دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۴۶
د مطلب کود : 157163
پاکستان او آمریکا؛ د مخکنیو اړیکو څخه تراوسنۍ اړیکو پوری
خواجه محمد آصف؛ د پاکستان خارجه وزیر ویلی دی چی امریکا په افغانستان کې خپل غلطیو مسؤولیت پر پاکستان اچوی. امریکا د پاکستان چارواکو څخه وغوښته ترڅو په هغه هیواد کې د تروریستی ډلو په وړاندی قاطع عملیات ترسره کړی. ترامپ د نوی میلادی کال په لمړۍ توئیت کې، وویل چی امریکا په تیرو ۱۵ کالو کې په احمقانه توګه د ۳۰ میلیونو ډالرو څخه ډیر پاکستان ته ورکړی دی او دا هیواد ددی مرستو څخه د تروریزم پیاوړۍ کولو په لاره کې ګټه پورته کړی دی. د امریکا تورونو ته په ځواب کې، خواجه آصف وویل: زه فکر کوم چی امریکا دا هڅه کوې چی خپل غلطیو مسؤولیت د افغانستان په غاړه واچوی. هغه همدارنګه وویل: د طالبانو په اړه باید وویل شی چی هغوی موږ ته اړتیا نه لری؛ ځکه هغوی د افغانستان ۴۰ سلنه قلمرو کنترولوی او کولای شی هغه څه چی غواړی، ترسره کړی. هغوی پټنځایونه او یا هم سازمان یافته حضور په پاکستان کې نه لری. په همدی حال کې، څیړونکې وایی چی حق د پاکستان خارجه وزیر سره دی. امریکا په افغانستان کې ډیر غلطۍ ترسره کړی دی. لمړۍ دا چی امریکا د همغی لمړۍ ورځې نه پاکستان ته د استراتژیک ملاتړ په حیث د تروریزم په وړاندی جنګ کې وکتل. امریکا هم ددی امله کلنۍ په سلهاوو میلیونه دالر د پاکستان په اختیار کې ورکوله؛ هغه څه چی د ترامپ په وینا احمقانه وو او په افغانستان کې د تروریزم پياوړۍ کیدو سره مرسته وکړه. دا چی پاکستان د تروریزم څخه، ملاتړ کوی، تروریستی جریانونو رهبرانو ته پناه ورکړی دی، هغوی ځواکونو ته زده کړې ورکوی او تجهیزوی یی او د جنګ، انتحاری عملیات او وینه تویونې لپاره افغانستان ته لیږدوی، یو تازه موضوع نه دی. امریکا په ښه توګه ددی کار څخه خبر وو؛ خو هیڅ کار په وړاندی یی نه دی ترسره کړی. نو دا د همغو غلطیو څخه دی چی په افغانستان کې یی ترسره کړی دی. امریکا د افغانستان سره امنیتی او استراتژیک پیمان امضا سربیره هیڅ وخت افغانستان ته د استراتژیک متحد په حیث نه دی کتلی. اوس هم هیڅ چلند نه ترسره کوی. یواځنۍ توپیر د ترامپ او امریکا پخوانیو سیاسی دولتونو څخه دادی چی هغوی هڅه کوله چی په افغانستان کې خپل سلطه ډیر کړی؛ خو ترامپ د جنګ اقتصادی لګښتونو د ټیټولو په لټه کې دی. په هیڅ برخه کې، د افغانستان دولت او خلګو برخلیک د امریکایانو لپاره لمړیتوب نه درلود. د امریکا بل غلطۍ داوو چی هیڅ وخت تروریزم ته د یو دشمن او د منځه وړونکو څیز په حیث نه دی کتلی؛ بلکه بالعکس د هغوی حضور څخه خپل حضور لپاره ګټه اخیستی او هغوی پیاوړۍ کیدنه په افغانستان کې خپل سلطه ډیرولو په حیث کتلی دی. امریکا د طالبانو رژیم سقوط وروسته په افغانستان کې، د غلط سیاستونو په اعمال سره، تروریستان ته ډګر ورکړ ترڅو نور هم پراختیا ورکړی او پیاوړۍ شی. دا تګلاره په دومره اندازی سره مخته ولاړه چی اوس د پاکستان خارجه وزیر ادعاوو په اساس، طالبان د افغانستان ۴۰ سلنه خاوره په لاس کې لری. د سیګار اداره هم دا آمار په لږ توپیر سره تاییدوی. نو اوس طالبان په افغانستان کې په یو قدرت باندی بدل شوی دی او دا همغه زمینه ده چی امریکا غلط سیاستونو له امله منځته راغلی دی. دا مسایلو ته په کتو سره، امریکا پرون غلطی ترسره کړه؛ ځکه د پاکستان سره تقابل پرځای، هغه هیواد سره تعامل ترسره کړه. پاکستان هم د فرصت څخه په ګټه اخیستنې سره، تروریزم ته پراختیا ورکړه. اوس د ترامپ تګلاره، د پاکستان سره تعامل پرځای، د هغه هیواد سره تقابل په اساس بنا شوی دی، کار خپله د امریکا لپاره سخت شوی دی؛ ځکه لکه څنګه چی پاکستان خارجه وزیر ویلی دی، طالبان اوس په یو لوی قدرت باندی بدل شوی دی. امریکا حتی که په حقیقت کې پاکستان د تروریزم څخه ملاتړ په دلیل، تر فشار لاندی راولی، نه شی کولای چی په سادګۍ سره د طالبانو قدرت له منځه یوسی او دا همغه څه دی چی پاکستان د امریکا سره په تقابل کې قرار ورکوی.
https://avapress.com/vdciqyazpt1awz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته