دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۳
د مطلب کود : 156010
هغوی تروریستان نه دی ښاغلی دانش!



تبیان مرکز او افغان غږ خبرګزاری باندی د تروریستی برید د ټپیانو د لیږد په وړاندی خنډونه، بالخصوص د ریاست جمهوری دوهم معاونت دفتر له لوری همداسی ادامه لری.
دا په داسی حال کی دی چی ایران سفارت په کابل کې د هغه ټپیانو د لیږد لپاره چی خراب وضعیت لری او د هیواد دننه د هغوی تداوی مشکله وی، آمادګی ښودلی او خارجهع چارو وزارت هم په دی برخه کې تصمیم ریاست جمهوری دوهم معاون دفتر پوری محول کړی دی.
په دی اخیرو ورځو کې ایران ته د ټپیانو لیږد په وړاندی خنډ په رامنځته کولو سره، ښآغلی دانش ته نږدی کاربی حسابونه هم هڅه کړی دی چی د هغه دا تصمیم توجیه کړی او تبیان مجموعه د ناروا او کاذب تورونو لاندی راوړی.
هغوی مشخصآ د ایران سفارت انګیزه څخه د ټپیانو لیږد لپاره، پوښتنه کړی دی چی ولی د ایران پر ځای، هندوستان ته نه لیږدوی؟!
دی پوښتنو ته په ځواب کې، د څو نکتو یادونه ضروری بولو:
۱ هغه کسان چی قرار دی د تداوی لپاره ایران ته واستول سی، تروریستان نه دی؛ بلکه د همغه تروریزم مظلوم قربانیان دی چی د ښاغلی دانش په شان چارواکو کمزوری مدیریت او ناکارآمدی له امله، زموږ خلګو ژوند په جهنم باندی بدل کړی دی او هره ورځ د هغوی څخه قربانی اخلی.
هغوی هغه ټپیان دی چی په سخت وضعیت کې قرار لری. هغوی نه مسلح دی او نه هم د ښآغلی دانش دولت امنیت او ثبات په وړاندی کوم خطر رامنځته کوی او دا ډیر حیرانوونکی دی چی د زرهاوو تروریستانو څخه چی په اسلحو او انتحاری واسکتونو سره د خپلو کورنیو سره د فرانسه او الجزایر او چچن او ازبکستان او عربی هیوادونو او پاکستان څخه افغانستان ته راځی، پاسپورت، نه غوښتل کیږی؛ خو د تروریستی جنایت عاجل ټپیانو لیږد لپاره، د پاسپورت نه شتون یو بهانه ګرځول کیږی!
۲ دا لمړۍ ځل نه دی چی ایران د تروریستی پيښو ټپیان د تداوی لپاره هغوی ایران ته راغواړی. تیرو کې بالخصوص د هرات تروریستی برید وروسته، ډیر ځلی ډیر ټپیان، بیله کوم ویزه او پاسپورت، ایران ته ولیږدل سو او دا انسانی او اسلامی مرسته د ستاینې وړ دی!
۳ دا چی ولی ټپیان ایران پرځای، هند ته نه لیږدول کیږی، یو ډیر ساده دلیل لری: هند بیله کوم ویزه او لګښت څخه هغوی قبلولو لپاره حاضر نه دی؛ خو ایران دا آمادګی لری. دوهم دلیل دادی چی د ځینو ټپیانو کورنۍ د نورو میلیونونو افغانستانی مهاجرینو په شان په ایران کې ژوند کوی؛ نو دا به عاقلانه کاروی چی هغوی ایران ته واستول سوی نه هند.
۴ دا هیله وو چی ښاغلی دانش دفتر، خپل شخصی عصبیت او ډله ایز عصبیت نور وخت ته پریښودلای او څو ټپی او مظلوم او بی پناه هیوادوال، ملی عرف او انسانی وجدان په اساس، مرسته کړی وای؛ خو اوس نه یواځی دا هیله نه ورڅخه کیږی؛ بلکه دا اقدام اوس په پروپاګندا، غلط تبیلغاتو سره توجیه هم کیږی.

https://avapress.com/vdcizqazut1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته