کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ستایش قاتل اعدام؛ د ټولو لپاره عدالت

16 جدی 1396 ساعت 16:23




د ستایش قریشی؛ افغانستانی شپږ کلنه انجلۍ چی د ۱۳۹۵ کال حمل میاشت کی د تهران په ورامین کی په قتل رسیدلۍ وو، قاتل د اعدام حکم د پنجشنبه په سهار د جدی په ۱۴ اجرا سو.
د ستایش قریشی قاتل چی ایران رسنۍ هغه امیرحسین بلله، ددی قتل د ترسره کولو په وخت کی ۱۶ کلن وو او زده کوونکی وو.
یو کال مخکې، د ایران عالی دیوان د ستایش قریشی د قاتل د اعدام حکم تایید کړی وو.
د ستایش قریشی جسد، د ورکیدو څخه یو ورځ وروسته د هغې د یو ګاونډیانو په کور کی پیدا سو د هغې د قتل په تور یو ځوان ونیول سو.
تیر کال په سنبله کی د ستایش دوسیی ته رسیدګی لپاره د تهران په کیفری محکمی کې ناسته جوړه سوه او دا محکمه د ستایش قریشی قاتل د عمدی قتل او عنف باندی جنسی تیري له امله یو اعدام او یو قصاص باندی محکوم کړ.
د ستایش قریشی مرګ فاجعه، په ټولنیز شبکو او رسنیو کې د ډیرو غبرګونونو لامل سو ترڅو چی ځینی ایرانی چارواکې لکه رییس جمهوری معاون او قضایی چارواکی په دی اړه اظهار نظر وکړه.
د ستایش قریشی وحشی قاتل؛ چی شپږ کلنه انجلۍ په ډیر بد توګه ورباندی جنسی تیری وکړه او په بدترینه توګه یی وسوځوله په تیزاب، په نتیجه کی اعدام سو.
دا په داسی حال کی دی چی د جنایت د لمړیو ورځو کې، دیر ټولنیز شبکو کارکوونکې، د ستایش قاتل سره قانونی چلند باندی شک کوله.
هغوی په دی اړه ویله چی هیڅ وخت یو ایرانی حتی که یو قاتل او تیری کوونکې هم وی، د یو جرم په وړاندی چی د یو افغانستانی په وړاندی یی ترسره کړی وی، نه اعدامیږی.
خو دا پيښه رامنځته سوه او د عدالت په اجرا کیدو سره، د ډیرو کسانو خبری دروغ وختل او خلګ ددی خبری څخه راحت او په عدالت باندی مطمئن شو.
ایران قضایی دستګاه په دی برخه کې، ډیر حرفه ای، عادلانه او قانونمند، چلند وکړ. هیڅ ډول فشار ددی لامل نه شو چی په دی برخه کی د محکمه تصمیم په وړاندی خنډ رامنځته کړی او د عدالت نقض کوونکې شی.
عدالت ترسره سو او قاتل، لکه څنګه چی حق یی وو، اعدام شو.
په دی منځ کې، اوس هم ځینی کسان د پروسی تاخیر او ځنډولو لپاره ځینی نیوکی لری. بالخصوص په داسی شرایطو کې چی د مشابه دوسیو په وړاندی لکه آتنا اصلانی او... فاجعو په وړاندی قضایی دستګاه، په سرعت سره تصمیم ونیوه او حکم هم بیله کوم تاخیر ترسره سو.
په دی برخه کې، باید د یاده ونه باسو چی د ستایش قریشی دوسیی په وړاندی ډیر حساسیتونه شتون درلود.
لمړۍ داوو چی قاتل د جرم د ترسره کولو په وخت کی ۱۶ کلن وو؛ هغه سن او عمر که څه هم د شرعی قوانینو په اساس، بلوغ او عقل سلامت عمر بلل کیدلای سی؛ خو د بشر حقوق مدافع سازمانونه د بشری موضوعه حقوق ته په اشاره سره، داسی څه نه منی او د ۱۸ کالو څخه لږ عمر لرونکی کسان کوچنی او نابالغ بولی.
دوهم نکته، په دی برخه کی د قاتل او قربانی دوه ګونۍ هویت وو. ټول هیوادونه خاص امتیازات او مصونیتونه د خپل اوسیدونکو لپاره د نورو هیوادونو خلګو په وړاندی لری او په نظر کې نیسی.
د مثال په توګه، د هغه پیمان په اساس چی امریکا او افغانستان ترمنځ امضا سو، افغانستانی محکمی حتی قتل، تیری او... جرایمو ته رسیدګی لپاره د خارجی ځواکونو یا امریکایی اتباعو له لوری په افغانستان کې، هیڅ ډول صلاحیت نه لری.
دا بیله شکه، غیری عادلانه دی؛ خو له بل لوری، د امریکا دولت تعهد شکاره کوونکی دی د خپل اوسیدونکو په وړاندی حتی د غیری قانونی لارو څخه.
بناپردی، ایران قضایی دستګاه د ستایش په دوسیه کې باید ددی بحث ټوله اړخونه په نظر کې نیولی وای.
بیا هم، یو ایرانی ځوان د افغانستانی کوچنۍ مرګ او تیری لپاره، د هغه هیواد قضایی دستګاه په حکم اعدام کړل شو او بیله شکه، دا د تقدیر او ستایلو وړ دی؛ ځکه دا د هغه هیواد قضایی دستګاه عدالت یوشان والی پر ټولو ابتاعو او ملیتونو او مذهبونو باندی ښیی.


د مطلب کود: 155946

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/155946/د-ستایش-قاتل-اعدام-ټولو-لپاره-عدالت

آوا
  https://www.avapress.com