دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۰۵
د مطلب کود : 160003
اطلاعاتو ته لاسرسۍ؛ ملی وحدت حکومت نمري څو دې؟

 
د افغانستان آزاد رسنیو څخه ملاتړ نهاد(نی) وایی د خبرنګارانو شکایتونه شکاره کوی چی اطلاعاتو ته لاسرسی وضعیت په دی آخرو کې ډیر خراب شوی دی.
د نی په ریپورت کې راغلی دی چی خبرنګاران د حکومت ویاندانو څخه نیوکه کوی چی اطلاعات خبرنګارانو سره نه شریکوی او د ټینګار په صورت کې، خبرنګارانو سره اهانت کوی.
همدارنګه، مجیب خلوتګر؛ ددی نهاد مشر، حکومتی ویاندان د رسنیو سره دوه ګونۍ او تبعیض لرونکې چلند باندی تورن کړ.
د نی په ریپورت کې مشخصا د طالبانو سره سولې خبرو اترو موضوعاتو، اسلامی جمعیت ګوند سره ارګ خبرو اترو، تروریستی بریدونو تلفاتو آمار او ملی لویو قراردادونو عقد په اړه د حکومت ویاندانو پټونو ته اشاره وشو.
همدارنګه په دی ریپورت کې راغلی دی چی ځینی دولتې چارواکې د اخبار او ریپورتونو خپرول او نه خپرول په بدل کې خبرنګارانو تته پیسی او دولتې کارونو وړاندیز کوی.
خو شاه حسین مرتضوی، ارګ ماڼۍ ویاند وایی: نی، سیاسی عمل کوی. ددی نهاد ریپورتونه د غلط اطلاعاتو، غیری حرفه ای او سیاسی سلیقو په اساس جوړ شوی دی.
ټولنیز او رسنیز مسایلو کارپوهان وایی چی ملی وحدت حکومت نه شی کولای اطلاعاتو ته لاسرسی قانون توشیح په اساس د اشرف غنی دوهم کاری ورځ کې، خپل مسؤولیت په دی برخه کې پوره وبولی او په دی توګه خپل قانونی دندو ته توجه ونه کړی.
نی سیاسی او غیری سیاسی انګیزی څخه سربیره، پوهان وایی چی جاری حقیقتونه شکاره کوی چی ملی وحدت حکومت کارنامه په دی برخه کې، قناعت بخش او د دفاع وړنه دی.
هغوی باور لری چی اوسنۍ حکومت د بیان ازادی څخه ملاتړ به برخه کې، حتی د تیر حکومت په شان بریالی نه دی پاته شوی. دا په داسی حال کې دی چی د کرزی په دوره کې هم خبرنګاران او خلګ اطلاعاتو ته لاسرسی وضعیت څخه راضی نه وو او حکومت په پټولو، رسنیو باندی فشار اعمالولو او خبرنګارانو بندی کولو او خبرنګارانو ځانی امنیت ته نه توجه کولو باندی تورنوله.
د پوهانو په باور، دا شرایط د ملی وحدت حکومت په دوره کې، څو برابره بدتر شوی دی. اطلاعاتو ته لاسرسی قانون تویشیح که څه هم حقوقی لحاظه یو مهم ګام بلل کیږی؛ خو ټولو مادو نه عملی کیدنه کولای شی د حکومت ناکامی د بیان آزادی په حقیقی ملاتړ کې وبلل شی.
د هغو خبرنګارانو سره چی اطلاعاتو لاسته راوړلو په هڅه کې دی، حکومتی ویاندانو چلند نور هم خراب شوی دی. افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری، د هغو رسنیو څخه دی چی په دی برخه کې، د حکومت ارشد نهادونو ځینو ویاندانو مستقیم اهانت شاهد دی.
دا په داسی حال کې دی چی ددی ویاندانو څخه ځینی یی، خپله خبرنګار دی او د رسنیو څخه دولتی څوکیو ته رسیدو لپاره ګټه اخلی.
په دی حساب سره، آزاد رسنیو څخه ملاتړ نهاد په حق دی چی وایی حکومت، ددی پرځای خپل دندو باندی په دی برخه کې عمل وکړی، هڅه کوی خبرنګاران مالی وعدو او دولتی څوکیو ورکولو سره، تطمیع کړی.
دا هغه تجربه ده چی عملآ یی شاهدان یو او د څو فعالو خبرنګارانو شتون د ویاند او کارکوونکې په توګه په ارګ او وزارت خانو کې، ددی خبری ثبوت دی.
یو بل مسایلو څخه چی د صاحب نظرانو په باور د بیان آزادی په وړاندی خنډ دی، ملی لویو سیاستونو په پروسو کې شکاره پټونې او ناڅرګندونه ده.
د مثال په توګه، نن افغانستان خلګ، د اسلامی ګوند سره دولت سولې پروژی په اړه ډیر څه نه پوهیږی.
دا په حال کې دی چی دا پروژه، میاشتونه میاشتونه دی چی ثمر ته رسیدلی دی؛ خو دواړو لورو پټ او ابهام لرونکې توافقات او د امتیازاتو رد او بدل کیدنه، همداسی په ابهام کې دی.
همدارنګه وضعیت، اوس طالبانو سره سولې په پرخه کې، جریان لری.
هیڅوک نه پوهیږی چی سولې شرایط په کوم وضعیت کې دی. دولت تر کومه حده پوری هغوی سره اړیکه لری او دواړو لورو حقیقت مطالبات څه دی.
خبرنګاران او رسنۍ هم د خلګو په شان مجبور دی چی د عمومی فضا له لاری، محدود او کنترل شوی اطلاعاتو ته لاسرسی پیدا کړی.
بل نمونه هم د بلخ بحران دی. په دی اخیرو کې ځینی سیاسی او امنیتی مهم حکومتی مهری مزار شریف ته تللی او بلخ والی سره مستقیم مذاکری لرلی؛ خو اوس چی څو ورځې ددی پيښی څخه تیریږی، خبرنګاران، رسنۍ او خلګ په دی برخه کې هیڅ معلومات نه لری.
د رسنیو مراکزو امنیت ساتلو په برخه کې هم ملی وحدت حکومت دفاع نه شی کولای.
د همدی لپاره، ملی وحدت حکومت اطلاعاتو ته لاسرسی، بیان آزادی او رسنیو څخه ملاتړ په برخه کې، ناهیله کوونکې ده.
 
https://avapress.com/vdcfxxdymw6dvxa.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته