دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۰
د مطلب کود : 157832
د سوریه په خاوره کې د آمریکا او ترکیه مخامخ کیدنه
رجب طیب اردوغان؛ د ترکیه ولسمشر، امریکا تورن کړی چی د هیواد ګټو ، ایران او روسیه په وړاندی د سوریه په شمال کې عمل کوی. ښاغلی اردوغان په پارلمان کې خبرو کې وویل: که امریکا وایی چی هغوی ۵۰۰۰ کامیون او ۲۰۰۰ هوایی محموله د اسلحو د داعش سره مقابله لپاره سیمی ته لیږدوی، موږ ورباندی باور نه لرو. د ښاغلی اردوغان په وینا دا اقدامات په دی معنی دی چی تاسو(امریکایان) د ترکیه او ایران او شاید روسیه په وړاندی ځینی برنامی لولری. اردوغان، یوځل بیا د امریکا څخه وغوښت ترڅو خپل ځواکونه د سوریه منبج ښار څخه وباسی. هغه مخکې امریکا په دی تورن کړی وو چی ترکیه په منبج کې تیرایستلی دی. کرد شبه نظامیان، په ۲۰۱۶ کال کې په دی بریالی شول چی امریکایی نظامیانو په مرسته داعش د منبج څخه وباسی؛ ترکیه چی د فرات رودخانه په ختیځ کې د کرد شبه نظامیانو استقرار سره سخت مخالف دی، په هغه وخت کې د منبج څخه ددی ځواکونو وتلو غوښتونکې شوی وو. ویل کیږی چی د ۲۰۰۰ په شاوخوا امریکایی نظامی سرتیری د سوریه کردانو کنترل لاندی سیمو کې لکه منبج کې حضور لری. ترکیه دا خبری د امریکا په وړاندی په داسی شرایطو کې صورت نیسی چی ترکیه ځواک نظامی دخالت سره د کرد شبه نظامیانو د ټکولو په بهانی سره د سوریه په شمال کې، ددی هیواد بحران ابعاد یو ځل بیا پراخ شوی دی او سیاسی او سوله ایز حل لاره ورته سخت شوی دی. کارپوهان وایی چی ترکیه او امریکا تبانی د سوریه دولت په وړاندی، د بحران د پراخیدو لامل ګرځیدلی دی. ترکیه د همغه شروع څخه د تروریستی ډلو په پیاوړۍ کولو سره د دمشق دولت له منځه وړلو لپاره امریکا سره هملاسه شوی وو او په دی برخه کې خپل ټول امکاناتو او ظرفیتونو څخه ګټه واخیست. ترکیه مرزونه تر ډیر وخت پوری د څو ملیتی تروریستانو لپاره خلاص وو ترڅو د سوریه ملی دولت په وړاندی تکفیری تروریزم جبهه، پیاوړۍ شی او بشاراسد دولت سقوطیدنه سریع شی. ترکیه په عینی وخت کې غربی او عربی تسلیحاتو او مهماتو او تجهیزاتو سیل څخه کوربه توب وکړه او تروریستی او تکفیری ځواکونو ته لیږدولو لپاره مرسته وکړه. په هغه وخت کې، ترک سیاستمداران، هیڅ دا خطر ته متوجه نه وو چی امریکا هر اړخیز دخالت د سیمی ملتونو برخلیک باندی، خپله د بحران او بی ثباتی منشی وی. اردوغان د ترکیه نظامیانو ناکام کودتا مخکې چی د ترکیه چارواکو ادعاوو په اساس د امریکا او غرب په ملاتړ ترسره شو، حتی دا تصور هم نه کوله چی یو ورځ به سوریه خاورخه د ترک ځواکونو او امریکایی ځواکونو تقابل باندی بدل شی. دا ټول عوامل، ددی لامل شوی ترڅو روسی جنګیدونکې د سوریه په آسمان کې له منځه ولاړ شی؛ هغه اقدام چی د هغه اسناد په اساس چی د ترکیه پخوانۍ دولت له لوری په تازګیو کې خپور شوی دی، د رجب طیب اردوغان په مستقیم امر سره صورت نیولی دی؛ ترڅو، د ترکیه بی شایبه وفاداری امریکا سلطه جویانه ګټو ته د سیمی مسلمان ملتونو په وړاندی ثابت شی. خو وخت شکاره کړه چی ترکیه مشران، یو مهلک محاسباتی غلطی سره مخ شوی دی. هغوی د امریکا سره خپل یو مقتدر ګاونډی په وړاندی سره متحد شوی او په دی لاره کې، حتی د تروریزم څخه هم مایه کښیښوده او یو آرام او با ثباته ملت خرابی او تباهی ته ورسوله. اردوغان اوس هڅه کوی چی امریکا سلطه د سوریه په شمال کې او کرد شبه نظامیانو سیطری لاندی سیمو کې، محدود کړی او په دی اساس، د کردانو ملاتړکوونکې پیاوړۍ بازو فلج کړی. ترکیه ولسمشر پوهیږی چی په یواځیتوب سره به ددی کار کولو باندی ونه توانیږی؛ بناپردی، هغه ناچاره دی چی ایران او روسیه ته د ملګریتوب لاس اوږد کړی؛ همغه هیوادونه چی د درانده لګښتونو په ترسره کولو سره، د تکفیری تروریستی دلو بریالی کیدو مخه ونیوله چی امریکا او ترکیه او اعراب او اسراییل په ملاتړ په سوریه کې جنګیدله او همدارنګه هغوی دمشق دولت د سقوط خطر څخه وژغورله. آیا روسیه او ایران به اردوغان غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړی او امریکا مهار لپاره او سوریه کې د واشنګتن پروژو ناکامولو لپاره، سره متحد شی؟ کوم لګښت او کوم تضمین په اساس؟
https://avapress.com/vdcbfzb85rhbswp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته