کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان امنیت؛ هغه بحران چی امنیت شورا کابل ته راوسته

26 جدی 1396 ساعت 1:20


د سازمان ملل امنیت شورا ۱۵ غړیو هیوادونو نمایندګان، افغانستان ته سفر وکړ. قرار دی دا لوړ پوړۍ هیآت د حکومت مشرانو او پارلمان رئیسانو سره لیدنه وکړی. ویل کیږی چی د سازمان ملل امنیت شورا غړۍ، افغانستان وضعیت څیړی. احتمالآ د امنیت مساله ددی موضوعاتو په سرکې به وی. همدارنګه امکان لری دا هیآت پاکستان نقش په افغانستان کې هم وڅیړی او د پاکستان په وړاندی قطعنامه جوړولو لپاره تصمیم ونیسی. دوه ورځې مخکې، غیرت عمروف؛ د قزاقستان نماینده د امنیت په شورا کې چی ددی شورا ریاست په غاړه لری، اعلان کړ چی د امنیت شورا هیآت ددی جنګ وهلی هیواد څخه ملاتړ شکاره کولو لپاره هلته ځی او غواړی د نږدی څخه ددی هیواد وضعیت وڅیړی. تیره اونۍ، د امنیت شورا غړۍ د جنرال مک ماستر؛ دونالد ترامپ ملی امنیت مشاور سره هم د افغانستان په اړه لیدنه درلود او ښاغلی عمروف وویل چی ښاغلی مک ماستر د افغانستان په اړه د آمریکا استراتژی په اړه معلومات ورکړ. کارپوهان وایی چی دا سفر چی د لمړۍ ځل لپاره رامنځته کیږی، خپله د ډیرو مسایلو شکاره کوونکی دی. یو د مسایلو څخه دادی چی امنیت شورا هم د امریکا سیاسیت بدلون تر اغیز لاندی د پاکستان په وړاندی د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو کې رامنځته سوی شخړو له امله، د لمړی ځل لپاره د افغانستان آواز واوری او نږدی څخه د پاکستان جنایتونه د افغانستان په وړاندی وڅیړی. دا که څه هم یو مثبت او هیله ورکوونکې پیښه ده؛ خو په عینی حال کې، ډیر د تاسف ځای دی چی سازمان ملل امنیت شورا او غړۍ قدرتونه یی، تر دی اندازه پوری، دامریکا تر سایه او سلطه لاندی قرار لری او ترڅو چی د واشنګتن سران، اراده نه وی کړی، بین المللی امنیت په اړه مسایلو په اړه، حتی د یو کوچنی ګام پورته کولو څخه هم ډډه کوی. ویل کیږی، نیکی هیلی؛ د ترامپ نماینده په سازمان ملل کې هم ددی هیآت په ترکیب کې قرار لری؛ هغه موضوع چی کیدلای سی د امریکا پیاوړۍ ملاتړ د امنیت شورا تصمیم څخه د پاکستان په وړاندی وی. بل نکته چی په دی سفر کې شکاره کیږی، د افغانستان امنیت او بحرانی وضعیت دی. همدا اوس چی د امنیت شورا عالیرتبه هیآت په کابل کې دی، د ښار مرکز پوری ختمیدونکې لاری چی د افغانستان نظامی او سیاسی قدرت اصلی مراکز هلته قرار لری، د عموم د تللو او راتللو په وړاندی تړلی دی او په ټول پایتخت کې سخت امنیت برقرار سوی دی. د پوهانو په باور، همدا پیښه، ددی هیات غړیو ته، ټوله څه د افغانستان امینت او بحرانی وضعیت په اړه توضیح ورکړی. دا هیله کیږی چی دا هیآت د سازمان ملل اصلی او مستقیم مسؤولیت ته په کتو سره د بشر حقوق څخه ملاتړ او غیری نظامیانو څخه ساتنه لپاره بحران لرونکی هیوادونو او جنګی سیمو کې، د بی دفاع غیری نظامیانو وژنو په اړه صریح او بی پرده تصمیم ونیسی. دا تصمیم همدارنګه باید روشانه او صریح وی چی وکولای سی افغانستان دولت او خارجی ځواکونه په هیواد کې د غیری نظامیانو ژوند څخه ساتنې او کلتوری او رسنیزی او مذهبی مراکزو امنیت تامنیت لپاره متعهد او ځواب ویونکی کړی. او په آخر کې سازمان ملل امنیت شورا باید هغه دردونو او مشکلاتو ته توجه وکړی چی پاکستان زموږ خلګو باندی تحمیل کړی دی او د پاکستان په وړاندی سخت او درانده اقدامات تر لاس لاندی ونیسی. سازمان ملل امنیت شورا، دا قدرت او صلاحیت لری او اوس چی امریکا سیاست هم لږ ترلږه د پاکستان په وړاندی رسنیزی لفظی پایو په اساس بدلون کړی دی، دا فرصت د سازمان ملل په اختیار کې قرار نیولی دی چی پاکستان تنبیه کړی. افغانستان دولت هم باید ددی استثنایی زمینه څخه په ګټه اخیستنی سره، د هیواد بحران په اړه ټول حقایق امنیت شورا سره شریک کړی او هغوی څخه وغواړی ترڅو ددی هیواد غوښتنې جدی ونیسی.


د مطلب کود: 156436

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/note/156436/افغانستان-امنیت-هغه-بحران-چی-شورا-کابل-ته-راوسته

آوا
  https://www.avapress.com