دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۲
د مطلب کود : 156100
امریکا او پاکستان؛ پرون ملګري، نن ورځې دشمنان؟



مایک پومپئو؛ د (سیا) امریکا جاسوسی سازمان مشر اخطار ورکړی دی چی که پاکستان تروریستانو ته پټنځای ورکولو ته ادامه ورکړی، امریکا خپل امنیت ساتلو لپاره به اقدام وکړی.
هغه وویل: موږ وینو چی پاکستان اوس هم هغه تروریستانو ته چی امریکا ته ګواښ دی، په دی هیواد کې امن پټنځای ورکوی. موږ خپل ټول هڅه ترسره کوو ترڅو پاکستان پوه کړو چی دا کار نور د قبلولو وړنه دی.
د سیا مشر اخطار په داسی حال کې مطرح کیږی چی مخکې له دی د امریکا د اسلام آباد سره واشنګتن نږدی دوه میلیارد دالری نظامی مرسته قطع کړه.
پومپئو وویل: د مرستو مشروطول یو فرصت دی چی هغو ته مو ورکړی دی؛ که دا مشکل حل کړی، موږ به خوشحاله یو چی هغوی سره خپل همکاری ته ادامه ورکوو؛ خو که دا کار ونه کړی، د امریکا څخه به ساتنه وکړو.
د سیا مشر اظهارات هم د امریکا د اخطار نه وروسته د پاکستان په وړاندی دی؛ هغه اخطارونه چی احتمالآ مقصد یی مخکی له دی چی پاکستان د تروریزم یو ملاتړ کوونکی دولت په هیڅ تنبیه کړی، اسلام آباد سران دا ته مجبوره کوی چی ترامپ دولت غوښتنو ته غاړه کیږدی.
امریکا پوهیږی چی پاکستان له لاسه ورکول، په افغانستان کې د هغه هیواد نظامی ماموریت په وړاندی درانه لګښت لری.
امریکا بالخصوص په دی برخه کې، خپله نږدی څخه د هغه تجربه شاهد وو چی په لړ کې یی، امریکا د پاکستان په مرسته وتوانیدل په افغانستان کې د شوروی لوی قدرت او تبعه یی په ټول نړۍ کې، خم کړی، د امریکا د ماتې بدله د ویتنام په جنګ کې د شوروی څخه واخلی او په نتیجه کې، د کمونیزم بلامنازع سلطه ۷ لسیزی ته د نړۍ په پراخ برخو کې، پای ورکړی.
بیله شکه، امریکا نه غږاړی دا تجربه دا ځل، د روسیه له لوری د پاکستان له طریقه، خپله پر امریکا باندی تکرار سی.
شاید ترامپ د یو مشرب تاجر او پوهی او سیاسی شعور نه لیری ولسمشر په حیث، په ښه توګه د پاکستان سره تقابل درانده خطرونو څخه پوه نه وی؛ خو د امریکا بین المللی سیاست فکر اتاق او خارجی اړیکو شورا په ښه توګه په دی باندی پوهیږی.
آیا ددی مسایلو سربیره، امریکا اوسنۍ دولت خپل پخوانۍ ملګری په وړاندی به راپورته سی؟
د واشنګتن مالی مرستو قطع کیدو سربیره چی پاکستان ته په افغانستان کې د امریکا او هم پیمانو سره د تروریزم مبارزی لپاره ورکول کیده، تراوسه دقیق ځواب په دی اړه شتون نه لری.
پاکستانیان هم پوهیږی چی امریکایی تبلیغاتی او رسنیزی لفظی اخطارونه د هغه هیواد په وړاندی چندانی جدی نه دی.
څو ورځې مخکې، یو پاکستانی چارواکې د ترامپ معاون مایک پنس اظهاراتو په وړاندی چی په شکاره توګه وویل چی په افغانستان کې امریکایی چارواکی، یو څه وایی؛ خو په پاکستان کې بل څه.
ددی خبری معنی دادی چی امریکا لکه څنګه چی په رسنیو او عمومی افکارو کژ، پاکستانی سخت ضد مواضع لری، د پاکستان سره مخامخ کیدو کې، نرم شکاره کیږی.
دلیل یی هم شاید داوی چی امریکایان پاکستان حقیقی قدرت سره د شوروی ماتې مساله باندی ایمان لری.
تراوسه د پاکستان او امریکا ظاهر مشکلاتو نه ډک اړیکو کې کوم خاص او نوی پيښه نه دی رامنځته سوی، چین په پاکستان کې د یو لوی نظامی پایګاه جوړولو لپاره، آمادګی ښودلی دی، روسیه هم مخکې له دی، مشابه هڅې شروع کړی وو، ایران هم بیله شکه، اوضاع ته آماده دی ترڅو په سیمه کې امریکایی ضد بلوک، پياوړۍ سی.
پاکستانی غیری رسمی سرچینی همدارنګه اعلان کړی دی چی اسلام آباد دولت، افغانستان ته د امریکا او ناتو ځواکونو اکمالاتو او تدارکاتو لیږد مخه نیولو لپاره د لارو څیړلو په حال کې دی؛ هغه پيښه چی یو ځل مخکې د بن لادن مرګ سناریو اجرا په لړ کې د امریکایی کماندوګانو په واسطه د پاکستان په خاوره کې ترسره سوی وو.
په دی حساب، امریکا او پاکستان جاری اختلافاتو کې، امریکا یو اړخیزه اقداماتو ته باید ډیر ارزښت ورنه کړل سی. د پاکستان لاس هم بند نه دی او دا کار کولای سی لوی خطر د افغانستان وارداتی او تړلی اقتصاد او امنیت او داخلی وضعیت په وړاندی وی.

https://avapress.com/vdciuqazut1awz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته