دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۳
د مطلب کود : 155618
آوا خبرګزاری؛ د داعش زخم څخه د ملګرو د ژبو تر زخم پوری



د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری او تبیان مجموعه تیره ورځ د داعش تروریستی ډلې یو بی رحمه برید لاندی راغلل او په لسګونه شهید او ټپیان د افغانستان امنیت او استقلال او آزادی څخه دفاع لپاره اسلام مقد دین او افغانستان مظلوم خلګو ته تقدیم کړ.
په لسګونه فال او متعهد او هڅو نه ډک خبرنګاران د هیواد علمی ټولنې څخه، په دی لاره کی خپل ګران ژوند له لاسه ورکړ او په سلهاوو کورنۍ په دی لوی غم کی د غم پر ټغر کیناسته.
په دی منځ کی، هغه لږ انتظار چی د افغانستان رسنیو لوی ټولنې څخه کیدله دا وو چی د رسنۍ ددی زخم خوړلۍ او داغ لیدلۍ غړیو سره همدردی وښیی او د تروریستانو بزدلانه اقدام محکوم او وغندی.
ډیر رسنۍ، علمی او کلتوری مرکزونه، مراجع، فعال سیاسی څیرې، دولتی عالی رتبه مامورین او هیواد پوهنتونونو علمی کادرونه، د پیغام په استولو او اړیکو نیولو سره د غم شریکی او همدردی شکارندوینه یی کړی دی.
په دی منځ کی خو د داعش ملګری، ددی ډلې نرم نظام د افغانستان د رسنیو او کلتور په برخه کی، د هغه جنایت په لړ کی چی دا بزدل ډله ترسره کړه، ددی ژور زخم پوری مالګي دوړولو ته ادامه ورکوی او په دی اقدام سره خپل استکبار او استعمار ټولو ته ښیی.
د طلوع تلویزیون ددی منحط او مبتذل جریان نماینده په حیث، د پیښی د شروع څخه راهیسی، دا هڅه کوی چی د داعش مسؤولیت او داعش ملاتړ کوونکو مسؤولیت ددی جنایت په لړ کې، لږ شکاره کړی او غلط او انحرافی او سفارشی تفسیر په ارائه کولوسره، د تبیان کلتوری مجموعی او افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری عملکرد او تګلاری ددی پیښی اصلی لامل بیانوی.
فهیم کوهدامنی چی شخصیتی هویت، فکری ماهیت، اخلاقی صلاحیت او رسنیزه سواد یی حتی د افغانستان کوچنیان هم پوهیږی، هڅه کوی چی هغه زخم چی داعش افغانستان ټولنې ته ورکړه، نوره هم ژوره کړی او ددی تروریستی ډلی جنایت نور هم پوره کړی.
په دی حال کی، د طلوع تلویزیون څخه د افغانستان رسنیو کورنیو یو غړۍ په حیث دا هیله وو چی لږ ترلږه د تبیان مرکز یا افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری څخه هم یو نماینده غوښتۍ وای چی د فهیم کوهدامنی په شان معلوم الحالی او تفرقه منځته راوړونکی شخص ځواب ورکړی وای او د هغه سره یو اړخیزه فیصله نه وای کړی!
طلوع په قصدی توګه دا کار څخه ډډه وکړه او د فهیم کوهدامنی لپاره یو اړخیزه تریبون په لاری اچولو سره، ټوله په افغانستان کی د داعش ترخدمت لاندی راغلل او هغه زخم چی داعش افغانستان کی کورنیو ته ورکړه، نور هم مالګه واچوله.
ایکاش چی ددی رسنۍ مسؤولین، حد اقل یوځل د افغان غږ خبرګزاری محترمانه او دردمندانه او انسانی غبرګون ددی برید په وړاندی یاد ته راوړی وای او فکر کړی وای چی څنګه د افغان غږ خبری آژانس او انصاف ورځپاڼې تریبون، په هغه وخت کی، نه یواځی د هغه برید څخه، د طلوع په وړاندی یو اړخیزه او ناځوانمردانه اړوندوالی، بیګانه استخباراتو او بین المللی صهیونیزم پور ی شکاره اړوند والی شکاره نه کړه؛ بلکه برعکس د هغه سره همدردی وښوده، برید محکوم کړ.
شاید د افغان غږ خبری آژانس غبرګون نسبت د طلوع کارمندانو په وړاندی برید او د طلوع غبرګون د افغان غږ خبری آژانس مرکزی دفتر باندی برید ترمنځ هم همدا وی.
کوم باک نسته، افغان غږ خبری آژانس به د هغه زخم څخه چی داعش ورکړه او هغه ژبو زخم چی د ملګرو او نرم جنګ سرتیرو څخه یی ترلاسه کړه، سر پورته کړی او په قدرت سره به خپل فعالیت ته د رسنیزی رسالت په برخه کی ادامه ورکړی.

https://avapress.com/vdcb8sb8wrhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته