دخپریدو نیټه :جمعه ۲۵ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۵
د مطلب کود : 160186
کابل امنیت؛ خارجی ځواکونو آخری خندق؟
 
جان نیکلسون؛ په افغانستان کې ناتو امریکایی قومانده وایی چی کابل د خارجی ځواکونو توجه محور کې قرار لری ترڅو هغه ښار پياوړۍ کړی او د کابل خلګو او نړیوال ټولنې څخه چی هلته حضور لری، ساتنه وکړی.
ښاغلی نیکلسون د چهارشنبه په ورځ وویل: اخیر بریدونه ډیر امنیتی لوی خنډونه رامنځته کړی دی. کابل استراتژیک اغیزی لری او زموږ په ماموریت کې د ډیر ارزښت لرونکې دی.
دا په داسی حال کې دی چی څو ورځې مخکې اشرف غنی د هیواد ولسمشر ویلی وو چی کابل په محاصره کې قرار لری.
له بل لوری امنیتی چارواکې، تیر میاشت اعلان کړ چی امنیتی ارګانونه د کابل امنیت ساتلو لپاره، یو امنیتی پلان و ولسمشر غنی ته سپارلي چی د هغه د تایید لاندی قرار ونیول.
قرار دی چی د امریکایی مشاورینو یو ډله د افغانستان امنیتی ځواکونو سره ګډون وکړی او د کابل امنیت وساتی. کماندو ځواکونه استخباراتی معلوماتو څخه په ګټه اخیستنې سره په ټول کابل کې بریدونه ترسره کړی؛ هغه څه چی د جان نیکلسون په وینا مخکې ادامه درلود.
امنیتی مسایلو کارپوهان وایی چی د کابل امنیت لپاره خارجی او داخلی جاری هڅې ددی مخکې چی د هغوی توجه و پلازمینې او پلازمینې امنیت او مصونیت ته وښیی، د خراب وضعیت شکاره کوونکې دی.
دا همغه څه ده چی د پوهانو په باور، طالبانو او داعش اخیر خونړیزه بریدونه په کابل کې دا توجیه کوی.
داخلی امنیتی ځواکونه او خارجی نظامیان د ناتو په مشری ونه توانیدل چی تروریستی بریدونو مخه په کابل کې ونیسی او د یو اونۍ څخه په لږه موده کې په سلهاوو تنه ووژل شو او ټپیان شو.
له دی لید څخه، د منقدانو په باور، د ناتو قوماندی ټینګار د کابل امنیت ساتلو باندی، مخکې له دی چی د ځواکونو اراده او قدرت ښودونکې وی، د هغوی ضعفتیا او کمزوری شکاره کوونکې دی.
ددی لپاره امنیتی او نظامی مسایلو پوهان وایی چی که داسی تصور وکړو چی طالبانو پوری اړوند عناصر پاکستان څخه مامور کیږی ترڅو کابل یو حساس  سیمه کې، تروریستی برید ترسره کړی.
هغوی عادی کسان نه دی ترڅو هغوی پیژندنه د امنیتی دستګاوو لپاره سخته وی. هغوی باید انتحاری واسکتونو، آرپی جی، کلاشینکوف او نور تجهیزاتو سره په یو دقیق سیمه کې ځان ورسیوی.
هغوی په ډیر ناهیله توب سره، پیاوړۍ عمل کوی. لکه اینتر کانتیننتال هوتل باندی برید، داخلی امنیتی ځواکونو او خارجی ځواکونو ته یو جدی استراتژیک ماته وو.
طالبان وتوانیدل چی په بریالیتوب سره، هغه څه چی غوښتل ترلاسه کړی.
داخلی چارواکې او خارجی ځواکونه، حتی رسنیو او خبرنګارانو ته اجازه ورنه کړ چی د پیښی ابعاد د پیښی رامنځته کیدو وروسته، اندازه کړی.
دا د هغوی نهایت توان او قدرت وو؛ هغه موضوع چی د پوهانو په باور، د بین المللی قدرت او ځواک لپاره ډیر شرم آوره وو.
داسی ډیر مثالونه ددی په شان، د خارجی ځواکونو ۱۷ کاله حضور او سلطه سربیره په افغانستان کې تکرار شوی دی.
دا کار ته په کتو سره، منتقدان وایی چی ناتو قوماندی تازه ټینګار په افغانستان کې د کابل امنیت ساتلو لپاره، ددی شکاره کوونکې دی چی دا ځواکونه په ټول افغانستان کې نه یواځې داچی تروریزم سره مبارزه کې ماته خوړلی دی؛ بلکه حتی قادر نه دی چی کابل محدوده امنیت هم وساتی او دا چی کابل، ددی ځواکونو آخری خندق یا ډګر باندی بدل شوی دی.
دا په داسی حال کې دی چی هغوی شاید یواځې د کابل امنیت ساتلو لپاره په افغانستان کې حضور لری. افغانستان یواځې کابل نه دی.
ډیر خلګ، په ټول هیواد کې د تروریزم او ناامنی او جنګ څخه رنج وړی او ناتو او خارجی ځواکونه ددی وضعیت په وړاندی مسؤول دی او باید ځواب ویونکې وی.
 
https://avapress.com/vdch6vnz-23n-zd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته