبانو او نورو تروریستی ډلو ته پناه ورکړی دی؛ خو هغه وخت نور پای ته رسیدلی دی.
د ترامپ معاون پاکستان ته د ترامپ څو میاشه مخکی اخطار تکرار کړ او وویل: زه دا مساله یو ځل بیا تکراروم چی پاکستان د امریکا سره په مشارکت سره ډیر څه لاسته راوړی.
برعکس، دا هیواد به جنایتکارانو او تروریستانو ته پناه ورکولو سره به ډیر څه له لاسه ورکړی.
د ترامپ استراتژی اعلان وروسته، امریکا په افغانستان کی خپل سرتیرو شمیر ډیر کړی دی او مقصد یی د داعش او طالبانو سره مبارزه سرعت ورکول بللی دی.
سربیره پردی، د ترامپ استراتژی اعلان مخکی هم امریکایی چارواکی ډیر ځلی د افغانستان او آسیا جنوب په اړه مشابه اظهارات مطرح کړی دی او د پاکستان څخه غوښتی دی چی تروریزم ته پناه ورکولو او ملاتړ څخه لاس واخلی؛ سربیره پردی، نه پاکستان په چلند کی کوم بدلون راغلی دی او نه هم بین المللی مسؤول مراجع او لوی قدرتونه د پاکستان ددی کارونو درولو لپاره کوم موثر اقدام ترسره کړی دی.
دا په داسی حال کی دی چی د څیړونکو په باور، که څه هم په ظاهر کی، افغانستان په یو اړخیزه توګه د پاکستان خصمانه او تیرۍ اقداماتو تر آماج لاندی راغلی دی او په دی برخه کی لګښت ورکوی؛ خو ډیر شواهد شتون لری چی شکاره کوی چی پاکستان اقدامات د افغانستان په وړاندی ددی سبب سوی دی ترڅو د مخدره توکو او تروریزم او دولتی ملاتړ د تروریستی ډلو څخه نحسه چرخه یا دوران شکل ونیسی چی په نتیجه کی یی، د بین المللی امنیت ضریب په ډیر اندیښمند ډول سره کښته سوی دی او د ملتونو زیان لیدنه د تروریزم په وړاندی ډیر سوی دی او ددی تروریزم په وړاندی ملی ځواکونو تقابل او پایداری هم ډیر په بیریدونکی ډول کم سوی دی.
دا تحلیل ته په کتلو سره، بین المللی مسایلو پوهان ټینګار کوی چی پاکستان درول د شکاره ملاتړ څخه د تروریستانو سره یو نړیوال مسؤولانه مشارکت او ټولو مراجعو مسؤولانه اقدام ته اړتیا سته چی د بین المللی امنیت او ثبات او مصونیت په وړاندی دنده لری او اوس ددی وخت رسیدلی دی ترڅو د تروریزم ملاتړ کوونکو رژیمونو په وړاندی دریدلو سره د دولتی تروریزم درولو لپاره اقدام وکړی چی پاکستان یی نماینده حسابیږی، خپل دا تاریخی رسالت باندی عمل وکړی او اجازه ورنه کړی چی پاکستان تر ملاتړ لاندی تروریزم او نورو هملاره رژیمونه د هغه سره، نور د افغانستان او نړۍ امنیت او ثبات ته خطر نه کړی جوړ.
په دی برخه کی، روشانه اسناد او شواهد شتون لری چی د افغانستان په داخلی چارو کی د پاکستان شکاره مداخلات رسوا کوی چی دا ټوله د یو مستقل هیواد سیاسی استقلال او ملی حاکمیت نقض بلل کیږی او ددی اقداماتو مرګبار تبعاتو ته په کتو سره، شاید اسلام آباد نور هم وژنو او جنایتونو او تاوتریخوالی رامنځته کړی.
بناپردی، ددی هیله کیږی چی د ترامپ استراتژی د افغانستان او آسیا جنوب په اړه او هم امریکا ملی امنیت استراتژی چی په تازګیو سره اعلان سو، په شکاره توګه پاکستان د تروریزم ملاتړ کوونکی هیواد په حیث په رسمیت وپیژنی، لوی نړیوال قدرتونه چی د امنیت شورا غړیو څخه دی لکه امریکا، انګلیس او فرانسه چی په افغانستان کی د خارجی ځواکونو په چهارچوکاټ کی، مستقیمآ په دی هیواد کی جنګ کی مصروفه دی، د پیاوړۍ او مشخص حقوقی سازوکار څخه په ګټه اخیستنې سره چی سازمان ملل منشور یی په اختیار کی ورکړی دی، شته اسنادو باندی اتکا سره، پاکستان تر مجازاتو لاندی قرار ورکړی.
خو سربیره پردی دا اندیښنه هم شتون لری چی نړیوال غالب قدرتونه لکه امریکا، همداسی خپل لمړیتوبونه د پاکستان سره په اړیکه کی د سیمه ایز او بین المللی امنیت او ثبات څخه ترجیح ورکوی او ښه بولی او همدارنګه د اسلام آباد رژیم سره په مدارا او مماشاتو سره چلند وکی او دا اخطارونه یواځی د یو اخطار په حیث پاتیږی.

https://avapress.com/vdchwmnzv23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته