دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۵
د مطلب کود : 157072
د تروریزم مالی سرچینی کومې دی او څنګه قطع کیږی؟
د (سیا) امریکا استخباراتی سازمان مشر وایی چی طالبان د مخدره توکو څخه د نړۍ زړولو لپاره کار اخلی؛ خو د هغه په وینا، د سیا سازمان او د امریکا مالیه وزارت ددی ډلې د درآمد قطع کولو لپاره کار کوی. مایک پومپئو؛ د (سیا) سازمان مشر، امریکن انترپرایز مرکز کې په خبرو کې وویل چی د تروریزم سره مقابله په روان میلادی کال کې د امریکا په لمړیتوبونو کې قرار لری. هغه په دی اړه چی مجرم ډلې د مخدره توکو څخه په نورو هیوادونو کې ناوړه ګته پورته کوی وویل: زه طالبان هم په دی نوملړ کې اضافه کوم. هغوی د مخدره توکو په لاسته راوړنو باندی کار کوی ترڅو نړۍ وزوروی. موږ ددی کار سره مبارزی لپاره خپل ظرفیت لوړ کړی دی. موږ او امریکا مالیه وزارت یو ځای کار کوو ترڅو هغه تګلاری چی مالی شبکو په وړاندی مو کاروله اوس ددی ډلو په وړاندی وکاروو. دا لمړۍ ځل نه دی چی امریکایی ارشد چارواکې د تروریزم مالی سرچینو د قطع کیدو لزوم په اړه خبری کړی دی. په دی حال سره، د منتقدانو په باور، دا پوښتنه هر وخت شتون درلود چی د تروریستانو مالی شاهرګونه چیری دی؟ هغه معمول ګمان چی ددی کار په وړاندی کیږی دادی چی هغوی د مخدره توکو تولید او کشت څخه خپل مالی اړتیاوی پوره کوی؛ خو د پوهانو په باور، دا ګمان ددی پرځای چی ددی مبهم معما د حل سبب شی، ددی کار د پیچلتیا لامل ګرځی. هغه پوښتنې چی په د پوښتنو په شکل په دی اړه شکل نیسی ددی ادعا روشانه دلیل دی. آیا دولتی امنیتی ځواکونه او خارجی ځواکونه په حقیقت سره په افغانستان کې د مخدره توکو په لمنځه وړلو باندی قادر نه دی؟ که ټوله هغه مخدره توکې چی په افغانستان کې تولیدیږی د تروریستانو تر کنترول لاندی وی، په دی حساب سره، هغوی د شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ ډیری سیمی په هیواد کې تر کنترول لاندی لری او خارجی ځواکونه او دولت یواځی د ولسوالیو او ښارونو مرکزونو باندی مسلط دی. آیا دا موضوع حقیقت لری؟ که ځواب مثبت دی نو د تروریزم سره جنګ معنی څه دی او که منفی ده نو ولی د تروریستانو مالی عمده سرچینی مخه نه نیول کیږی؟ کارپوهان وایی چی د مخدره توکو سره مبارزه او تروریزم سره مبارزه په افغانستان کې د یو لوبې دوه مخې دی چی د کلونو راهیسی هیڅ ملموسی توفیق په دی برخه کې نه دی لاسته راوړل شوی؛ بناپردی، د تروریزم مالی سرچینو سره مبارزی لزوم په اړه خبرو ایراد او شکل یو لازم او ضروری امر دی؛ خو کافی نه دی. که هغه تعهداتو باندی عمل چی د کاغذ پرمخ او یا هم رسمی تریبون شاته، مطرح کیږی هم د موضع ګیریو لوازمو څخه وی او د تروریزم او مخدره توکو سره مبارزه د یو سکی دوه مخې په حیث په کلې توګه شتون ولری، د افغانستان اساسی او مترقی قانون هم کافی دی ترڅو د هیواد ډیر مشکلات، حل شی. د مثال په توګه، ددی اساسی قانون ۷ ماده چی په هغه کې تصریح شوی چی دولت د هر ډول تروریستی اعمالو څخه، د مخدره توکو تولید او قاچاق او ګټه اخیستنو څخه مخنیو یکوی، شاید د تروریزم سره مبارزه لپاره د دولت مسؤولانه مبارزه لپاره، مخدره توې او مسکرات کافی وی او په دی برخه کې سیا سازمان او امریکا مالیی وزارت ته اړتیا نه وی؛ خو د تیرو کلونو په لړکې څومره په دی کار باندی عمل شوی دی؟ د تروریستانو مالی تامین په برخه کې وضعیت پيچلی د هغه څه څخه دی چی شکاره کیږی. په دی برخه کې امکان لری د ډیرو کسانو، ګوندونو، ډلو، مؤسساتو او خارجی هیوادونو لاس وی بالخصوص عربی ثروتمنده هیوادونه د سیاسی دلایلو او تروریستانو ایدئولوژیک دلایلو لپاره هغوی تامین کړی. بناپردی، د سیا مشر او امریکا مالیی وزارت تعهد د تروریزم مالی شریانونو د قطع کیدو لپاره، یواځی په هغه شرایطو کې کیدلای شی صادقانه او د باور وړ وی چی امریکا او هم پیمانه یی د تیرو ۱۷ کلونو په لړ کې، په افغانستان کې د تروریزم او مخدره توکو سره مبارزی لپاره همزمانه د دفاع وړ کوم کارنامه ولری. رسمی آمار دا هیڅ وخت نه تاییدوی. د تروریزم پراختیا څخه تر ناامنی پراختیا او مخدره توکو تولید او ترانزیت څو برابره کیدو پوری ټوله ددی ادعا برخلاف شکاره کوی.
https://avapress.com/vdchqqnzi23nmvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته