دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۴۲
د مطلب کود : 156558
اسلام نړۍ؛ د تروریزم څخه تر امپریالیزم پوری
په تهران کې د اسلامی همکاریو سازمان غړیو هیوادونو ترمنځ دیارلسم ناسته جوړ سوی دی. په دی ناسته کې، نمایندګان د ځینو اسلامی هیوادونو څخه حضورلری او اسلام نړۍ اساسی مسایلو او هغه خطرونو په اړه چی په راتلونکې کې د مسلمانانو ټولنو ته متوجه دی، بحث او خبری کوی. ددی کنفرانس خبری کوونکې، تر اوسه اسلام نړۍ مشکلاتو او مصایبو ته اشاره ترڅنګ، هڅه کړی دی، حل لاری هم ارائه کړی. د همدی لپاره دی چی اسلام نړۍ درانده مشکلاتو له امله، ددی هیله نسته چی دا ناستې وکولای سی ددی مشکلاتو څخه یو برخه حل کړی او د مسلمانانو ننۍ مشکلاتو ته د پای ټکي کیږدی. په دی حال کې، دا ډول ناستې، د لوی ظرفیت او قدرت یو کوچنی برخی شکاره کوونکی دی چی په اسلامی هیوادونو مسلمان ټولنو کې شتون لری. مسلمانان چی هم لوی مادی ذخایرو او نه خلاصیدونکې ځمکی لاندی سرچینو څخه برخمن دی او هم که اراده وکړی کولای سی د نړۍ سیاسی لمړۍ درجه قدرت ته ورسیږی. په دی اوصافو سره خو اسلام نړۍ کلونه کلونه کیږی چی د لویو بحرانونو درلودونکی دی؛ هغه بحرانونه چی د نړۍ دواړو لورو لویو قدرتونو له لوری مدیریت کیږی؛ خو د مسلمانانو زامنو او ځوانانو څخه ګټه اخلی او خپل خونړیزه ژوند ته ادامه ورکوی. هغه هیله چی په دی منځ کې د مسلمان هیوادونو ناستو او اسلامی همکاریو سازمان څخه کیږی دادی چی بین المللی بحران په برخه کې شرقی-غربی جبهه بندیو ته په نه کتو او اسلامی ټولنې راهبردی او استراتژیک ګټو او مصلحتونو ته په کتو سره، یو مهم نقش او ابتکار د بحرانونو د حل لپاره په غاړه واخلی. اسلامی هیوادونه او هغه بحرانونه چی غالبآ په مسلمان اوسیدونکو هیوادونو کې رامنځته کیږی او اجرا کیږی، دننۍ حل لارو ته اړتیا لری؛ هغه حل لاری چی لویو قدرتونو او سیاسی رژیمونو پوری اړوند نه وی. دا سازمان باید مسلمان ټولنو او اسلامی هیوادونو کې انسانی او دینی او اقتصادی او سیاسی بی بدیل لویو پتانسیلونو او توانمندیو څخه مثبت لاره کې ابتکار باندی اقدام وکړی او معقول او حقیقت سره منطبق حل لارو رامنځته کولو سره، اسلامی هیوادونه او ددی سازمان سیاسی نظامونه ددی حل لاری په عملی کولو باندی مجبور کړی؛ بیله هغه، دداسی سازمان شتون په داسی حال کې چی د هیڅ بحران د له منځه وړلو توان ونه لری، د نه شتون سره یی یو شان دی. جاری بحرانونه په سوریه، لبنان، عراق، بحرین، یمن، پاکستان، افغانستان، فلسطین، مصر، تونس، لیبی او افریقایی هیوادونو کې هم یو سیمه ایز اجماع ته اړتیا لری ترڅو داخلی او بهرنی بحران عواملو باندی په غلبه کولو سره، د بیګانه لویو قدرتونو لاسونه د صحنه د مدیریت څخه لنډ کړی او پر اوضاع باندی یو اسلامی او سیمه ایز پیاوړۍ او متخد ځواک رامنځته کړی؛ خو ددی سازمان منفعلانه کړنو ته په کتو سره داسی په نظر رسیږی چی دا به یو خوب نه پرته بل څه نه وی چی حقیقت کې هیڅ ریشه نه لری او دا هیلی ته رسیدو لپاره هم ډیر وخت ته اړتیا سته.
https://avapress.com/vdcftvdycw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته