دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۹
د مطلب کود : 157225
تروریزم خونړیزه عملګرایی؛ د دولت څخه خلګ څه هیله لری؟
دا هغه زخمونه نه دی چی ملی ماتم اعلانولو او یا بیرق نیمۍ کښته کولو سره، جوړ شی. سیاسی او امنیتی مسؤولین باید د مظلومانو او قربانیانو د هډوکو آه او دردناک آوازونه واوری او ځواب ورکړی کوم برنامه ترلاس لاندی لری، ددی خونړیزو موجونو د مهار لپاره کوم تدابیر ترلاس لاندی لری.
په کابل کې د شنبه ورځې مرګباره تروریستی برید وروسته، ارګ ماڼۍ د یکشنبه ورځ ملی ماتم اعلان کړ او د هیواد بیرق نیم پورته شوی شکل ته وځړول شو. ریاست جمهوری ماڼۍ دیو بیانیی په خپرولو سره ویلی دی: په دی اخیرو ورځو کې تروریستان جنایتکارانه بریدونو په ترسره کولو سره په ننګرهار او قندهار او کابل کې، زموږ ځینی هیوادوال شهید او ټپیان کړی دی او ماتم پر ټغر باندی کښینولی دی. په دی بیانیه کې راغلی دی: افغانستان اسلامی جمهوری دولت د ماتم لیدلی کورنیو سره غم شریکی په مقصد، نن ملی ماتم اعلانوی او افغانستان بیرق په ټول هیواد کې او افغانستان خارج نه سیاسی نمایندګیو کې نیم ځړول شوی شکل ته بدلیږی. دولت همدارنګه د شهیدانو کورنیو او مجروحانو ته د ښه رسیدګۍ لپاره، دوشنبه په کابل کې، عمومی رخصتی اعلان کړ. همدارنګه د ریاست جمهوری تصمیم په اساس، د سه شنبه ورځ د تروریستی اخیرو شهیدانو لپاره، د قرآن عظیم شان ختم جوړیږی. د دولت تصمیم په دی برخه کې د ستایلو وړ دی؛ خو کافی نه دی. دا دقیقآ همغه هیله نه ده چی خلګ په دی تریخ او دردناکه ورځو کې د دولت څخه لری. دولت یو بشردوستانه بی طرفه سازمان نه دی چی د تروریستی خونړیزو پیښو په محکومولو سره، خپل مسؤولیت ختم شوی وبولی او د تروریستانو له لوری بل فاجعه او انتحاری رامنځته کیدو پوری سکوت اختیار کړی. خلګ د د افغانستان خلګو کورونوته راوستۍ دی او هره ورځ خپل خصمانه توییترونو سره دا تروریستانو خونړیزی عملګرایی قربانی شوی دی. د یو اونۍ په ترڅ کې په سلهاوو تنه قتل عام شوی دی. ډیر کورنۍ غم ټغر باندی کښیناستی دی، ډیر ښځې کونډې او بی سرپرسته شوی دی، په زرهاوو کوچنیان، یتیم شوی دی. دا هغه زخمونه نه دی چی د ملی ماتم په اعلانولو سره جوړ شی. سیاسی او امنیتی مسؤولین باید د قربانیانو ږغ واوری او ځواب ورکړی چی کوم برنامه ورته لری، کوم تدبیر ددی خونړیزی موجونو مهار لپاره په فکر کې لری. خارجی ځواکونه هم د دولت په اندازه، ددی وضعیت مهار مسؤول دی؛ ځکه افغانستان د ډیرو وخت راهیسی، د لویو قدرتونو سلطه ګرانه او سود جویانه سیاستونو قربانی شوی او اوس، ددی جنګ اوج نیابتی خونړیزه دی چی په ناعادلانه توګه، د افغانستان بی پناه خلګو حخه، قربانی اخلی. ترامپ خپل توییتر کې د پاکستان په وړاندی، رجز وایی او افغانستان خلګ په هوتلونو، سړکونو، مساجدو، کلتوری مراکزو او... د هغه تاوان ورکوی. ترامپ د پاکستان سره چنګ بحران ډیروی. امریکا که د پآکستان او تروریزم ملاتړ کوونکو سره مصاف کې صادق دی، د افغانستان امنیتی ځواکونو ترڅنګ، د پاکستان له لوری زده کړه ورکړل شوی تروریستانو په وړاندی ودریږی او جنګ باید په همغه ځای کې رامنځته کړی چی د تروریستانو تولید او تجهیز او استقرار اصلی مرکز دی. دا هغه څه نه دی چی د کوم څوک دید څخه پټ وی. ډیر پرمختللی اطلاعاتی او جاسوسی تکنولوژی ته هم اړتیا نشته. پاکستان ټول قبیله نشینه سیمی او سرحدونه، تروریستانو ټول عیار تیول دی. اضافه پردی، خارجی قدرتونه او د افغانستان ملی دولت ترڅنګ، باید اصلاحی او هر اړخیزه فرایندو کې، د تروریزم دولتی دننې او داخلی عوامل شناسایی او مجازات کړی. هغه وخت چی تروریستان د ملی ځواکونو آمبولانس څخه په ګټه اخیستنې سره، د پلازمینی په امن ترینه سیمو کې چاودنو ته اقدام کوی چی مخکې یی هم کابل بین المللی هوتلونو سخت امنیتی تمهیدات رخصتیږی ترڅو تروریستان خپل کار سم ترسره کړی او قربانیان د اطاقونو دننه تر هدف لاندی ونیسی، نور هیڅ شک شتون نه لری چی د دولت دننه پياوړۍ لاسونه، دا خونړیزه او مخوف پروژی سره، مرسته کوی. په دی حساب سره، د دولت او خارجی ځواکونو او بین المللی قدرتونو څخه د خلګو هیله، مشخص دی. هغوی باید د تروریزم خونړیزه عملګرایی په وړاندی، خپل مسؤولیتونو باندی عمل وکړی؛ بیله هغه، خلګ به هغوی او تروریستانو ته په یوه سترګه ګوری.
https://avapress.com/vdchiqnzm23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته