دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۷ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۱۴
د مطلب کود : 159640
غزنی لاریونونه؛ لمړنۍ غلطې، آخرنۍ غلطې ده

فاطمه رحیمی؛ د غزنی ولایتی شورا غړۍ، وویل: هغه هیآت چی کابل څخه د غزنی رامنځته شوی بحران د حل لپاره راغلی وو، لمړۍ موږ د بحران په عادلانه حلولو باندي هیله مند کړل؛ خو اوس معلومیږی چی دا هیات مساله ته ډیر قومی نظر کړی او موږ دی نتیجه ته رسیدلی یو چی دا هیات د مشکلاتو حلولو پرځای نور هم مشکلات رامنځته کړی دی.
هغي د حکومت څخه وغوښت چی هر څه عاجل یو عادل هیات غزنی ته واستوی او فورآ د قره باغ قضیه حل کړی؛ بیله هغه، وضعیت نور به هم خراب شی.
حسن رضا یوسفی؛ ددی شورا یو بل غړۍ هم د قره باغ د قضیه فوری حلیدو لپاره اندیښه ښودلی او وویل چی غزنی کې وضعیت د بدتریدو په حال کې دی. همدا اوس د پکتیکا، خوست، زابل او ځینې نورو ولایتونو څخه د غزنی ځینو ولسوالیو ترڅنګ، ډیر کسان د قره باغ لاریون کوونکو سره یوځای کیدو په حال کې دی.
یوسفی په غزنې کې یو قومی جنګ رامنځته کیدنې څخه خبرداری ورکړ.
ټولنیز مسایلو کارپوهان هم وایی چی په غزنې کې وضعیت ډیر د خرابیدو په حال کې دی.
د هغوی په باور، ددی بحران د حل لپاره د حکومت اراده نه درلودنه یا توان نه درلودل مدیریت لپاره، د شرایطو سختیدو سره مرسته کړی او دواړه لوری عادلانه او طرفین توافق ته رسیدو څخه لیری کړی دی.
پوهان په غزنې کې د یو قومی مرګونۍ او خونړیزی جنګ رامنځته کیدو په اړه خبرداری ورکوی او وایی چی د معترضینو شمیر ډیریدل چی پنځه ورځې مخکې د کابل او کندهار لاری بندیدو لپاره اقدام کړی، شکاره کوی چی د غزنې څخه دباندی پیاوړۍ لاسونه هڅه کوی چی بحران نور هم لویه کړی.
دا چی سیمه ایز حکومت نه دی توانیدلی یو سیمه ایز کوچنی مشکل د اوبو پرسر د کلی اوسیدونکو ترمنځ په قانونی او عادلانه توګه حل کړی، په دی معنی دی چی د لویو بحرانونو مدیریت توان هم نه لری. په همدی دلیل، مرکزی دولت په لمړۍ اقدام کې، سیمې ته آرامتیا بیرته ګرځولو لپاره، باید د غزنی سیمه ایز مسؤولین برکناره کړی او کارآمد او خلګو قبول خلګ په دی برخه کې وګماری.
دا هغه څه دی چی ځینی لاریون کوونکې یی هم غوښتونکې دی. هغوی والی او نور سیمه ایز دستګاوی په بی کفایتی، فساد، قوم ګرایی او مدیریت ضعف باندی تورنوی او وایی چی هغوی منځته راغلی مشکلاتو ته، یو اړخیزه نظر لری او دا همغه څه دی چی د هغوی په باور، وضعیت نور هم پیچلي کوی او بحران لمن نور هم پراخوی.
سربیره پردی، غزنې ګاونډی ولایتونو او کابل کې شکاره تحرکات جریان لری چی ویل کیږی، مقصد یی ددی پيښی بدلول یو قومی مخامخ کیدنې ته دی.
که په دی برخه کې فعال خیانتکار لاسونه، خپل مقصد ته ورسیږی، کوم شک به نه وی چی د حکومت آخرنۍ غلطی د بحران نه مدیریت لپاره به آخری غلطی وی او غزنی قومی او فرقه ای مشکلاتو لمن په غیری باوری توګه هیواد نورو سیمو ته هم پراخ شی.
د کابل او کندهار لویی لاری بندیدل هم د هغه پیښو څخه دی چی شکاره کوی معترضین، د یو سیمه ایز مشکل څخه لوړ، مطالبات لری او دا په داسی حال کې دی چی ددی کیسی بل برخې ته هیڅ دا امکان شتون نه لری، مرکزی او سیمه ایز حکومتونه، لکه څنګه چی د کابل او کندهار لویی لاری بندیدو عواملو په وړاندی مدارا او مماشاتو سره چلند کړی دی، باید د کیسی مقابل لوری سره هم مشابه چلند ولری.
په دی توګه، ناظران خبرداری ورکوی چی ترڅو چی وضعیت په پوره توګه د سیمه ایز او مرکزی حکومتونو د توان څخه خاج نه وی شوی، حکومتونه دی خپل اقدامات ترسره کړی او قانون او عدالت او ملی ګټو څخه، په دی اړه مرسته واخلی؛ بیله هغه، خپله به د هغه پیښي مسؤول وی چی رامنځته به شی.
 
https://avapress.com/vdcayon6w49nmi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته