دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۰۷
د مطلب کود : 157342
د ولسمشر موضع؛ د مقابلی شروع کیدنه یا د سولې ادامه؟
اشرف غنی؛ ولسمشر یو ځل بیا د اسلامی هیوادونو او بین المللی ټولنو څخه وغوښت چی تروریزم پر ملاتړ کوونکو باندی فشار راولی. ښاغلی غنی همدارنګه د اندونیزیا ولسمشر څخه وغوښت چی په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د افغانان سره مرسته وکړی. ښاغلی غنی وویل: د تصمیم اخیستلو وخت رسیدلی دی ترڅو په هر ممکن وسیلی سره، هغه هیوادونه چی تروریزم څخه ملاتړ کوی او وحشی تروریستانو ته، پټنځایونه او تسهیلات ورکوی، ددی غیری قانونی او غیری اخلاقی کار څخه لاس واخلی او په هغه صورت کې چی که د بین المللی قوانینو خلاف عمل وکړی، هغوی ته تجرید او جزا ورکړل شی. د ښاغلی غنی په وینا، طالبان اوس د جنګ په ډګرونو کې ماته خوړلی دی او په همدی اساس خلګو او غیری نظامیانو باندی برید ته اقدام کړی دی. ولسمشر ټینګار وکړ چی افغانستان په ډیر حساس شرایطو کې قرار لری. هغه خپل مطبوعاتی ننۍ ناسته د تروریستانو څخه سخت بدلی اخیستو په خبرو شروع کړ او وویل چی امنیتی ځواکونه، د طالبانو څخه د اوسیدونکو د وینی بدله اخلی. هغه همدارنګه طالبان استقلال نه درلودونکې او افغانستان ملی ګټو پوری نه پایبند وبلل. خو په ادامه کې، د هیلو برخلاف، هغه داسی مواضع خپل کړ چی په یو معنی د هغه په مشری د دولت هغه پخوانۍ تګلاره بلل کیږی. ښاغلی غنی یوځل بیا تکرار کړ چی طالبان باید یا سوله سره یوځای شی او یا جنګ ته ادامه ورکوی. د ولسمشر دا عجیب موضع ډیر ناظران او منتقدان حیرانه کړ او هغوی ددی پوښتنې لپاره آماده کړ چی په حقیقت کې آیا ښاغلی غنی نه پوهیږی چی طالبان د سولې سره نه یوځای کیږی؟ آیا دا اخیرو تروریستی بریدونه چی ددی خاوری څخه په سلهاوو قربانیان واخیستل، روشانه نه کړه چی طالبان جنګ غواړی او د افغانستان د سولې ځواب په جنګ ورکوی؟ دا چی ولسمشر اوس هم طالبانو ته د انتخاب قدرت او امکان ورکوی چی د سولې او جنګ په منځ کښی یو انتخاب کړی، اساسآ په دی سختو شرایطو کې، اخیر تروریستی بریدونو باندی نیش نه بغیر څه دی او ډیر حیرانوونکې دی چی ښاغلی غنی د ولسمشریز په مقام کې، اوس هم نه غواړی چی د یو درد لیدلی ملت حالت باندی ځان پوه کړی او د حل لاره ورته پیدا کړی. ددی هیله کیده چی په لمړیو غبرګونونو کې، خلګ د تروریزم سره دولت نامحدود او بی رحمانه چلند شاهد وی؛ خو نه یواځی داچی داسی ونه شوه؛ بلکه د ولسمشر صریح ټینګار سره، هغه یو ځل بیا سولې باندی ټینګار وکړ او هغوی ته د سولې لاره خلاصه پریښوده. ځینی دولتې سرچینی هم ویلی دی چی افغانستان دا هیله لری چی د اندونزیا دینی علماوو قدرت او نقش څخه په ګټه اخیستې سره، په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره ګټه واخلی او طالبان سولې مذاکری ته وهڅوی. په دی حساب سره، د پوهانو په باور، کوم بدله په کار نه ده او اخیر مرګونۍ بریدونه به بی ځوابه پاته شی او شاید نور هم د مشابه مرګونۍ بریدونو شاهدان واوسو.
https://avapress.com/vdchkqnzi23nmxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته

مربوطه لیکنې