خوښ ديک ۰

داعش برید؛ هغه وخت چی د قاتل او قربانی ځای ته بدلون ورکوی

داعش برید؛ هغه وخت چی د قاتل او قربانی ځای ته بدلون ورکوی



د جدی په اوومه د پنجشنبه په ورځ، داعش تروریستان، په کابل کی د افغان غږ آوا او تبیان کلتوری او ټولنیز مرکز تر تروریستی برید لاندی راوړ چی نږدی ۱۵۰ تنه خبرنګارانو، کلتوری او رسنیزه فعالینو، زده کوونکو، طلاب او پوهنتون نخبګانو د ژوبل کیدو لامل سو.
نن یکشنبه هم یو بل تروریستی برید چی په ننګرهار کی د یو سیمه ایز پخوانۍ چارواک پیکر او جنازی باندی تروریستی برید ترسره کړه چی د لسګونو کسانو د وژل کیدو او ټپیان کیدو لامل سو.
ددی دوو بریدونو په شان، په زرهاوو نور تروریستی بریدونه په دی کلونو کی د خلګو، کلتوری مرکزونو، ټولنیز مرکزونو، سیاسی ټولنو، مدنی ناستو او حتی د ودو او د خلګو د ختم پر مراسمو باندی ترسره سوی دی.
دا یعنی په افغانستان کی امنیت نسته. دا یعنی دولت نا خواسته یا هم ناتوانیدلی د هغه امنیت او آرامتیا په وړاندی چی خلګو ته وعده ورکړی دی، عمل نه دی کړی. دا یعنی په زرهاوو خارجی ځواکونه چی د تروریزم سره مبارزی مدعیان دی، یواځنۍ کار چی نه ترسره کوی، د خلګو امنیت تامین او تروریستی هستو سره مبارزه دی.
داعش د کوت او اچین او پچیراګام څخه تر درزاب او قوش تپه او...، پوری خپل سلطه ته پراختیا ورکړی دی.
سربیره پردی، د پنجشنبه د خونړیزه برید وروسته د تبیان کلتوریز مرکز او آوا خبرګزاری باندی په کابل کی، یو هدفمند او سازمان ورکړل سوی موج دی چی مقصد یی، د تبیان او آوا خبرګزاری مسؤولینو مقصر او ګناه کاره شکاره کولو لپاره هڅه د امنیتی تمهیداتو ته توجه نه بغیر دی.
ځینی مغرض رسنۍ چی په شکاره توګه د په نرم جنګ کی د داعش په ګټه جنګیږی، دا مدیریت سوی موج باندی لمن وهی. ځینی ناپوه او حقایقو نه تشخیصوونکی اشخاص هم په ټولنیز شبکو کی دا کاذب او ساختګی موج سره یوځای کیږی او په دی ترتیب،هغه جنایت چی داعش د کلتوری او رسنیزه فعالینو او زده کوونکو او غیری نظامیانو په وړاندی ترسره کړی دی، څنګ ته پریږدی او کاذب خبری نور هم برجسته تره او شکاره تره نمایش ته ورکول کیږی.
متاسفانه ځینی دولتی نهادونه هم ناخواسته یا هم خواسته، ددی توطئه موج سره یوځای کیږی.
مثلآ د داخلی وزارت، د تبیان ټولنیز کلتوری فعالیتونو مرکز پنجشنبه ورځ ناسته، ددی وزارت د مسؤولینو سره نه وو هماهنګ سوی.
دا کار، دوه معنی لری: یو دا چی ددی ناستې نه هماهنګول د داخلی وزارت سره، یعنی تبیان مرکز یو غیری قانونی کار ته اقدام کړی دی.
دا په داسی حال کی دی چی د پنجشنبه ناسته د زده کوونکو او طلابو او پوهنتون فعالینو په حضور سره یواځی یو ساده زده کړیز خبری اتری وو نه یو لوی سیاسی تجمع په لوی سطحه.
دا ډول ناستې په اوونیزه توګه هر وخت د تبیان او نورو کلتوری مرکزونو له لوری رامنځته کیږی او د هیڅ قانونی ماده په اساس، رامنځته کونه یی، د دولتی نهادونو څخه رسمی مجوز کسب ته اړتیا نه لری.
دوهم معنی هغه څه چی د داخله وزارت له لوری مطرح سوی دی، امکان لری چی داوی چی دا وزارت او نور امنیتی دستګاوی، ځان د هغه برنامو امنیت په وړاندی چی د هغوی هماهنګی او اطلا نه بغیر ترسره کیږی، مسؤول نه ګڼې او ددی ډولو برنامو امنیت، د هغه ناستې جوړونکې شخص یا هم نهاد په غاړه دی.
دا د هغه کسانو لپاره چی دولت د خلګو امنیت تامین او د پنجشنبه ورځ برید په شان پیښو مخنیوی لپاره، مقصر او ګناه کاره نه شمیری، کیدلای سی یو ګمراه کوونکی توجیه وی.
دا په داسی حال کی دی چی دولت لمړۍ باید خپل کلی او لوی مسؤولیت د خلګو امنیت تامین په وړاندی او د تروریستانو داخلیدل د تجهیزاتو سره او بریدونو څخه مخنیوی لپاره قبول کړی او عمل پری وکړی.
څنګه دی چی انتحاری تروریستان، د پاکستان سره مشترک مرزونو څخه د کابل زړه ته ځان رسوی او خپل مقصدونه لکه څنګه چی غواړی ترسره کوی؛ خو امنیتی، کشفی او استخباراتی نهادونه د فاجعی د رامنځته کیدو وروسته، د اطلاعاتو او حتی انتحار کوونکو هویت په خپرولو باندی اقدام کوی؟
دوهم نکته داچی هغه تروریستان چی د پنجشنبه په ورځ د آوا خبرګزاری او تبیان مرکز باندی برید ترسره کړه، د انتحاری بریدونو سربیره، د کوڅې دننه هم بوم ځای پرځای کړی وو. که د ناستې په دننه کی د ناستې جوړونکی د امنیت تامین مسؤولیت درلود، د کوڅو او سړکونو د امنیت مسؤولیت خو د دولتی امنیتی ځواکونو په غاړه دی. اوسنۍ ماتوونکی امنیتی فضا کی، استخباراتی او امنیتی نهادونه، ځان ناکارآمدی د تروریستانو ددی اقدام د مخنیوی لپاره څنګه توجیه کوی؟
دریم موضوع هم داچی په ورځ کی بیلابیل تروریستی بریدونه د هیواد په بیلابیلو برخو کی ترسره کیږی- لکه څنګه چی یو برید په ننګرهار کی جنازی په مراسمو کی ترسره سوه- چی دتروریستی برید مسؤولیت هم مشخص ډلې لکه داعش په غاړه اخلی، په هغه برخو کی هم آیا قربانیان، د ځان امنیت په ټاکلو کی سهل او ټمبلی کړی دی او ګناه کاره دی؟
په بلخ کی، تروریستان وتوانیدل چی د شاهین قول اردو دننه چی یو لوی نظامی مرکز دی، نفوذ وکړی او نږدی ۱۵۰ تنه امنیتی ځواکونه شهید کړی، په هغه وخت کی، څوک مسؤول وو؟
په کابل کی، انتحاری تروریست، خپل په زرهاوو کیلوګرامه چاودیدونکې توکی د زنبق پرڅلور لاری باندی چاودنه ورکړه او په سلهاوو کسان ووژله؛ په داسی حال کی چی افغانستان او آلمان امنیتی نهادونه ددی برید څخه په میاشتونو مخکی خبر درلود؛ خو د مخنیوی لپاره یی هیڅ ترسره نه کړه.
په دی حساب سره، کاذب مدیریت سوی موجونو رامنځته کونه لکه څنګه چی د تبیان مرکز په وړاندی د پنجشنبه د ورځې وروسته ترسره سوه، بیله داچی د امنیتی نهادونو له لوری د مسؤولیت څخه تیښته وی، بل معنی نه لری.
دا اقدام سربیره پردی چی ریاکارانه ماهیت لری، د هیواد امنیت بحران څخه کوم څه نه کموی.
ښه خبره ده چی دولت او امنیتی نهادونه، خپل مسئولیت په صادقانه توګه قبول کړی او قاتل او قربانی د ځای په بدلولو سره، د امنیت په برخه کی د خلګو بی ځوابه پوښتنو د ځوابولو لپاره، روشانه لاره خپله کړی.

دوشنبه ۱۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۱۷
د مطلب کود: 155739 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *