دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۳۲
د مطلب کود : 157747
طالبانو خونړیزی ورځې؛ جنګ لوری بدلون مومی؟
د فاریاب ولایت والی دفتر اعلان کړی چی د طالبانو او امنیتی ځواکونو نښتې له امله د طالبانو ۵۰ غړۍ وژل شوی او د ۳۰ څخه ډیر ټپیان شوی دی. همایون فوزی؛ فاریاب والی خپل فیسبوک پاڼه کې ویلی دی چی په دی ولایت کې د خواجه سبزپوش په ولسوالی کې د امنیتی ځواکونو عملیات د ( نوید ۸ ) په نامه له امله، اته کلۍ د طالبانو څخه پاک شوی دی. هغه زیاته کړه چی ډیر طالبان امنیتی ځواکونو هوایی او ځمکنۍ بریدونو کې وژل شوی او ټپیان شوی دی. د فاریاب والی زیاته کړی چی په وژل شویو کې ۱۲ تنه ددی تروریستی ډلی د قوماندانانو څخه وو. فاریاب والی زیاته کړی چی په دی عملیات کې د تروریستانو څخه ځینی موټران هم له منځه وړل شوی او ځینی مهمات هم لاسته راغلی دی. دا سیمه ایز مقام چی ادعا کړی چی په دی نښته کې غیری نظامی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او یواځې یو کس د امنیتی ځواکونو څخه ټپی شوی دی. په دی منځ کې، دا یواځې فاریاب نه دی چی ویل کیږی په یوه ورځ دومره طالبان پکښی وژل شوی دی؛ د هلمند او غزنی څخه تر ننګرهار او بدخشان پوری، هره ورځ مشابه آمار خپریږی. هغه نکته چی د ناظرانو توجه جلب کړی دی، دادی چی دا آمارونه بالخصوص د کابل اخیر بریدونو وروسته چی طالبان مسؤولیت په غاړه اخیستی دی، پراختیا پیدا کړی دی. کارپوهان، دا پوښتنه مطرح کوی چی آیا ددی آمارو او کابل خونړیزو بریدونو ترمنځ کوم اړیکه شته؟ ایا دا دا نتیجه اخیستلی شو چی تروریستانو سره دولت نظامی تګلاره، بدلون کړی؟ آیا دولت په حقیقت کې غواړی چی د زور په ګټه اخیستنی سره، طالبان سولې ته مجبور کړی؟ دا ټوله په داسی شرایطو کې منځ ته راځی چی د ځواب لپاره یی وخت ته اړتیا شته؛ خو په دی حال کې، د ډیرو څیړونکو په باور، د دولت له لوری یو اړخیزه سولې پروژه چی د خارجی قدرتونو په ملاتړ شروع کړل شوی وو، عملآ ماتې سره مخ شوی دی. دولت په هغه تګلاری سره نه شوای کولای چی هیواد کې ثبات رامنځته کړی. مخالف مسلح ځواکونه بالخصوص طالبان د تیروکلونو په لړ کې شکاره کړی دی چی د دولت د سولې غوښتنه په بومب او انتحاری او وژنو سره ورکوی. پاکستان هم همدارنګه په دی باور دی چی دولت اصولی سیاستونه د لوی سیمه ایز مسایلو په اړه لکه دیورند خط، هند سره اړیکه، غربی نظامی ځواکونو باندی تکیه کونه، اسلام آباد ته سوء ظن درلودل او... بدلون نه کوی؛ بناپردی، په حاضر حال کې، خپل ګټه د افغانستان په بی ثباته پاته کیدو کې وینی او حاضر نه دی د کابل کې سولې پروسی سره، همدلی او هملاریتوب شکاره کړی. له بل لوری، امریکا دولت استراتژی هم د دونالد ترامپ په راتلو سره ډیر بدلون تجربه کړی دی. دا کار د څیړونکو په باور، د کابل مواضعو باندی د طالبانو په وړاندی ډیر اغیز کړی دی. ددی ترڅنګ لوی او مهم بین المللی سازمانونه لکه سازمان ملل امنیت شورا هم د کابل سیاستونو سره هملاریتوب شکاره کړی دی. دا ټوله عوامل ددی لامل شوی دی چی د دولت نظامی راهبردی د تروریزم په وړاندی بدلون وکړی او دا بدلون، د جنګ د لوری بدلون لامل ګرځیدلی دی. په کابل کې څو خونړیزو بریدونو په ترسره کیدو سره، افغانستان دولت ارشد چارواکې په بیلابیلو برخو کې اعلان کړی دی چی نور د هغه تروریستانو سره چی سوله نه قبلوی، مدارا نه کوی او سوله به د جنګ په ډګر کې ولټوی. که دا مواضع صادقانه وی، له دی وروسته باید د جنګ په ډګرونو کې نور طالبانو ډیر تلفاتو شاهد واوسو؛ هغه موضوع چی شاید پاکستان نظر د طالبانو په اړه سولې لپاره بدل کړی. په دی منځ کې دا ابهام پرخپل ځای پاته دی چی ایا له دی مخکې افغانستان دولت او خارجی ځواکونه د امریکا په مشری، د تروریزم سره صادقانه مبارزه نه کوله؟ که داسی وو نو د امنیتی ځواکونو په زرهاوو سرتیرو او په زرهاوو غیری نظامیانو وینه چی په دی کلونو کې قربانی شوی دی، د چا په غاړه دی؟
https://avapress.com/vdcgtu9quak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته