دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۴۰
د مطلب کود : 159151
امریکا او پاکستان سره دوه ګونۍ لوبه

 
لیزا کرتیس؛ امریکا ولسمشر دستیار معاون، پاکستان ته خپل دوه ورځنۍ سفر کې پاکستانی چارواکو ته ویلی دی چی امریکا د پاکستان سره نوی اړیکې په هڅه کې دی.
آغلی کرتیس چی مرکزی آسیا او امریکا ملی امنیت شورا جنوبی ارشد رئیسه هم ده، ویلی ده چی امریکا غواړی دا نوی اړیکه د تروریستی ډلو په وړاندی مبارزی لپاره یو مشرتک تعهد په اساس او همدارنګه افغانستان سوله ایز راتلونکې په اساس شکل ورکوی.
آغې کرتیس ویلی ده چی پاکستان د تروریزم سره مبارزی په لاره کې ډیر قربانی ورکړی دی او ټینګار یی وکړه چی امریکا نوی استراتژی د افغانستان لپاره چی سیمه ایز تګلاره لری د دواړو هیوادونو همکاری فرصت د یو پایدار او سوله ایز افغانستان لپاره دی.
هغې پاکستانی چارواکو سره کتنه کې ویلی دی چی په افغانستان کې سوله تامین په صورت کې، افغان مهاجرین کولای شی بیرته خپل هیواد ته وګرځی، داعش ډله د آسیا په جنوب کې ماته خوری او همدارنګه هغه تروریستان چی امریکا او پاکستان امنیت ته ګواښ دی، له منځه ځی.
سیمه ایز مسایلو کارپوهانو په باور، دا امریکایی ارشد چارواکی موضع ګیری ددی هیواد اړیکو په اړه د پاکستان سره، د هغه څه لپاره چی امریکا له لوری یی شاهد وو، ډیر توپیر لری.
ددی چارواکې موضع ګیری ښیی چی امریکا سره باکستان اړیکو د سمولو په هڅه کې دی.
دا مواضع په حقیقت کې د پاکستانی چارواکې یو موضع ګیری د دونالد ترامپ معاون مایک پنس اظهار نظر په وړاندی تائیدوی چی ویلی وو: هغه څه چی امریکایانو له لوری پاکستانی چارواکو سره مطرح کیږی، د هغه سره چی هغوی افغانستان دولت سره مطرح کوی، ډیر توپیر شته.
پاکستان همدارنګه د ښاغلی پنس اخطار په اړه ویلی وو چی ملګری و ملګری ته هیڅ اخطار نه ورکوی!
سربیره پردی، د اسلام آباد ارامتیا د واشنګتن ګواښ او اخطارونو په وړاندی هم شکاره کوی چی امریکایی رسنیو تبلیغاتی لوبو برخلاف، د پردی ترشا، وضعیت همغسی ده چی پاکستان غواړی.
له بل لوری، افغانستان دول هم هر وخت د سولي پروسی استمرار باندی ټینګار کوی او خپل بیلابیلو موضع ګیریو سربیره تروریستی بریدونو پیښیدو وروسته، څو ورځې وروسته، یو ځل بیا خپل تعهد سولې لپاره تروریستانو سره تکراروی.
د ناظرانو په باور، دا وضعیت، د دوه ګونۍ لوبو په اساس دی چی امریکا د افغانستان سولې او جنګ په وړاندی او پاکستان سره اړیکو لپاره، په لاره اچولی دی.
د منتقدانو په باور، په افغانستان کې سوله هیڅ وخت د امریکا لپاره یو لمړنۍ استراتژیک نه حسابیږی. دا موضوع په دومره اندازی سره ملموس او پررنګ دی چی داسی په نظر رسیږی چی امریکا خپله تروریستانو سره چی پاکستان تر ملاتړ لاندی دی، قدرت نمایی او مانور امکان ورکوی ترڅو په دی ترتیب، افغانستان کې هغوی لپاره حضور لپاره بهانه پیدا شی.
که دا اخذ صحیح وی، صاحب نظرانو په باور، افغانستان کې سولې او امنیت بحران به هیڅ وخت حل نه شی؛ ځکه ددی ارزونۍ په اساس، تروریزم او تروریزم په وړاندی مبارزه، دوه دوه مجهولی معادله ده چی یو شتون د بل حضور لپاره لازم دی او هر یو یی، مقابل لوری توجیه کوی.
په دی منځ کې، یواځنۍ لوری چی په دی دوه ګونۍ لوبه کې په ناعادلانه توګه نادیده نیول کیږی، افغانستان خلګ دی؛ هغه لوری چی هم د تروریزم له لوری تر برید لاندی راځی او هم تروریزم ضد جبهه په واسطه، انکار کیږی او غم او وینه او مرګ کې له یاده ځی.
 
https://avapress.com/vdchmwnzz23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته