دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 155889
بلخ په بحران کې؛ آیا مذاکری کوم پایله ورکوی؟



عطامحمد نور؛ د بلخ والی ټینګار کوی چی هغه اوسنۍ بحران څخه وتلو لپاره مذاکری ته آماده دی؛ خو که خبری او مذاکری نتیجه ورنه کړی نو مدنی پیاوړۍ نافرمانی به شروع سی.
ښاغلی نور د چهارشنبه په ورځ خپل هوادارانو په منځ په بلخ کې وویل: مذاکرات د پرون څخه شروع سوی دی، ووینو چی کوم ځای ته رسیږی. موږ مذاکرات او تفاهم سره مینه لرو؛ خو که تفاهم ځواب ورنه کړ نو یو مدنی پیاوړۍ نافرمانی باندی به شروع وکړ او نور لاری به اختیار کړو.
د بلخ والی یو ځل بیا د ملی وحدت حکومت تشکیل سیاسی توافقنامی پوره تطبیق باندی ټینګار وکړ او وویل: یواځی د بلخ ولایت مقام مطرح نه دی، موږ نه یواځی دا چی د بلخ والی وو، اوس هم یو او حکومت تر آخره به پاته سو، موږ غواړو چی ملی وحدت حکومت توافقنامه او ټولنیز عدالت تطبیق سی.
هغه خپل هوادارانو ته په خطاب کی وویل چی زور او توطئو په وړاندی به تسلیم نه سی.
د بلخ والی بیان درلود چی ښاغلی غنی د خلګو سیاسی څیرو لکه جنرال دوستم، احمدضیامسعود، اسماعیل خان او... ته خیانت کړی دی.
سیاسی مسایلو کارپوهان وایی چی ریاست جمهوری د تصمیم شروع څخه تراوسه د عطامحمد نور د برکناره کولو لپاره د بلخ ولایت څخه، د مشکلاتو او بحران حل لاری نه هیڅ نشانه نه ترسترګو کیږی.
هغه څه چی اوس مشخص سوی دی، دادی چی اسلامی جمعیت ګوند، د ښاغلی نور پرځای د نورو کسانو ځای پرځای کولو سره موافق نه دی او هم خپله د بلخ والی او هم اسلامی جمعیت ګوند، فرهاد عظیمی؛ د بلخ نماینده په مجلس کی د عطامحمد نور جانشین په حیث، پیشنهاد کړی دی.
خو ارګ ماڼۍ په دی برخه کی سماجت ترسره کوی او د سپینی ماڼۍ په مرسته، غواړی خپل خوښي کار ترسره کړی.
په دی حال کی، دا ټوله کیسه نه ده. تیره ورځ، عطامحمد نور، د یو لوی خطرناک پیښی څخه پرده پورته کړه چی که حقیقت ولری، په دی معنی دی چی په بلخ کی بحران، عملآ یو خونړیزه مخامخ کیدنې لوری ته مخته ځی.
د بلخ والی، ملی امنیت شورا او ملی امینت ریاست تورن کړ چی د کابل په وزیر اکبر خان کې، داسی میلمستونونه جوړ کړی دی چی د نیمی شپی وروسته، ځینی کسان د بلخ او نورو ولایتونو څخه هلته راغواړی او وروسته د مسلح کولو څخه، هغوی بلخ لوری ته استوی.
ملی امنیت شورا او ملی امنیت ریاست د ښاغلی نور اظهارات په غیری مسؤولانه بللو سره، دا ادعا رد کړی دی.
سربیره پردی، ناظران وایی چی د ښآغلی نور موضع ګیری، په شکاره توګه شکاره کوی چی بحران، همداسی خپل قوت باندی باقی دی او پياوړۍ احتمال سره، یو د مهمو عواملو څخه د ارګ لپاره د خپل خوښی لاری عملی کولو لپاره وی.
په دی منځ کې، لکه څنګه چی د بلخ والی پرون اظهاراتو کی واوریدل سو، ددی اونۍ د سه شنبه ورځې څخه راهیسی، مذاکرات په عالی سطحه د اسلامی جمعیت ګوند د صلاح الدین ربانی، ستار مراد، واقف حکیمی او محیی الدین مهدی په حضور سره په ارګ ماڼۍ کی د حنیف اتمر، معصوم استانکزی او سلام رحیمی په شان څیرو په شتون شروع سوی ترڅو ددی بحران د وتلو لپاره حل لاری ولټوی.
د څیړونکو په باور، دا کولای سی د یو لوی نظامی نښتې مخه ونیسی؛ ځکه د هغوی په باور، دواړه لوری د نښتې لپاره فزیکی مستقیم صف ارایی کارزار په برخه کی امکاناتو او پوتانسیل درلودونکی دی او په داسی شرایطو کې، یواځې په یو ساده خبرو اترو سره، کولای سی بحران قفل مات کړی او سولې لپاره لاره همواره کړی.
تر هغه ځایه چی ښاغلی نور او اسلامی جمعیت ګوند پوری مربوطیږی، تراوسه پوری د مذاکری لپاره خپل وفاداری شکاره کړی دی؛ خو هغه څه چی پرون د ښاغلی نور له لوری، مطرح وس، کولای سی د خطر ابعاد څو برابره کړی او که دا خبره حقیقت ولری، باید فورآ ودریږی، بیله هغه، امکان لری حتی مذاکراتو نتیجه باندی هم منفی اغیزه وکړی او وضعیت یو خطرناک او بیرته نه ګرځیدونکې مرحلی ته ورسوی.

https://avapress.com/vdcbwsb89rhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته