دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۲:۰۷
د مطلب کود : 156625
روسیه، طالبان مذاکری لپاره آماده کوی؟
د روسیه خارجه وزیر د طالبانو او افغانستان دولت ترمنځ فوری مذاکراتو غوښتونکې سوی دیی او ویلی دی چی مسکو حاضر دی ددی مذاکراتو کوربه وی. د روسیه خارجه وزارت په بیانیه کې راغلی دی: موږ دا وړاندیز کوو چی افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ مذاکرات په دی هیواد کې د داخلی جنګ پای ته رسولو لپاره په جدی توګه شروع سی. مسکو د دواړو لورو لباره فوری او مستقیم مذاکراتو لپاره کاری طرحه ارائه کولو لپاره آماده دی. په دی بیانه کې همدارنګه د بین الملل ټولنې هڅو تجربی د ثبات سازی او قدرت ویښ لپاره په افغانستان کې غیری موثر بلل سوی او د سازمان ملل امنیت شورا قطعنامه په اساس سولې پروسی شروع کولو باندی ټینګار سوی دی. دا بیانیه په داسی حال کې خپور سوی دی چی سرګی لاوروف؛ د روسیه خارجه وزیر، د سازمان ملل امنیت شورا غړیو هیوادونو خارجه وزیرانو ناسته کې ګډون لپاره نیویارک ته تللی دی. دا ناسته قرار دی چی د جنوری په ۱۹، د ( مرکزی آسیا او افغانستان کې سیمه ایز ګډون د استقلال، امنیت او پراختیا مدل په حیث ) ترنامه لاندی رامنځته سی. دا په داسی حال کې دی چی روسیه، مخکې له دی، لږترلږه دری ځلی، د افغانستان دولت او طالبانو ترمنځ مستقیم خبرو اترو زمینه جوړولو لپاره د څو سیمه ایز قدرتونو ګډون لپاره کوربه وو. له بل لوری، کارپوهان وایی چی روسیه د اصلی خارجی قدرتونو څخه دی چی د لمړۍ ځل لپآره د داعش په وړاندی په افغانستان کې د مبارزی او همکاری لپاره آمادګی ښودلی دی او هر وخت په افغانستان او مرکزی آسیا کې د تروریزم پراختیا خبرداری ورکړی دی. په دی حساب او افغانستان دولت او همدارنګه غربی قدرتونو جدیت اندازی ته په کتو سره د ناتو او امریکا په مشری د داعش سره مبارزی لپآره، شک او تردید منځته راغلی دی، دا چی روسیه هڅه وکړی چی د داعش یعنی طالبان شبه نظامیانو اصلی جریان په وړاندی ولاړ سی، هیح د امکان او هیلی څخه لیری نه دی. روسیه په افغانستان، سوریه، عراق او منځنۍ آسیا او اسلام نړۍ هر ځای کې د داعش درولو لپاره د هر لاری څخه په ګټه اخیستنې سره او په دی منځ کې، د طالبانو سره اړیکه منځته راوړلو لپاره هم د همدی لارو څخه حسابیږی. په دی ځای کې هیڅ ارزښت نه لری چی یادسوی هدف ته رسیدو لپاره هر وسیلی څخه ګټه اخیستنه، مشروعیت لری یانه، مهم هغه نتیجه ده چی لاسته راځی. مخکې له دی، روسان هڅه کړی دی چی نظامی لاری څخه، طالبانو ته نږدی سی او اوس هم همدا کار د سیاسی کوربه توب او افغانستان دولت او طالبانو مذاکراتو له لوری غواړی ترسره کړی. له بل لوری، یواځې د افغانستان دولت څخه ملاتړ اعلان هم په دی معنی نه دی چی روسان د تروریزم په وړاندی د دولت څخه نظامی پراخ ملاتړ په غاړه اخلی. ددی ترڅنګ چی دا کار د روسانو په مرسته او تماس نیولوسره د طالبانو سره، په شکاره تعارض کې قرار لری او اصولآ نه سی کیدلای ددواړو موضعو ترمنځ منطقی خبره وسی. دا م د پاکستان خبرو او عمل په شان دی چی له یو لوری د افغانستان دولت څخه خپل ملاتړ اعلانوی او له بل لوری، طالبان او تروریزم پیاوړۍ کوی. په دی حال کې، د روسیه دا اقدام ددی شکاره کوونکې دی چی غواړی افغانستان دولت باور ځانته جلب کړی؛ هغه باور او اعتماد چی د روسانو اړیکو او شاید نظامی همکاریو لپاره د طالبانو سره، خدشه داره سوی دی. که روسیه وکولای سی دولت او طالبان د یو میز پرسر کښینوی، دا یو لوی بدلون د افغانستان دولت لپاره په حساب راځی او بی له شکه د روسیه سیاسی نقش هم د افغانستان جاری لوبو کې برجسته کوی؛ ځکه تراوسه هیڅ دولت نه دی توانیدلی د افغانستان دولت دا هیله پوره کړی. روسیه په دی اقدام سره غواړی په افغانستان کې خپل نفوذ ډیر کړی او په دی ترتیب د طالبانو او دولت ترمنځ هماهنګی رامنځته کولو سره، په افغانستان کې د داعش خطر له منځه یوسی. سربیره پردی، ددی ایده تحقق، تر ډیره حده امریکا او امریکا همپیمانو غبرګون پوری هم اړه لری. افغانستان امنیتی او سیاسی برخلیک باندی د هغوی درانده سلطه ته په توجه سره، لیری خبره دی چی افغانستان دولت، د روسانو سره یو استراتژیک اړیکه ایز کانال جوړولو باندی وتوانیږی.
https://avapress.com/vdcauin6m49nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته